ګل د ګنډیری


ګنډیر په پښتو کې زهرو ته وایی. یو متل دی چې
“لږ خوره، تل خوره
ډېر خوره، ګنډیر خوره”
ګنډیری د یو وړې ونې نوم دی چې پاڼې يې د زیتون په شان اوږدې وي. د ۲ نه تر ۶ میټر لوړ ددې څانګې خړبخن او په سر کې يې سپین- ګلابي او سره ګلونه معمولي وږم لري. د دې زړي ۵ نه تر ۲۳ سینټي میټر اوږد وي. د ګنډېري ساینسي نوم ” نیریام اولیانډر” او “نیریام انډیکام” دی. په عامه ژبه کې ورته “نیریام” یا اولیانډر” وایی.
ګنډیری د افریقه بوټې دی چې مراکش او موریتانیه نه پرتګال او میدیټرینیا ملکونو پورې لیدل کېږي. په سر کې به دا د وچو سیندونو په تل کې پخپله شنه کیدو چې وروسته د ښکلا لپاره د سړک پرغاره د کرلو دود شو. دا بوټی په سپیره او مالګینه خاوره او وچ کالۍ کې هم ژوندی وي. کله چې اوبه ورته ورسېږي نو بیا سمسور شي. په یخو ملکونو کې دا د پرخې توان هم لري خو په واوره کې ختم شي.
د دې بوټې د امریکه او برطانیې د سیندونو او سمندر په غاړه کرل کېږي چې د سیلۍ او طوفان مخې ته لکه د دېوال ولاړ وي. د امریکه په ځینو ایالتونو کې “د ګنډیري ګل میله” هم کېږي.
د دې ښایسته ګل لولکۍ (بورا) او شاتو مچۍ ځان ته راکاږي خو پکې د دوی د خوړلو څه نه وي. بیا هم د دغو مچیو د لارې د بوټي زردانه نورو ځایونو ته کډه کوي او نوي بوټي ترې راشنه شي. د ګنډېري تر اوسه ۴۰ قسمونه په نښه شوي دي چې د ځینو میوه او زړي د مارغانو خوښ وي.
سره له دې چې د ګنډیري بوټی د خپل زهرژن موادو لپاره بد نوم لري خو که د دې یوه پاڼه یا زړې یو لوی کس وخوري نو وژل نه کوي او نه پرې څوک ناروغه کېږي. بیا هم د ماشومانو لپاره د دې خوړل خطر لري.
د هند په تامل ناډو کې د ګنډیري یو قسم “کنېرو” نومېږي چې د الوچی په شان میوه او پکې څو لوی ګټکي وي. پخوا به کلیوالو کې د ځان وژلو لپاره دغه ګټکي وخوړل. بیا د خیټې درد او د وینې په کانګو به يې ساه ورکړه.
په یخو ملکونو کې ګنډیری د شیشې په خونو کې را شنه کېږي او په اوړي کې يې بازار کې خرڅوي. د ژمي د راتلو نه وړاندې که د ګنډیري څانګی پرې شی نو بل کال ته يې ګل ښه وي. دا د سور، زیړ او ګلابي رنګونو نه علاوه اوس په خاورین، سپین او مسین رنګونو کې هم موندل کېږي. یو ډول يې د ګلاب په شان غټ ګل او مست خوشبویی لري. لیشتیان ډول يې له زمکې ۱۰ سینټي میټر لوړ وي. د میډیټرینیا چاپېره ملکونو کې دا له اپریل تر اکتوبر او ګل يې په اوړی کې سمسور وي. په امریکه کې د سرطان د ناروغۍ درمل لپاره په ګنډیري هم تجربې وشوې خو څه نتیجه يې نه ده ورکړې.
د ګنډیري په پاڼو کې یو ذهرژن مواد له کبله، کروند ګر خپل څاروي ترې لیرې ساتي. دا یو سلیخ وي چې د پیشوګو او چینجو خوښ وي. خو که د انسان پوټکي سره ولګي نو خارښت او سوزش پیدا کوي.
د پښتو یوه پخوانۍ سندره ده چې،
ګنډېري ګله-
زه به دې جیب کې ګرځوومه، ګنډېري ګله
څرګنده نه ده چې دا ګل يې خوشبویی لپاره جیب کې ساتلو او که د ځان وژلو لپاره.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *