بابر


د بونیر “توتالۍ” کلي په شمال لویدیځ کې “بابر ډنډ” او “مغل ګټ” ځایونه په ۱۶ پېړۍ کې د بابرباچا د حملو داستان وایی.
ظهیرالدین محمد بابر په ۱۴۸۳م کې د فرغانې تیموري حاکم عمرشیخ مرزا کره وزیږېدو. مور به ورته بابر(زمری) ویل. دی د ۱۱ کالو و چې پلاريې مړ شو. ترونو او ماماګانو د بد نیت له کبله دی د خپل قام او ټبر د ۳۰۰ کسانو سره په دشتو کې ژوند ته اړ شو. په ۱۵۰۱ م کې د ده کشرتره او د کابل حاکم الغ بیګ (دویم) مړ شو نو د ده ماشوم زوی د حکومت جوګه نه و. بابر د موقع نه په ګټه اخیستو، د الغ بیګ لور په نکاح کړه او د افغانستان د خاورې لویه برخه يې ونیوله.
ده به خپل یادښتونه لیکل خو د یوې او بلې پیښې ترمنځ وقفه په لیکلي تاریخ کې ګډ وډي پیدا کره. په ۱۵۰۵م کې بابر د هند خزانو ته پام شو او لیکي چې “د دریا خان زوی یارحسین د بهیره نه ما ته راغلو او په هندوستان د حملې بلنه يې راکړه.” ښایی په ۱۵۰۸م کې هغه د خیبر درې نه ور اخوا څو ورځې جمرود کې پړاو وکړو. دلته د بګرام ” کورک تیري” لیدو ته ورغلو. دا د پیښور په لویدیځ کې د یخو اوبو چینه ده چې “ګورک ډیګي” نومېږي. دا شا و خوا ۲۰۰۰ کالو نه د پیښور ګورک نات په نوم شهرت لري چې د برهمن جوګیانو د عقیدی مشر و. بابر د زاړه ښار په منځ کې د ګورکهنات مندر ولیدو چې خلکو پکې د منښتې (نذر) لپاره ويښته پريکول. د پیپل هغه ونه يې هم ولیده چې د ده په اند ۵۰۰ کاله زړه وه.
په پیښور کې بابر د خپلو امیرانو نه مشوره وغوښته نو چغانیان کوهاټ ته د تلو صلاح ورکړه ځکه هلته ډېر مال تر لاسه کیدای شو. د بابر لښکر “باران دریا” ( باړه) نه وراخوا په “محمد شیخ داماني” کې ایسار شو چې اوس “شیخ مامدي” نومېږي. وای چې “دلته “کاکیاني” (کاکړ) پښتانه اباد وو. د دوی دوو مشرانو یحیی خان او خسرو وړاندې تلو لپاره ورته لاره وښودله. د کوهاټ په حمله کی مغل پوځ د بنګښو څاروي چورکړل خو د مغلو د توقع خلاف هلته نور څه نه وو. په کوهاټ کې یار حسین بابر ته خواست وکړو چې که هغه د دلزاک، یوسفزو او د کاکیاني قامونو حاکم شو نو دی به تراباسین د بابر بیرغ ورپوي. بابر ورله دا فرمان ورکړو او پخپله هنګو ته روان شو. یوې تنګې دری کې قبایلو پرې حمله وکړه. مغلو دا پښتانه په یو غونډۍ راګیر کړل، د دوی شا خوا ۱۵۰ کسان يې ووژل او نور قیدیان شو. بابر وایی چې لاس تړلي کسانو په خله کې واښه ونیول او خپله ماتې يې ومنله. خو بیا هم هغه د ټولو قیدیانو سرونه پریکړل او بیا د انساني سرونو د منارو جوړولو لړۍ پېل شوه. د هنګو په کلا کې د سوونو کسانو د وژلو وروسته د بنو غرونو ته لاړو. وایی چې هلته، ” بهرنيو (ابادکار) “کرانی- کیونی- سور-عیسی خیل او نیازي” ورته مورچۍ نیولې وې. د هغوی د مقابلې لپاره، جهانګیر مرزا لاړو او د سوونو خلکو سرونه يې بابر ته راوړل. د کیونی قام مشر شادی خان په خله کې واښه نیولی بابر ته حاضر شو نو هغه ته يې قیدیان بیرته ورکړل.
بابرد ټل په لارعیساخیلو ته ورسیدو چې هلته خلک تښتیدلي وو. خو ځینو د شپې د مغلو په کیمپ حمله وکړه. وړاندی یوه لویه دشته وه او یو وچ خوړ کې مغلو د زمکې په کیندلو اوبه را وویستلی. په ټوله لار د بابر پوځ کلي لوټل او د خپل پوځ د خوراک لپاره څاروي حلالول. اخر سلیمان غر او بیا اباسین (ډیره اسمعیل خان) ته ورسیدل. دلته هم د بابر پوځ د وژلو او چور سلسله جاري وساتله. وایی “زما هر پوځي سره ۳ او ۴ غواګانې شوی خو دوی هغه له ځانه سره نه شو وړلې نو هم هلته مو پریښودل.”
د سلیمان غر په لمنه کې د یو پیر زیارت و چې بابر وایی، “د هند خلک يې ډېر درناوی کوي. زما څو سپایانو د منجاور سره خله ووهله نو په هغوی کې مې یو کس ووژلو او د هغه بدن مې ټوټې کړو چې نورو ته عبرت وي.” له هغه ځای بابر د ډېرو مشکلاتو نه وروسته کابل ته ورسیدو چې ممکن د کرمې نه غزني په لار تللې وي.
