چارباغ


د چارباغ په نوم د ګندهارا دوه ځایونه اوس هم شته. یوچارباغ په سوات او بل په ننګرهار ولايت کې دی. د ننګرهار چارباغ له ښاره یو میل جنوب کی د ټیټو غونډیو یوه جوپه د ګندهارا بودایی تمدن نښې لرلې.
بودایی دین دوه نیم زره کاله پخوا له نېپال بهار ته خپور شو. په ۲۶۳ ق م کې د موریه سلطنت باچا اشوکا په رسمي توګه بودای دین وومنلو. د هغه واک د بنګال او سری لنکا نه واخلی تر کندهار او کابل غځیدلې و. د نړۍ لومړی بودایی سټوپا د اشوکا له خوا په “سانچي” مدهیه پردیش کې جوړه کړې شوه چې د بودا هډوکي (یا ایره) پکې ساتل شوی وه. په ۱۸ پېړۍ کې هند ته د انګریز د راتګ سره په دغو سټوپو او بودایی کنډوالو پلټنې پېل شوې. د ۱۹ میلادي پېړۍ په وروستیو کې یو انګریز چارلس مېسن چې له خپل پوځ افغانستان ته تښتیدلی و، هلته د بودایی نښو خبر يې لرغون پوهانو ته ورکړو. هم هغه وخت دا ځایونه په ترتیب وسپړدل شو.
په چارباغ کې دوی ۶ سټوپې او د ۱۲ شا و خوا هدیری ولیدل چې د مصر د اهرام په شکل وو. دا سټوپی یو کلومیټر زمکه کې خواره، د یو بل نه جلا او هر یو یې ۱۰۸ فټ دایره کې جوړ و. د دوی په منځ کې ځینې لارې دومره تنګې وې چې په خړپوسو ورته خلک ورننوتلې شو. ځینې پکې ډېر پراخ خو د ښایست لپاره پرې نور څه نه وو جوړ. د چارباغ لومړۍ سټوپا مخ په لویدیځ او رژیدلې وه چې د شمال خوا نه وسپړدل شوه. ورسره جوخت یوه څلور ګوټیزه دکانچه هم وه. د سټوپې په منځ کې د ایرو او سکارو یوه لویه ډېرۍ وه چې د مړو د سېزلو امکان يې په ګوته کوو. د لرغونپوهانو لپاره دا په زړه پوری وه ځکه په سټوپا کې د مړي ایره به بهر نه راوړل کیده چې په یو مرتبان یا وړوکي جعبه کې به يې د سټوپا په دریم پوړ کې ایښودل. په سټوپا کې دننه د مړو سیزل یو عجیبه کار و. د افغانستان بودایان د “ماهایانه” عقیدی خلک وو خو وروسته پکې یوه نوی فرقه ” مهاسنګیکا” جوړه شوه. د سټوپې د ایرو په لیرې کولو پلټونکي د دې بیخ ته ورښکته شول خو هلته څه نه وو. د چارباغ دویمه او دریمه سټوپا پخوا وختونو کې د بره نه سپړدل شوی او تبرکات ترې غلا شوي وو. ددې بنسټ د غر په تیږو جوړ و چې یو بل د پاسه ایښودل شوي وو او نور څه يې نه لرل.
د څلورمې سټوپا په منځ کې د پاک شوي سپینې او مهینې خاوری یوه ډېرۍ وه. د دې په ګومبده کې د تبرکاتو لپاره لټون وشو نو د تیږې یو مرتبان کې د سرو زرو یو وړوکی سلنډر (جعبه) چې سر يې نه و، پروت و. ورسره ۲۸ د مسو سکې د هندی ساکایی وختونو نه پاتې وې چې یوناني ژبه کې د هندي توري ” راو نانا” او ” راو کنیرکا” پرې کښلی و. “راو” د هند په ډېرو ژبو کې ” راجا” ته وایی. هم دغسې ” نانا” د کشان دور اسطوره وه چې دوی يې عبادت کوو. خو دا توری د “مشر” لپاره هم کاریدو. د دې سټوپې سره په تیږه کې یوه تنګه لار وه چې بل سر يې نشو موندل کیدای.
