له سنده تر کوږک


هنری والټر بېلیو انګریز پوځي ډاکټر د ۱۸۷۱م په سپرلي کې د یو پوځي ډلې سره بلوچستان او بیا سیستان ته سفر وکړو. د دوی په قافله کې ۲۵۰وسله وال، د سورلي اسونه او په سامان بار په سوونو اوښان شامل وو. له جیکب اباد د کلات خان استاځی محمود خان او پیرجان مزاري د خپلو ۱۰ مریدانو سره ورسره بدرګه لاړل. د می په میاشت کې دوی د “دشت بېدر” نه په تیرېدو ماځیګر محال “برشوري” ته ورسیدل. دوی یو کوهې ولیدو چې اوبه يې وچې وې. هلته خبر شول چې په اوړي کې یو تود باد “جلو” د انساني بدن ټولې اوبه وزبیښي او د وچو خټو په شان په یوه ورځ کې مړ شي. په برشوري کې د جټانو ۸۰ شا و خوا کورونه او جوار يې کرلي وو. هلته په یو سیند کې چې هغه وخت د اوبو سطحه يې ټیټه وه، ۱۶ فټه ژورې کندې يې جوړې کړې وې. په اوړي کې د “ناري سیند” په سیلاب دا کندې ډکې شي. د ډاډړ او کاهان ترمنځ څو کلي هم دغسې په اوبو خړوبېږي.
یوه اوونۍ وړاندې، د ۱۲۰۰ اوښانو او ۱۸۰۰ کسانو یوه قافله چې برشوري ته راتله، د ډاډړ سره نږدې د سراوانو ریئساني مشر ملا محمد، چور کړې وه ځکه دی د کلات خان مخالف و. رئیساني د قافلې، ۱۵۰ اوښان د مال سره وړي او په چپاو کې يې ۶ -۷ کسان وژلي او ۱۴ ټپي پرېښی وو. په دوی کې ۸ زخمیان ډاکټر بېلیو ولیدل او لیکی چې ۶ يې د ټوپک په ډزو او ۲ په توره ټپیان شوی وو.
مخکښې سنجراني ته ۱۳ میله سفر کې د بلوڅو “کیکري” او “بوشکو” کلیو نه تېر شول. سنجرانی د ۲۰۰ کورونو لوی کلې و او هلته نه “کوټره” ته ۳۰ میله لار وه. ورپسې “ګونډاوا” “اودهانه” او “کوبیها” کلي وو چې د سندهې جټانو ۱۰۰ کورونه يې لرل. په دغو کلیو د ملا محمود او د الله دینه کرد په لمسون بروهیانو حمله کړې وه. هغوی د خپل دود خلاف په حمله کۍ د ښځو د سر څادرونه او د سړو پرګوتونه شوکولي وو. ګونډاوه د کچ پلازمېنه او کلا ترې چاپېره تاو ده. د دې په لویدیځ کې ۱۰ یا ۱۲ میله لیرې د نګاویټ غرونه وو چې پکې ۳ تنګیو”ټکري لاکه- سوکلیجي لاکه او نګاو لاکه قلات ته لاره کړې وه. لاکه په بلوڅي کې تنګۍ ته وایی.
بیا د ګاړو خوړ نه د “کوټره” څلورو کلیو ته ورسیدل چې یو ټبر يې د میر ” الطاف زي” په نوم او مشر يې د کلات خان و. د شکارپور او کلات ترمنځ د تجارتي قافلو د دمې ځای و. دا شنه باغونه د “چالته” سیند په اوبو خړوبېږي او تمبکو پکې فراوان کرلې شي.
د کوټره نه “پیرچته” ۹ میله لیرې و. په لاره د “میلو او مولهو” دوه خوړونو نه تېر شول. په ځینو ځایونو کې د بروهیانو کورونه خال خال ښکاریدل. لږ وړاندې د میر الطاف مقبره يې ولیده چې د کوټره د اوسني مشر میرخیر محمد خان تره و. دې ته نږدې یوه چینه وه خو ټوله زمکه يې مالګینه وه. دوی کوهاو، هټاچي او نار نه په تیرېدو د اوبو یو لرغونې بند ولیدو. دا بند ډېر په هنر جوړ شوي و او ځایی خلک ورته ” غوربند” (غځبند) وایی. دا د لرغونی ” ګبر” خلکو له خوا جوړ و چې د اور نمانځنه يې کوله.
مخکښې د غرونو زمکه پراخه او خال خال ونې پکې ښکاره شوې. دوی “غورو” نه تیر شول چې د اوبو ۴ کوهیان يې لرل. ۱۸ میله سفر نه وروسته د جنوري په ۱۶ نیټه دوی خضدار ته ورسیدل چې زهري براهویان پکې میشت وو. دلته یوه کلا جوړه وه او لوی کلي يې، ذېدی، کوراچي، وډ، بېلا او سونمیاني وو. د خضدار نه درې میله بهر په قلات کې د برطانيې سیاسي استاځې میجرهیریسن د دې ډلې هر کلې وکړو چې د سنده غیر رسمي پوځي سپاره ورسره وو.
کلات ته په لاره ونه یا بوټي نه وو او یوې کږې وږې تنګۍ نه را ووتل نو له لیرې ورته ” میري” ښکاره شوه. د ښار نه دوه میله وړاندې په خوارو جامو کې د مختلفو بلوڅ قامونو شا و خوا ۴۰ سپاره د دوی استقبال ته ولاړ وو. خان د ټبر، میر کرم او میر سید محمد الطافزی ددوی مشري کوله. په یو باغ کې د دوی د استوګنې لپاره څو کورونه تیارشوي وو. بېلیو لیکي، “کله چې مونږ د استوګنځي مخ ته د اسونو نه ښکته شو نو بره د کلا نه راته د ۱۱ توپو سلامي راکړې شوه. ماځیګر د خان میرخدایداد لیدو ته کلا ته ورغلو. د بازار نه ورته لاره تللې وه او هرې خوا ته ګډې وډې ودانۍ یو بل د پاسه جوړې وې. هر ځای مو خځلې او مرداري لیدله چې د خلکو بې غوري ترې څرګنده وه. د کلات چاپېره دېوال تاو دی او پکې ۳ نیم زره کورونه او څو بازارونه جوړ دي. د ژمي واورې پکې یخۍ شوې وې خو زمونږ استوګنځایونه ډېر ښه وو.”
په بله ورځ د کلات خان د دوی لیدو له ورغلو، دده ۷ کلن زوی میر محمد او ۲۳ کلن خوريې میرکرم هم ورسره مله وو. بیلیو وایی، ” میر خدایداد پخپله د ۳۵ کلونو ښکاري او نن مې د پرون نه زیات بدي شو ځکه عقل نه لري او خوشې بې مانا خبرې کوي. یو بد عادت يې دا دی چې د خبرو په وخت خله يې وازه نیولی، رډ رډ درته ګوري. د ده ۷۰ کلن وزیر ولي محمد نه علاوه نور ټول درباریان هم بیکاره دي.
د کلات ښار ډېر شین دی ځکه د څو چینو اوبه ورته راځي او نږدې ورته یو سیند هم بهېږي. د دې ځای ټول کروند ګر، “دېه وار” فارسي ژبه وايي او د افغانستان تاجکانو ته ورته دي. دلته بوړۍ (واښه) چې “اسپست” نومېږي، د څاروو لپاره ډېر کري او په کال کې ۵ یا ۶ ځلې حاصل راټولوي.
د کلات نه وراخوا، باغوانه، لوهګۍ، ذاوه، مغلي او توتک، جیون، لاکوریان، انجیره، خولک نخود، سراب، اذاخیل، ګندآغېن او روډینجو ټول د څاروو ورشوګانې دي او خال خال پکې کورونه ښکاري. په ژمي کې دلته څه نه وي خو په سپرلی کې هر څه شین وي او بروهي مینګل کوچیان پکې رمې څروي.
په ۲۵ جنوري ۱۸۷۲ م کې کلات ۲۶ میله شمال کې “منګوچار” ته روان شول. د دې لنډه لاره د بابا ولي په ذیارت ده چې د لغاني کوتل نه تیرېږي. خو دا د پوځ لپاره مناسبه نه وه نو ځکه د “ګیراني” په اوږده لاره لاړل. د مېلې نه وروسته د “کړچپ” غرونو سلسله وه. په ۳ ساعتو کې دوی د منډي حاجي کلي ته ورسېدل. هلته ۲۰ شا و خوا کورونه وو خو دوی پکې شپې له ایسار شول ځکه موسم خراب و.
