د سوات اوپاله


ډېر پخوا زمانه کې د سوات یو راجا “اوپالا” نومیدو. د ده نیکه جادوګر او طلسم ورته په میراث کې پاتې و. دی ډېر زوره ور و چې د خپل جادو په زور به د سوات په دوره د لرګي په “پالکۍ” کې هوا کې الوتلو. داسې روایت و چې د هغه نیکه یوه اسطوره “کپل” په خپله قبضه کې ساتلې وه چې نیم وجود يې د ښځې او نیم د اژدها و. دغه اسطورې به په سوات حکومت کوو او خلکو باور لرلو چې که هغه خوشاله وي نو دوی به په ارام اوسېږي. که هغه ناراضه شوه نو خپل وجود به دومره وپړسوي چې د سوات په سیند بند جوړ کړي او بیا په ټولې دنیا کې سیلاب راشي. دوی خبر وو چې “اوپاله” د هغې اسطورې نه توان اخلي او که هغه خفه شو نو هم هغسې سوات به په سیلاب کې لاهو شي. راجا د خلکو سره ښه چلند نه کاو. یو وخت د ده وزیر د راجا خلاف بغاوت وکړو نو هغه ورځ سوات کې زلزله راغله او د خلکو کورونه ړنګ شول. ټول ولس په وېره شو او فکر يې کوو چې د باچا په قهر زلزله راغلې وه. دا خبر خپور شو چې که چا د راجا خلاف ګام پورته کړو نو دا به ټولو ته زیان من وي.
په هغه ورځ بره سوات کې یو جوګي چې “پدماني” يې نوم و، د باچا د ظلم نه خبر شو. هغه بریکوټ کې د راجا محل ته روان شو. د ده په لاس کې یوه امسا وه او جامې يې زړې او وراسته وو. کله چې دی د محل دروازې ته ورسیدو نو د محافظ نه يې دننه ورتلو اجازه وغوښته. هغه ترې پوښتنه وکړه چې ته چا سره لیدل غواړې. جوګي ورته وویل چې زه د ډېر لیرې نه راغلې یم او ستا راجا سره لیدل غواړم، ده ته خبر ورکړه. راجا ته يې د جوګي خبر یوړو نو هغه امر وکړو چې دغه سری دې ورته حاضر کړې شي. کله چې جوګي د باچا مخې ته حاضر شو نو هغه ترې د راتلو سبب وپوښتلو. پدماني ورته وویل زه ستا د ظلم له کبله دلته راغلم. راجا ته په ژوند کې داسې خبره چا نه وه کړې. دا د هغه سپکاوی و او جوګي ته يې وویل چې ته خبر يې چې زما په قبضه کې څومره لوی قوت دی. اوس وخت کې یو جادوګر هم زما مقابله نشي کولې. پدماني ورته وویل، ستا په قبضه کې چې کوم ځواک دی هغه راته وښایه.
راجا خپلې سترګې پټې کړې او د سترګو په رپ کې هم هغسې په ناستی د زمکې نه بره په هوا کې شو. بیا يې جوګي ته وویل، اوس دې باور وشو چې زما په قبضه کې څومره لوی طاقت دی. جوګي ورته وویل چې تا دا توان له کومه اخیستی دی. راجا د ” کپل دیوي” نوم واخیستو نو جوګي ورته وویل چې زما په قبضه کې د کپل په شان ډېرې اسطورې دي. باچا ورته په قهر وویل چې که دا ریښتیا وي نو راته ثابت کړه. جوګي د راجا په سترګو کې وکتل او یو منتر يې وویلو. بیا يې ورباندې “چف” وکړل. ټول محافظان هیښ او په لړزان وو. د راجا مخ لومړی سور بیا نیلا او اخر کې د مړو په شان زیړ شو. په لږ وخت کې راجا او د ده د محل ټول خلک په تیږو واوختل.
وایی چې په بریکوټ کې اوس هم په یوې زړې کلا کې دننه دغه تیږې شته دی.
“د سوات کی لوک کهانیان- عنایت الرحمن. پښتو اکیډمي پیښور- ۱۹۹۳.

Leave a Reply

Your email address will not be published.