کامریډ او همدرد


د ۱۹۱۰ په پای کې یو ځوان په کلکته کې د خپل وکیل ملګري سره د یو اخبار خپرولو تابیا کوي. د ده په جیب کې هغه وخت دوه نیمې روپۍ خو عزم يې لوړ دی.
دغه ځوان محمدعلی جوهر په ۱۸۷۸م کې د رامپور یوې پښتنې کورنۍ کې زیږېدلې و. په علیګړه او اکسفورډ پوهنتون کې د لوړو زدکړو نه وروسته په رامپوراو بړوده ریاستونو کې نوکرۍ پریښودې او اخبار چاپولو ته يې ملا وتړله. د ژورنالیزم ډګر د جوهر لپاره نوی نه و. په ۱۹۰۵م کې انګریزانو بنګال په دوو برخو (هندو او مسلمان) وویشلو محمد علی جوهر د دې خلاف په انګریزي کې مضامین لیکل چې په ټایمز-اوبزرور او مانچسټر ګارډین پاڼو کې خپریدل. خو په مصر، بلقان او ترکي کې د برطانیې په رول، جوهر خپل اخبار خپرولو ته مټې راونغښتې.
په ۱۴ جنوری ۱۹۱۱م کلکتې نه” دي کامریډ” اونیزې لومړۍ ګڼه خپره شوه. په ګران بیه کاغذ دغه اخبار کې زیات مضامین د محمد علي جوهر پخپل قلم کښل شوي وو. د مدیریت او لیکوالانو په ډله کې د هر مذهب او نسل خلک شامل وو. د اخبار په انتظامي ډله کې د مالي چارو لپاره یو انګریز و. په لږه موده کې د دې شمیره زرګونو ته واوخته. کامریډ د هندو او مسلمان د اتحاد پلوي کوله. د دې نه علاوه په نړۍ کې د مسلمانانو د ستونزو او جنګونو په اړه يې لیکنې کولې. دا به هره جمعه خپریدو او د هغه وخت هند وایسرای “لارډ هاردنګ” به ورته په انتظار و.
کله چې محمد علی جوهر په یو موضوع د لیکلو تکل وکړو نو کتابونه، مقالې او د اخبارونو پخوانۍ ګڼې به يې ورته راټولې کړې. په کټ به يې ډېرۍ کړل. یو سور رنګ پینسل به يې معلومات په نښه کول. د شپې به لیکلو ته کیناستو او د شنو چایو په څښلو خپل دلایل په نښه شويو کرښو مضمون کې وریاتول. په ډېرو وړو خبرو به يې لوی دلایل ورکول چې لوستونکو ته خپل پیغام ورسوي. د لیکلو په وخت یو داسې حالت به پرې راغلو چې تر څو يې مضمون نه و پوره کړې، په ارام به نه کیناستو. په دوو پاڼو به د ده په قلم طنز ګپ شپ” هم و چې انګریزانو به په خوند لوستل. اخر حالت دا شو چې مولانا جوهر به د “کامریډ والا” په لقب پیژندل کیدو. د کامریډ په نړۍ واله کچ لوستل کیدو او په ۷ بهرنو ملکونو کې هم خرڅ لپاره يې وراستولو.
برطانوي هند په ۱۹۱۲م کې خپل پایه تخت ډېلي ته یوړه نو ” دي کامریډ” هم د اکتوبر په ۱۲ له ډېلي خپرونې پېل کړې. په ۱۹۱۳م کې جوهر په اردو ژبه “همدرد” ورځپاڼه شروع کړه. “همدرد” یواځې اخبار نه، بلکه د هندي ژورنالیسټانو د روزنې لومری اکاډمي ګڼلې شي. محمد علی جوهر به نوي لیکوال ته موضوع او ورسره اړوند ۱۰ شا و خوا کتابونه د مطالعې لپاره ورکړل. بیا به يې هغه ته لار ښوونه وکړه، څو نوټونه به يې پخپل لاس ورته ولیکل. یوه اوونۍ وخت به يې ورله ورکړو چې مضمون تیار کړي. یو صحافي قاضی عبدالغفار چې “همدرد” سره يې کار پېل کړې و، وایی چې یو مضمون مې نیم ولیکلو او مولانا ته مې وښودلو چې خپل نظر راکړي. هغه زما د مسودې څو کرښې ولوستلې، تندی يې تریو کړو او وې ویل، “دا څه فضولیات (چټیات) دې راوړي دي. ما د خجالت او شرم سره د قهر احساس هم وکړو خو د هغه په لار ښوونه مې مضمون بیا ولیکلو. مولانا ټول مضمون د سر نه تر پای ولوستو، ترغاړه يې وویستم او ستاینه يې شروع کړه. بیا څو اوونۍ هر څوک چې به دفتر ته راتلل، زما د مضمون زکر به يې کوو چې لیکنه داسې وي.” قاضي عبد الغفار وروسته د همدرد مدیر شو.
