د اینک مس


د ۱۹۶۳ م په سپرلي کې یو فرانسوي زمکپوهه (جیولوجسټ) د افغانستان په مس اینک کې د سروې لپاره زمکه وکیندله نو لرغوني اثار يې وموندل.
” مس اینک”( مس عینک) د کابل نه ۳۵ کلوميټر جنوب لوګر ولایت کې له زمکې ۷۰۰۰ فټ لوړغر دی. په ۱۹۷۷م کې د افغانستان حکومت دلته د مس ( کاپر) جاج واخیستو او ۳ کاله وروسته فرانسوی لرغون پوهانو پکې د پلټنو اجازه تر لاسه کړه. د دوی په اندازه په ۶ کلومیټر پراخ غر ۲۰۰۰ کاله پخوا یو لرغونی ښار اباد و. خو د نورو پلټنو نه وړاندې، د ثور بغاوت وشو. د اتیایمې په لسیزه کې روسانو د مس راویستلو لپاره پکې ټونلونه وکیندل خو د کورني جنګ له کبله د دوی پلان نیمګری او وروسته هغه مجاهدینو او بیا القاعده د خپلو اډو په توګه کارول. په ۲۰۰۱م کې مس اینک ته امریکایان ورسیدل، دا ځای له وسلو پاک شو او دلته د کیندنو پلان جوړ شو. هغه وسله وال مافیا چې د افغانستان له نورو ځایونو هم تاریخي توکي غلا کړي وو، په مس اینک يې لاس پورې کړ. په ۲۰۰۴ م کې د غلا په مال دوو ډلو یو بل ته د ټوپک شپیلۍ راواړولې او د مرګ ژوبلې نه وروسته دلته امنیتي ځواکونه ځای په ځای شول. په ۲۱ پېړۍ کې د الیکټرونیک توکو په زیاتیدو نړۍ کې د مسو غوښتنه زیاته وه. د “چلي” هیواد نه وروسته د مسو لویه زیرمه په اینک کې ده. په ۲۰۰۸ م کې د چین سرکاري ایم- سي- سي او یو شخصي شرکت جې- سی ایل په ګډه ایم- جی-ای- ایم. په نوم یو کنسورشیم جوړ کړو. دوی د ۳ بيلينو ډالرو په ژمنه مس اینک د ۳۰ کالو لپاره په اجاره وا خیستو. په افغانستان کې دا ترټولو لويه پانگونه وه او د هغه وخت د ماينونو وزير په دې تورن شو چې کمپنۍ هغه ته د کانټریکټ په بدل کې ديرش ميلينه ډالر په دوبۍ کې رشوت ورکړي و. ځینې چارواکي لا پخوا تورن وو چې مس اینک نه يې لرغوني توکي غلا کول. دا خبره څومره حقیقت و، څوک نشی وئیلې خو په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پوهنې ادارې “دافا” دلته د لرغونو توکو د کیندنو اجازه واخیسته. د دې لپاره چین ۲ میلینه، امریکه یو میلین، او نړۍ وال بانک ۸ میلینه ډالر پانګه ورکړه. لرغون پوهانو ته د پلټنو او کیندنو لپاره دولس مياشتې وخت ورکړې شو. د چین شرکتونه ژمن وو چې یو کال کې خپله تیاري وکړي او بیا په راتلونکو پینځو کالو کې مس راوباسي.
د ۶۷ لرغون پوهانو یوه ډله چې، افغانان هم پکې وو، د ۲۰۰ وسله والو ساتندویانو سره، په کار اخته شوه. افغان ساتندویان به مرمۍ ضد جیکټ په غاړه، درنه وسله په لاس دلته ولاړ وو ځکه د طالبانو د حملې خطر موجود و. پر زمکه د کیندنو نه علاوه، دوی د ډرون الوتکې نه د ۳ ډي، راډارد لارې ټول غر سکېن کړو. د دې کنډوالو یوه مکمل ډیجیټل نقشه جوړه شوه. د فرانسوي فلپ مارکي، د لوګر ۶۰۰ مزدورانو ته زمکه په نښه کوله او هغوی د کودال او تبرګو په مټ ورته زمکه اړوله. مارکي د دې نه وړاندې په بلخ کې د ” اناهیتا” د معبد رابرسیره کولو په پراجه کار کاو. په مس اینک کې ۱۹ ځایونه رابرسیره شول چې پکې کلابند خانقاه، یو زردشتي معبد، او څو بودایی سټوپو نه علاوه د مسو د ویلي کولو تنور، میشتځایونه، ضراب خانه، دوه وړې کلاګانې او یو د څار برج وو. معلومه نه وه چې اینک کې مزدورانو لپاره بودایی خانقاه جوړ شو او که بودایی خانقاه نه وروسته، پکې مس راووتل. د بودایی ښار د ژغورلو او مس اینک کې د پلټنو لپاره د لرغون پوهنو شميره د ديرشو نه ۶۵ ته زياته شوه. د مزدورانو شميره د ۹۰ نه ۹۰۰ ته او د څارنې لپاره ۱۶۰۰ عسکر ولاړ وي. د لرغونو اثارو سیمه یو مربع کلومیټر وه چې د ټولې سیمې ۱.۵ برخه جوړوي. دا دومره زمکه نه ده چې ورباندې د مس ویستلو کارځنډیدلې وای ځکه پاتې سیمه ۲۸ مربع کلومیټر ده. حکومت شپږ نيم ميلينه ډالر د هغو زمکني ماینونو د پاکولو لپاره ورکړې چې روسانو دلته شیندلي وو.
