زري سرفراز


زما یادېږي چې مور به مې په اخبار کې د زري سرفراز تصویر ولیدو نو ویل به يې ، دا زمونږ کور ته راغلی وه. بیا به يې د هغه وخت کیسې شروع کړې چې څنګه هغې به بورقه (چادري) په سرښځې جلسو ته بوتلې.
د مردان د سرفراز خان مشره لور زري په جولای ۱۹۲۳م کې وزیږېده. د دې مور د امیر دوست محمد نمسۍ وه او له دې دوه کشر وروڼه میر افضل او عزیز خان و. زري د نورو خانانو د لوڼو په شان سبق لپاره سرینګر (کشمیر) کانونټ ته واستول شوه. د لسم نه وروسته دې غوښتل چې د ډاکټري سبق ووایی خو د پلار مړینې سره د دې مور د خانۍ پټکی د خپلې لور په سر وتړلو ځکه زامن يې واړه وو. د مور په څارنه کې زري سرفراز د زمکو او جایداد په کارونو ځان پوهه کړو. د ۱۹ کالو په عمر کې زري د یو خپل سره واده خو یو نیم کال وروسته کونډه شوه. د بې اولاد زري لپاره هغه وخت د بل واده په ځای سیاست کې ګډون زیات په زړه پورې وو. په هندوستان کې د انګریز نه د خپلواکۍ لپاره هر ځای جلسې کیدې او زري هم د خپلې مور سره په ۱۹۴۰م کې د لاهور په مسلم لیګ جلسه کې ګډون وکړو. هلته د ګوند مشرانو ورته په مسلم لیګ کې د غړیتوب وړاندیز وکړو چې فیس يې دوه روپۍ و. په صوبه سرحد ( پښتونخوا) کې ښځو به سپینې بورقې په سرولې. زري سرفراز په یو مرکه کې وایی چې کله د هند نه د ګوند ښځینه غړی مردان ته په اور ګاډي کې راورسیدې نو ما ټولو ته بورقې وړې وې. د دوی جلسه زمونږ د کور په لوی غولي کې وشوه او ټول په کټونو ناست وو. د ۱۹۴۳ او ۴۴ تر منځ هغې د زمکو په امدن کاروبار کې هم ونډه واخیسته.
تر هغې په صوبه کې د ملتپاله ګوند ( سرخپوش) له خوا ښځې له کوره بهر وتلو ته تیارې نه وې. خو زري سرفراز لوی شمیر ښځې ځان سره جلسو ته بوتلې. په صوبه سرحد کې د ریفرنډم لپاره هم زري سرفراز ډېر کار وکړو او په ۱۹۴۷م کې د پاکستان په جوړیدو دا د مسلم لیګ د ښځو د برخې مشره شوه. هغې د هندوستان کډوالو سره د مرستې لپاره مټې را ونغښتې. په ۱۹۵۰م کې مردان کې د ایشیا تر ټولو لویه د چیني (شوګر) کارخانه کې د دې ونډه هم وه. د خپلو سیاسي او ټولنیزو کارونو سره سره زري سرفراز په ډیره اسمعیل خان، پنجاب، په ګدون امازو او هریپور په کارخانو کې ونډه واخیسته.
زري سرفراز د ټی بي (سل) علاج، د ښځود ملي ټولنې ( اپوا) د صوبه سرحد نه علاوه د هلال احمرمشره وه. په ۱۹۶۲م کې دا د لویدیځ پاکستان د قومي اسمبلۍ ( پارلیمان ) غړی انتخاب شوه. هغې د خپل پلار په نوم مردان کې یو خیراتي روغتون ” سرفراز خان هسپتال” جوړ کړو او ورسره سرکاري روغتون ته يې هم خپله پېسه ورکوله.
په ۱۹۸۵م کې د ضیاء الحق حکومت د پاکستاني ښځو د حالت جاج اخیستو لپاره د ۱۵ غړو یو کمیشن مشري زري سرفراز ته ورکړه. دا وایی چې ما ورته شرط کیښودو چې زه به د دې پېسې نه اخلم خو زما په کارونو کې به څوک مداخله نه کوي. هغه وخت دا د مرکزي حکومت کې د ښځو د پرمختګ چارو وزیره هم وه. د دریو کالو په موده کې زري سرفراز د ملک لز و بر کې وګرځیده او پارلیمان ته يې یو لړ انقلابي وړاندیزونه وکړل چې په پاکستاني قانون کې تغیر راولي. په دوی کې لوی قانون ښځې ته د پلار په میراث کې حق ورکول وو.
د دې کشر ورور میر افضل خان هم د صوبه سرحد په سیاست کې مهم رول ولوباو. دغه کورنۍ د خیرښیګرې یوه ادارا” زما” هم لري چې هر کال تکړه شاګردانو ته د سبق لپاره پېسې ورکوي.
زري سرفراز په اپریل ۲۰۰۸م کې وفات شوه چې پښتانه يې د یو زړه ور مبارزې په توګه یادوي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.