د پیښور باغونه


زما د ماشومتوب په یادونو کې سهار د پلار سره شایباغ (شاهي باغ) سېل و. کور مو د پیښور ښار په اشنغرۍ کې او سپیده چاودیدو سره به له کوره ووتلو. هغه محال سړکونه به خوشې او دکانونه به بند وو. تر شاهي باغ کله نا کله یو کس ښکاره شو چې د بسونو اډې یا د ټرین سټیشن ته روان و.
د شاهي باغ څو برخې وې چې ځینو کې ونې او ځینو کې د ګلونو کیارۍ ( تختې) وې. فضا به د پټونیه، سپیګل او مټر د ګلونو له وږمو ډک و. مونږ ته اجازه نه وه چې ګل وشوکوو. مالیان به په کار لګیا وو او پلار په وېنا مونږ به ورته سلام وکړو. ډېر وخت به مو هلته منډې وهلې او یوې ونې کې ځوړند په ټال به جنګ وشو. بیا به بیرته روان شو او څوک چې به ستړې شول نو پلار به په سېکل (بایسکل) کینول. آو…پلار به مې سېکل هم په یو لاس نیولې، پخپله به په پښو روان و. کله کله زه به د سیکل په پیډل ودریدم.
د ښار په شمال ختیځ کې د پیښور تر ټولو لوی شایباغ په ۱۰۰ جریبه زمکه کې خپور و. د مغلو له وخت د دې باغ چاپېره نه دیوال و او نه پکې ودانۍ وې. د پخوانیو ونو لوی تنې او څانګو کې به مرغانو شور و. کله کله به موشنه طوطیان ولیدل نو د خوشالۍ نه به په ټوپونو وو. هم هلته مونږ د توریاڼۍ او د کویل په غږ کې فرق زده کړل. سیسۍ او لاټوان مو وپیژندل. د فوارو چاپېره ګول تالاب کې به مو سره مهیان لیدل. مالیانو به د اوبو لښتي نه د اوسپنې فوارې ډکولې او ګلونو رښکي به يې خړوبول. زمونږ د منډو وروستی حد یوه کنده وه چې وراخوا یو ځنګل شان ښکاریدو.
د شاهي باغ یو سر د بالاحصار سره لګیدو چې په ۱۹ پېړۍ کې سیکانو ویجاړ کړو. بیا انګریزانو د باغ اړخ ته په غونډۍ د اورګاډي پاټلۍ تیره کړه. شاهي باغ يې په دوو برخو وویشلو چې بالاحصار او سړک مخ ته برخه ” کننګهم پارک” و. په ژمي کې به پلار سره ماځیګر دغه پارک ته تلو. نزدې د فردوس سینما سره یو ریړۍ نه به مو ګنډیرۍ واخیستې او بیا په پارک کې مو ژوول. هلته لویو ونو سره د اوسپنې شنه ډبي ځوړند وو. په هغو ډبو کې پوستکي اچولو لپاره به زما او ورور تر منځ سیالي شروع شوه. اوس دغه پارک ته ” جناح پارک” وایی.
په اختر او نورو موقعو کله نا کله به ” کمپنی باغ” ته ورتلو چې د پیښور لومری کمشنر “میکیسن ” قبر پکې جوړ و. د کمپني باغ نه وراخوا مونږ به یو لوی وران کور” حویلي علی مردان” لیدو. دا حویلي اوس د “کور کمانډر” په قبضه کې وي او عام خلک يې نشي لیدای. کمپني باغ ته هم اوس “خالد بن ولید ګارډن” وایی.
په سپرلي کې به وزیر باغ ته خلک د نوروز میلې ته ورتلل. یو ځل زه هم د نورو ماشومانو او د کورنې یو مشر سره لاړم. د ښار په جنوب ختیځ کې “وزیر باغ” په ۱۸۱۰م کې بارکزي سردار وزیر فتح محمد خان په نوم جوړ و. په ۴ برخو ویشلې په دې باغ کې، د لرګين څپر یو جومات، فواره او تالاب و. د پیپل پخوانو ونو نه علاوه پکې د خرماڼۍ، شفتالو، انار او ناشپاتۍ ونې ډېرې وې.
د ښار لویدیځ کې په کوهاټ روډ ” سید کا باغ” زمونږ سکول “لیډی ګرفت” سره نزدې و. نواب سید خان د شاهجهان په وخت د کابل او پیښور ګورنر او په ۱۶۵۱م کې مړ شوی و. په باغ کې د ده ۲ پوړیزه ګومبدی مقبره او یوه مهمان خانه وه. زه به د خپل سکول “نیټ بال” ټیم د میچ لپاره ایلزبت سکول ته ورتلم چې خلکو ورته “مشن سکول” ویل. دغه سکول په مغل مهمان خانه کې او ټوله ودانۍ د لرګو جوړه وه. د انګریزانو لومړی “مشن” ( مسیحي تبلیغ مرکز او کلیسا) دلته و ځکه دا له ښاره بهر و. بیا یو روغتون او د جینکو” مشن سکول” پکې جوړ شول. داسې ښکاري چې پخوا دا د هغه لوی باغ برخې وې ځکه د دواړو سکولونو مخ او شا ته باغونه جوړ و. د دې باغ څنډې ” ډبګری” دروازې سره لګیدی چې اوس په ” ډبګري ګارډن” مشهور دی.
تر۲۰ پېړۍ پیښور “د ګلونو ښار” په صفتي نوم یادیدو. د دې سبب هغه ځنګلونه وو چې د ښار چاپېره د اوبو د ډندونو له کبله شنه وو. په صدر کې د لوی ” قیوم سټیډیم ” په ورسک روډ اوسنی، ” آرمي سټیډیم” او زمکه د اوبو ډنډونه وو. په شاهي باغ کې لومړی ودانۍ ” جمخانه کلب” و چې د انګریزانو د کرکټ میدان مخې ته جوړ کړی و او چاپېره ترې دېوال و. بیا د وخت په اوږدو کې دېوال نه وراخوا د هلکانو ” ګورنمنټ کالج” سکول او سټیډیم د شاهی باغ حسن خراب کړو. یوې څنډې ته د ښځو لپاره ” پرده باغ” بیل شو. ډېر وروسته زه ورته یو ځل لاړم خو هلته نه پرده وه او نه باغ. د لوی دروازې مخ ته په سوونو سړي د ښځو نندارې ته ولاړ وو چې په بورقو او څادرونو کې پټ ورتلې. دننه یوې پولیسي ښځې د ټولو نه د داخلې پېسې اخیستې. په څو ټالونو د ماشومانو په ځای لوی لوی ښځې زنګیدې. د څو ونو نه علاوه پکې نه بوټي وو او نه کبل.. هرې خوا د پوستکو، چپس او ټافیانو پلاسټکي کسوړو ګلونه خواره وو. څو ښځې د ماشومانو پرتوګي په لاسونو کې نیولي، په ګپو لګیا وې. نزدې ونې چاپېره ماشومانو ورته “ډېراني سره” اچوله.
د پیښور خاوره ښیرازه ده او که اوبه ولري نو ډېر نوي باغونه زمونږ په ژوند کې را شنه شول. د یونیورسټۍ چاپېره، ځنګلاتو او زرعي ادارو او دغسې نورې لوی ودانۍ چمن او باغونه لري خو هلته هر څوک نشي ورتلی. په حیات اباد کې تاتره، خیبر او شلمان پارکونه غنیمت دي. د لرغوني پیښور “ګور ګټرۍ” کې د میوزیم سره وړوکی پارک د تفریح په ځای د خلکو د تیریدو یوه لاره ده.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.