بار رباط

?????????????


اوسنی باراباد یا بحراباد په اصل کې “بار رباط” او د تجارتي قافلو په لار د دمې ځای و. رباط هغه سرای ته وایی چې چاپېره ترې کلا تاو وه او د خلکو د استوګن لپاره کوټې جوړې وې. دغسې رباطونه د انګریزانو تر وخت هم پاتې وو.
په ننګرهار کې باررباط د ګندهارا سبک د یو بودایی سټوپا لپاره مشهور و. د کشان دورې دا سټوپا د کابل سیند نه ۸۰۰ میټر لیرې په یوې غونډۍ جوړه وه. شا و خوا ۲۰۰۰ کاله پخوا د سیند نه یو کانال دغه سټوپې ته د اوبو رسولو لپاره وکیندل شو. په دط کې یو ډول سیمتي مواد کارول شوي وو او په ځینو ځایونو کې د اوبو د تیرولو لپاره د غر تیږه يې هم توږلې وه.
د بار رباط سټوپا په ۱۹ پېړۍ کې برطانوي پلتونکو رابرسیره کړه چې په جنوب کې يې د دویمې پېړۍ بودایی خانقاه جوړ و. په ۲۰ پېړۍ کې دا د جرمني “هونینبرګر” له خوا دلته کیندنې وشوې. سپړدل شوي سټوپا په منځ کې یو درز کې د تیږې مرتبان پروت و چې پکې ایری او د شیشې ټوټې وې. باور کېدو چې دا سټوپا د بودایانو د یو روحاني شخصیت په ویاړ جوړه وه. د سټوپې په جنوب کې د معتبرو خلکو یوه لرغونې هدیره هم وه چې د بار رباط سپیڅلتیا يې په ګوته کوله. د دې په لویدیځ کې د یوې تپې په لار “سرچم” نومې د وړو شګلنو تیږو شتون ښایی چې ځایی خلکو د خانقاه او سټوپا د جوړښت لپاره هلته نه تیږې وړلې.
لرغونپوهانو د ګندهارا سټوپې، اوله او دویمه درجه (کیټګري) وېشلي دي چې د تعمیري مواد او جوړښت په سټایل پیژندل کېږي. د بار رباط سټوپا په دویمه درجه کې حساب شوه. کشان شاهانو د بودایی دین سرپرستي کوله او د ننګرهارځای واکمن هم بودایان وو. د رباط له نوم اټکل کېږي چې تجارتي قافلو خلک به هم ورته تلل او نذر یا منښتې به يې وړلې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *