د کړکۍ شیشې سره له ډېره وخته کړپ کړوپ روان وو. پرده مې راښکله نو یو شین طوطي یو خوا او بل خوا تلو راتلو. ما ښه شیبه ورته کتل او د ماشومتوب پیښه مې په زړه شوه. یو ځل ترور کره پنجره کې بند شین طوطي ته مې ډوډۍ ورکوله نو د ګوتې غوښه يې رانه یوړه. په کتابونو کې مې ” طوطا چشم” محاوره لوستله او باور مې کیدو چې طوطیان وفا نه لري.
په پیښور کې زما کوټه د کور بره برخه کې او د دې کړکۍ شیشې شنې دي چې بهر خوا يې هندارو په شان ده. طوطي د کړکۍ نه والوتلو او مخامخ د کیکر په لوړه څانګه کیناستو. ماځیګر باغبان راته وویل چې طوطیان د نمر پرست ګلونو زړي په شوق خوري. ما د وچې میوې د ټوکرۍ نه دغه زړي، شین مرچکی او د ډوډۍ خخوسکي د خپلط کوټې کړکۍ په فریم کیښودل.
ورځ مې بهر تېره کړه او ماځیګر کړکۍ مې بندوله نو هغه شین مرچ او ډوډۍ خوړل شوی وو. په بل سهار له کوټې بهر کش کړپ مې واوریدل. شاترینی صفایی کوله او پخوا له دې چې هغې زه له کوټې شړلی وای، زه د خپل ټیلیفون سره په ګیلري کې کیناستم. د مارغانو په چغار مې مخامخ دنګې ونې ته پام شو. په یوه څانګه هم هغه طوطي ناست اخوا دیخوا يې کتل. ما د ټیلیفون په کیمره د هغه څو تصویرونه واخیستل. د ناشتې نه وروسته مې په کړکۍ کې د شین مرچ، ګازر او مڼې د ټوټو سره د جوارو او غنمو ډوډۍ خخوسکي کیښودل.
ټوله ورځ ښکته د میلمنو سره مصروف وم او ماښام چې راغلم نو د کړکۍ نه د جوارو خخوسکي او یو شین مرچ خوړل شوي وو. په بله ورځ بهر تګ نه وړاندې طوطي ته مې خوراک کیښودو. غرمه چې بیرته راغلم نو په کړکۍ کې شین مرچ نه و خو ډوډۍ پاتې وه او طوطي مخامخ د ونو په څانګو کې پټ پټوڼې کولې. ما رڼا بنده کړه او د پردې نه وراخوا په یو کرسۍ د خپل کتاب سره په انتظار کیناستم. کیمره مې تیاره کړه او ډېر وخت وروسته طوطي په کړکې کیناستو. د ډوډۍ خخوسکی يې په پنجه کې ونیولو او خوراک يې شروع کړو. ما ورته کیمره برابره کړه چې ناڅاپه ټیلیفون وغږیدو او طوطي والوتلو. ماځیګر یوه ملګرې مې راغله نو کور کې هیڅوک نه وو. موږ کیسې کولې چې د دروازې ټلۍ وغږیده. زه ګیټ ته لاړم، وړه دروازه مې لږ پرانسته نو مخامخ د اتو یا نهو کالو هلک ولاړ و. په غرنۍ پښتو کې لګیا شو، ” ترورې، ای میږ طوطي تاسو کره لوړ درغلای دی، ای تاسو په کړکۍ ناست دی، زه به يې ونیسم.” ما لا جواب نه و ورکړی چې ده وویل، ” لاس له کړکۍ وباسه او دا راته ونیسه.” ما د ده په لهجه غور کاو چې بیا يې وویل، “ای طوطي ما دی، کوچیان یو.” د ماشوم په سادګي خندا راغله. ورته مې وویل چې طوطي ځنګلي دی او څوک يې نشي نیولی. هغه ټینګ شو.، ” پو درې نیم زره روپۍ شوی دی، ای میږ دی.” ورته مې وویل، ” که ستاسو دی نو دانه ورته کېږدئ چې درشي.” دروازه مې بنده او ملګری ته مې خبره وکړه. هغې ویل، دوی به يې په بازار کې د خرڅولو لپاره نیسي. بیا ډېر وخت د خپلې ټولنې په اخلاقو مو تبصره کوله.
په بله ورځ زه کور کې نه وم نو هغه هلک بیا راغلی و او شا ترینې زما د کوټې کړکۍ نه ورته د طوطي د نیولو کوشش هم وکړو خو کامیابه نشوه. باغبان د ونې په څانګه ناست په طوطي د څادر غوړولو په هڅه کې غوځار شوی و. زه په قهر د پخلنځي شا ته برنډې کې ودریدم او ټولو ته مې یو اوږد لیکچر ورکړو چې “مارغان پخپل حال پریږدئ. دغه ځنګلي طوطي خوشاله ګرځي، تاسو يې ولې په پنجره کې قید کول غواړئ؟” په بل سهار د طوطي په چغار مې پرده لیرې کړه نو هغه په کړکۍ ناست یو خوا بل خوا سکیدو. د جالۍ دروازه مې مخې ته نه وه او ښه شیبه مې ورته کتل. بیا د شیشې شا ته نه مې یو څو تصویرونه واخیستل. په فریم پروت جواراو شین مرچ يې وخوړل او والوتلو. بیا داسې شوه چې طوطي به ټوله ورځ کله کړکۍ او کله مخامخ د ونې په څانګو ناست و. څو ځلې د ګاونډیانو پیشو د ونې سره جوخت دېوال ورته مورچه نیولې وه. ما له کړکۍ دا څارله خو طوطي به د دې ټوپ نه وړاندې چټک والوتو.
یوه ورځ بازار ته سودا لپاره لاړم نو په “پیشتخره چوک” کې مې د خاورو لوښي ولیدل. یو خاورین کدو او د اوبو خانک مې واخیستل. باغبان ته مې وویل چې کدو ډوله لوښی په یوه دنګه ونه کې ځوړند کړه چې مارغان پکې اګۍ اچوي. د اوبو خانک مو په دېوال کیښودو. باغبان راته د “نرکل” معلومات هم راکړل چې د طوطیانو د نیولو لپاره يې خلک کاروي. دا د اوسپنې یو پایپ وي او کله چې طوطي ورباندې کېني نو دا زمکې ته تاو شي. طوطي ورسره ځوړند وي او خپلې پنجې له ویرې نه خلاصوي. څومره دوکه چې انسان نور مخلوق ته ورکوي د هغې حد نشته.
بیا طوطي ورک شو خو ما به هره ورځ ورته تازه د جوارو ډوډۍ او شین مرچ ایښودل. ټولو راته د “طوطا چشم” خبره کوله. یو میلمه خو دا شعر هم وویلو چې
تا خو د طوطي په شانې سترګې کړې بدلې
زه دې لا تر اوسه فدا ستا په اداګانو یم
زما شک و چې ممکن چا نیولی وي او یا به پیشو خوړلې وي. که دغو ظالمانو د نیولو پسې يې نه وای اخستی نو دا به نه تښتیدای. یوه ورځ په کړکۍ ټک ټک وشو او چې پرده مې راښکله نوهلته دوه طوطيان ناست وو. ټولو توکې کولې چې هغه واده له تللې و. دوی ټوله ورځ خوشاله الوتل او ترماځیګر کړکۍ کې هر څه خوړل شوي وو. له دې وروسته طوطيان چا و نه لیدل او ما ته یوه خبره ثابته شوه چې یو ځناور هم بې وفا نه دی او انسان ته طوطا چشم ویل د طوطي سپکاوی دی.