د اردو ژبې په صحافت کې د همدرد لوی رول و. دا پاڼه په لومړي ځل د لاس په ځای ټوله به “ټایپ” کیده. د دې معیار د هند نورو اخبارونو نه لوړ و او پکې د نامتو شاعرانو شعر هم خپریدل. مولانا حالی، مولانا شبلی او علامه محمد اقبال د شعر نه علاوه د منشی پریم چند افسانې په لومړي ځل همدرد کې خپاره شول. د طنز او ټوکو په خپرولو هم ’’ ہمدرد‘‘ یو لوړ معیار وتاکلو چې وړاندې په اردو کې يې وجود نه لرلو.
په ۱۹۱۴م کې لومړۍ نړۍ وال جنګ ونښتو چې یو خوا جرمنی- هنګری او آسټریا او بل خوا برطانیه فرانسه او روس و. هغه وخت “لندن ټائمز” اخبار په یو مضمون ” د ترکي انتخاب” کې خبردارې ورکړو چې که هغه د جرمني ملاتړ وکړو نو انجام به يې ښه نه وي. مولانا محمد علی د دې مضمون جواب ورکول خپله دنده وګڼله. بیا ټوله شپه يې لیکل او “دی چوائس آف ټرکس” (د ترکانو انتخلب) تر سرخط لاندې یو اوږد مضمون ولیکلو چې څو اوونۍ پرله پسې خپریدو. په دې کې هغه د ترکانو په ضد د برطانیې غلطه پالیسي په ګوته کوله. خو ورسره ترکانو ته يې دا مشوره ورکوله چې د اتحادیانو سره یو کیدل به ورته ښه وي. د لندن پاڼو پخپلو لیکنو کې د دې مضمون ستاینه وکړه خو ترکی دوه میاشتی وروسته د جرمني په پلوي جنګ ته ورودانګل.
په ۲۶ ستمبر ۱۹۱۴م انګریز حکومت “دی کامریډ” او “همدرد” د بندولو، ورسره ۲ زره روپۍ جرمانه او د اخبار ټولې چاپ شوي ګڼې د ضبطولو امر جاري کړو. مولانا جوهر د دې فیصلې خلاف محکمې کې اپیل داخل کړو او د مقدمې مدافعې وکیل پخپله شو. په عدالت کې د جوهر قانونی دلایل اوریدو نه وروسته کله چې هغه بهر راووتلو نو وکیلانو ورته وویل کاشکه ته قانوني وکیل وای.
د همدرد روایت وروستو لیکوالانو هم وساتلو او ډېر څه يې په هغه معیار لیکل. خو ژورنالیزم د مولانا د ژوند هدف نه و او کامریډ يې د خپل سیاسي مبارزې یوه وسیله ګڼله. د جنګ نه وروسته هغه د ترکي عثماني خلافت د ساتلو لپاره پاڅون وکړو چې ” خلافت تحریک” په نوم شهرت لري. د انګریز خلاف د هند خلکو مبارزه شروع کړه او جوهر د خپل ورور مولانا شوکت علی سره په کراچي کې نظر بند شو.
د “علي برادران” له خوشې کیدو وروسته په ۱۹۲۴م کې کامریډ او همدرد د راجہ غلام حسین په مدیریت بیا خپریدل خو د ۲ کالو خپرونو نه وروسته بند شو. وروسته قاضي عبد الغفار د کلکتې نه ’’ جمہور‘‘ په نوم یوه اخبار پېل کړو. په ۱۹۳۷م کې د مولانا جوهر یو ملګري او بنګالي ژورنالیسټ مجیب الرحمن خان د کامریډ په درناوی یو بل کامریډ اخبار جاري کړو. د مولانا جوهر د لاس روزل شوي ژورنالیسټان وروسته د هند او پاکستان مشهور، هندي، اردو او انګریزي اخبارونو کې کار کوو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.