د ۱۴۱۹م د جنوري په ۷ (۵ محرم) بابر د باجوړ په کلا سهار وختي حمله وکړه. دی د ناوګۍ نه هلته ورغلې و. خلکو ورسره سخته مقابله وکړه او سوونو کسان ووژل شول. بابر د خپل بري جشن ونمانځلو، د کلا خزانه چور او د مړو د سرونو مینار جوړ شو. څوارلس ورځې وروسته بابر د پنجکوړې سیند پرغاړه کیمپ ولګوو. د محرم په ۲۳ د هغه یو امیرهندو بيګ په چاپېره کلیو یرغل وکړو چې خلک يې غرونو ته تښتیدلي وو. د هغوی څاروي او خومبی لوټ شوی. په چکدره کې بابر د یوسفزو مشر احمد خان ته پیغام ورواستاو چې ده سره ملاقات ته راشي خو هغه په خپل ځای ملک شاه منصور “مونډه” ته ورواستاو. بابر لیکي چې “د يوسفزو ولس خپلولو لپاره مې د ملک شاه منصور لور وغوښته چې زما خیر خواه و.” شاه منصور ورته د اپیموخونده ور”کشته” یا معجون “راوړل چې کجاي (کیمال) هم ورته وایی. د اپیمو او ګورې نه جوړ دا خواږه، کلک وي. بابر لیکي، “کنډکی مې درې ټوټې کړو، یوه مې پخپله وخوړه، بله ګدای تغای او دریمه مې عبدالله کتابدار ته ورکړه. دومره يې نشه کړم چې د ماښام د لمانځه په وخت بيګان د جرګې لپاره راغلل نو زه ورته د تلو نه وم.”
شاه منصور د بابر شرایط وومنل او بابر خپل استاځي د یو تورې سره ورواستول چې ” سواره” راولي. دی څو ورځې هلته ایسار و او د شرابو محفلونه يې جوړول چې په یو کې د سوات سلطان علاءالدين هم ګډون وکړو. د محرم په ۲۸ د شاه منصور ورور طاوس خان خپله ورېره بي بي مبارکه د بابر د تورې سره چکدرې په لار باجوړ کلا ته وروستله. بابر منگلور ته د تلو لپاره په “تالاش” تېرشو. هلته یو غر اوس هم “بابر سر” نومېږي. د تالاش په “کاټکله” کې د يوې چينې په غاړه دوه نختر د ليرې نه يوه ونه ښکارېدل. بابر د دغې ونې د بېخه ويستلو او کابل ته د وړلو امر وکړو چې هلته خپل باغ کې يې ولګوي. مشاورو ورته وويل چې د دومره زړې ونې ویستل ګران کار و او بله دا چې ترهغې به ونه مړه شي. بابر په دغه ونې یو وار کې دوه غشي وويشتل چې څو کاله په هغه نختر خښ وو. په هغه لاره تیریدونکو، که لینده يې لرله نو یوغشي به يې پرې ويشتلو ان تردې چې هغه ونه يې ووژله.
د یوسفزو او د سوات سلطان د ملګرتیا نه وروسته بابر په دلزاک پښتنو پریوتو، د یو څو سردارانو سرونه يې پریکړل. دی څه موده په کاټلنګ کې ایسار و. د ستړو ځای شهباز ګړهه چې د اشوکا دبر لیکونو لپاره مشهوره ده او یو وخت بابر هلته سیل له ورغلو. د غونډۍ په سر زیارت و او دی لیکي “دغه قلندر شهباز په تیرو ۳۰-۴۰ کلونو کې ډېر یوسفزي او دلزاک بې لارې کړي دي.” هغه د دې د ورانولو امر وکړو.
په ۱۵۲۰م کې بابر په بهیره حمله وکړه خلک يې ووژل او بیا سیالکوټ ته ورغلو. د پنجاب حاکم دولت خان لودي په پښتونخوا کې د بابر په حملو سترګې پټې کړې وې ځکه هغه سره يې ملګرتیا وه او بابر يې خپل دیني ورور بللو. دولت خان به ورته هندي سوغاتونه او بابر تازی اسونه ورلیږل. په ډېلي کې سلطان ابراهیم لودي د دولت خان دوه زامن ووژل نو هغه بابر ته پیغام واستاو چې ما سره ۴۰ زره سپاره دي او غواړم چې دغه ابراهیم ورک کړم. بیا په ۱۵۲۶م کې بابر په پینځم ځلې هند ته لښکر یوړو. د پاني پت په میدان کې د پښتنو په مرسته پښتانه مات کړل او د ډېلي پر تخت کیناستو.

سرچينې.
۱. تزک بابري(اردو ژباړه) رشید اختر ندوی.سنګ میل خپرونی. ۱۹۹۹م.
۲. د ۱۶ پېړۍ یو سلطنت جوړونکی. ظهیر الدین بابر. ایل-ایف رشبروک ویلیمز.۱۹۱۸م. ډیجیټل کتابونه.
۳. ملاکنډ د تاريخ په رڼا کې. مېجر (ر) محمد نواز خان. ژباړه شهباز محمد. شعېب سنز. خپروونکي او پلورونکي. منگوره . سوات. ۲۰۱۰ م . ۲۹، ۳۰ مخونه.
۴.آینه بنګښ و تیراه. عبد الحلیم خان.۱۹۴۹م ۲۰۹ او ۲۱۰ مخ
۴.بونیر خدوخیل- تاریخي، تحقیقي او ثقافتي جایزه. حیدر علي اخوندخیل. ګرافکس ورک. ۲۰۰۸م. ۴۱ مخ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.