د “خورد مستونګ” نه وروسته دوی د زیارت د لارې کارېزامان الله او ورپسې مستونګ ته روان شول. د دې په شمال کې د ۵۰ کورونو “خشک آبه” کلې و. د “شوتو کارېز” نه وروسته مستونګ ته ورسیدل چې ۱۲۰۰ کورونه يې لرل. دلته افغانان ډېر او د جامو نه يې ښکارېده چې ښه ماړه خلک وو. ددې زمکه کرل شوې چې بی شمېرو کارېزونو نه خړوبېږي او د دوی باغونو چاپېره دېوال تاو و. دلته مڼې، خرماڼې، الوچې، چېري، بهي،انار، بادام، ډول ډول انګور،توت او سینځل ونې ډېرې وې خو شفتالو او ناشپاتي پکې نه وو. دا دواړه میوې له دې سره نږدې په شال دره کې وي.
په ۲۸ جنوري دوی مستونګ نه سریاب او بیا شالکوټ ته روان شول. دی لیکي، “زمونږ په ختیځ کې د کوه مردارغرونو سلسله وه او په لاره د “لورا” سیند نه تېر شو چې اوبه يې راختلې وې، دواړو غاړو ته يې دلدل او اوږد واښه راشنه شوي وو. مونږ له دغې لارې ډډه وکړه او ښکته هوارې ته ورغلو. هلته د سیند نه پورې وتل اسانه وه. د شال دره ډېره ښیرازه او پکې زیات خلک اوسېږي. د دې پټي په بې شمېرو کارېزونو خړوبېږي خو په دې خاوره کې مالګه ډېره ده. افغانان پخپلې ژبې کې د دې کلا ته “کوټه” وايی. دا کلا د یو “مصنوعي غر” په سر جوړ شوی او اوس د رژیدو په حال دی. د کلا چاپېره د “شال” ښار اباد دی او دیوالونه ترې راتاو دي. دغه ښار د مستونګ هومره لوی دی. په کلا کې چاوڼۍ ده او ۱۰۰ پلي عسکر زیات يې افغانان دي او ۴۰ شا و خوا اسونه لري. یو څو توپچیان هم شته چې د کلا یواځینې توپه يې ساتلې ده. اوس محال دا دره (شال) د ژمي له کبله ډېره سپیره ده. خو په اوړی کې چې ټولې ونې شنې او میوه يې نیولي وي او له غرونو یخه هوا چلېږي نو دا به ارو مرو ښایسته ښکاري.
د شالکوټ په شمال کې د “تکه تو” او “ذرغون” غرونه دي چې پکې د کاکړ او دومړ خپلواکه قامونه میشت دي. دوی ډېر وحشي خلک دی او زیات يې په غارونو(څمڅو) کې ژوند کوي. د دې ښار په جنوب کې د “چلتن” او “لنډي” غرونه دي. ختیځ ته يې د “مردار” غرونو سلسله او ترټولو لوړه څوکه يې “سیاه پشت” نومېږي. د شالکوټ لوېدیځ خوا دره تر “شوراوک” یو لوی میدان ته غځیدلې ده او په لوېدیځ کې يې “غازی بند” او مسلخ غرونه دي. دا په جنوب لوېدیځ کې د “دولې” درې نه بېل شوی دی چې د چلتن غرونو یوه بله سلسله ” کراسه” یې منځ کې ده. د تکه تو د غره لمنې “کیرو” غر پورې بې شمېره ویالې دي چې د یو ساعت او ۱۵ منټه وخت يې واخستو. “کیرو غار” د ۱۲۰ کورونو کلې دی چې پکې بنزي کاکړمیشت دي.”
بیلیو لیکي چې له پیړیو راهیسې تجارتي قافلې او حمله کوونکي د بولدک ختیځ کی د کوږک (کوجک) درې نه په تیرېدو شال کوټ ته رسیدل. د خیبر نه وروسته هند ته تلونکې دا دویمه مهمه لاره وه.
سرچینه
سیستان ته د یو سفر حال. سرجن ایچ ډبلیو بېلیو په قلم چې د میجر جنرل پولک معاون په توګه ورسره بدرګه و.
په کلکتې کې د خارجه وزارت د مطبوعاتو چاپ- ۱۸۷۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.