پینځمه سټوپا رژیدلې او د هغه سړک سره نزدې وه چې په ۱۸۳۳م کې جلال اباد نه تیرېدو. د دې په منځ کې یو څلور ګوټیزه خونه وه چې پخوا سپړدل شوی او تبرکات يې نه لرل. د سټوپا په بیخ کې د تیږې یو وړوکی مرتبان، پکې لږ ایری- هډوکې او د یو ځناور (ممکن اوښ) غاښ پروت و. ورسره د مو کډفایسس (کشان باچا) د وخت مسینه سکه هم وه. د څلورو نورو سټوپو په پرتله د ۵ او ۶ سټوپې مخه ختیځ ته وه چې ممکن د مو کډفایسس د تبرکاتو له کبله له نورو زیات سپیڅلی وو. د دواړو تر منځ شا و خوا ۵۰۰ ګز فاصله وه. د شپږمې سټوپې په بیخ کې هم د تیږې مرتبان او پکې سلنډر پروت و چې د سرو زرو پوښ يې لرلو خو د معمولي ایرو نه علاوه پکې څه نه وو.
د چار باغ د اهرام په شکل ۱۲ هدیرو سره پروفيسر ميزونو د څو خانقاو نښي هم وموندلې. د څلورمې سټوپې په جنوب کی ۴۰-۵۰ ميټر لوړ د يو خانقاه کنډوالې رابرسیره شوې. دلته د راهبانو کوټې وې چې په خټینو ديوالونو کی د ډیوو لپاره طاقچې جوړې وې. د چارباغ غونډۍ سره نږدې د خانقاو شتون، په ګوته کوي چې دلته یوه مهمه ويهارا (عبادت ځای) جوړه وه چې چاپيره ترې يو ښار اباد شو. د پروفیسر میزونو اندازه دا وه چې هم دغه ځای “نګر ویهارا” و چې وروسته ننګرهار شو. خو نور پوهان پرې شکمن دي ځکه جوړښتونه يې ټیټ کیفیت لري. دا د کشان وروستیو واکمنو چې دریم یا څلورم پېړۍ کې حاکم وو، د وخت نه پاتې دي. د چار باغ او د درونټی د سټوپې د دوو بیلو حاکمو کورنیو له خوا جوړ شوي ښکاري چې د یو بل نه بیله عقیده يې لرله. د درونټې په سکو د “هرکولیس” یوناني اسطوره ده چې د ځینو پوهانو په اند برهمني ” بالارام” هم کیدایشي ځکه هغه وخت د هند کلچر دلته ډېر اغیز شیندلې و. برعکس د چار باغ په سکو لمر او سپوږمۍ کښلي دي چې د لرغوني پارس او ساکایانو عقیده څرګندوي. دلته موندل شوي سکې د کابل د سکو په شان ښکاري خو په کیفیت کې له هغوی ټیټ دي.
چینایی راهب خوانزانګ چې په ۷ پېړۍ کې ننګرهار ته ورغلې و، دا ” ناکيلوهو” په نوم یادوي چې په سانسکرت چینایی املا کې ” ننگ گولوهولو” دی. دی لیکي چې دا د سیند پرغاړه اباد و. د ختيځ نه لويديځ ته ۶۰۰ لي (۱۰۰ميله) اوږد او شمال جنوب کی۲۵۰ لي ( ۴۲ ميله) پراخ و. ځاي خلکو پخوانی ښار “اجونا ” بللو چې د پالي ژبې “اجانا” او د سانسکرت “اوديانه” (باغ) دی. دا د سوات پخوانې نوم هم و. د هند ځيني څېړونکي “اوديانا پوره” اوسنی چارباغ ګڼي.
سر چینی
۱.آریانا اینټیکوا. د افغانستان د لرغونو توکو او سکو تفصیل. ایچ. ایچ ولسن. (۱۸۴۱م) د سنګ میل لاهور بیا چاپ ۲۰۰۲م. ۱۰۰- ۱۰۴- ۳۵۸-مخ
۲. په افغانستان کې د بودیزم تاریخ. پروفیسر سي- ایس- اوپاسک. د تبت د لوړو مطالعو مرکزي اداره. سرنات. بنارس. ۱۹۹۰م. ۵۳مخ
۳.د هند لرغونی جغرافیه- الیګزانډر کننګهم. (لومړی چاپ.۱۸۷۱م) ۱۹۹۴م .

Leave a Reply

Your email address will not be published.