د مس اینک په پراجه کې د افغانانو د زیاتې ونډې لپاره لوظنامه کې د غر ماتول، د ډبرې ټکول، چاڼول او له هغې مس راویستل ټول د لوګرپه سیمه کې ومنل شول. په پلان کې کان ته څېرمه سکارو په توان چلیدونکی ۴۰۰ میګاواټ بریښناکوټ او د ریل په لیکه تړل شوي دوه وچ بندرونه (حیراتان نه تورخم پورې) هم شامل وو. د افغان کارګرانو لپاره کورونه، روغتون او د ماشومانو د ښوونځي جوړول هم په نظر کې ونیول شو. دا هر څه ډېر په زړه پورې او رومانټیک وو خو د زمکې حقایق بل ډول وو.
د ډبرې نه مس راویستلو لپاره ” فاسفیټ” او د بریښنا کوټ لپاره سکاره د بامیانو نه د اخیستو پلان و.
خو په بامیانو کې سکاره او فاسفیټ د چینایانو اړتیا نه پوره کوله. د افغانستان د ماینونو ادارې ورته د هلمند د خانشین سکارو ماین په ګوته کړو. خو هلته بیل سروی پکار وه چې د شرکت په پلان کې نه و. دوی د مسو د پاکولو لپاره چین ته د یو سړک جوړولو وړاندیز سره د ” ون بیلټ ون روډ” ( یو کمربند او یو سړک) شعار ورکړو. د چین مخالف میډیا ته موقع په لاس ورغله او په چین کې د کانونو له کبله خلکو ژوند او چاپیریال د ککړتیا په تور تورن شو.
په ۲۰۱۳م کې دغه شرکت افغان حکومت ته خواست وکړو چې په تړون کې دې بدلون راولي او هغه هومره پانګه چې دوی حکومت ته د ورکولو ژمن وو، راټیټه کړي. ښکاره ده چې افغان حکومت په دغه کار خوشاله نه و. د افغانستان دواړو مشرانو، حامد کرزي او اشرف غني پخپلو رسمي سفرونو کې د چین حکومت سره دا لانجه وڅېړله خو څه لوظنامه ونشوه.
په ۸ کلونو کې مس اینک کې ۲۸ ميلينه ډالر لګښت وشو او په نړۍ کې د مسو بازار سوړ شو. په ۲۰۱۱م کې یو ګرام مس په ۹.۹۰ ډالر خرڅیدو. په ۲۰۱۸م کې دا بیه ۶.۶۰ ته راتیټه شوه. په ۲۰۱۷م کې یو مستند فلم کې د چین د شرکتونو منفي اړخ څرګند شو. ځینې خلک باور لری چې مس اینک پراجه د امنیت د نیشوالي له کبله په ځای ولاړه ده. خو په تیرو ۱۰ کالو کې دلته یواځې دوه پیښې وشوې چې کار پرې وځنډیدو. په ۲۰۰۸م کې د چینایی کارکوونکو په کیمپ د موټر ریموټ کنټرول بم چودلې و. په دې کې ۳ تنه افغان ساتندویان ووژل شو. دویمه حمله په ۲۰۱۲م په جون کې په هغو ماین پاکانو وشوه چې د روسانو د وخت زمکني ماینونه يې پاکول. مس اینک ته په لار ۸۴ چیک پوسټ او د څار برجونه جوړ شول چې یو وخت کې څه کم دوه زره پولیس د وسلو سره پکې ولاړ وي. په یو چیک پوسټ د راکټو حملې تر شا د لوګر هغه خلک وو چې دوی د خپلو زمکو په بدل کې د ورکړې په پېسو خوشاله نه وو. په ۲۰۱۷م کې طالبانو یوه بیان جاري کړو چې دوی مس اینک او دغسې نور ځایونه چې ملت ته ګټه رسوي، نه په نښه کوي.
په امریکایی مطبوعاتو کې دا واویلا جوړه شوه چې چینایان د افغانستان تاریخي خزانه مس اینک ویجاړوي.
خو دا خبره هم حقیقت نه لري ځکه له پېل راهیسې د بودایی اثارو د ژغورلو لپاره کار روان و. د افغانستان د اطلاعاتو وزارت وایی چې بودایی اثارو نه دي زیانمن شوي او د ۲۰۰۰ نه زیات توکي کابل میوزیم ته يې خوندي وړي دي. هغه چې د وړلو نه وو، په “محمد آغا” ولسوالۍ کې د لنډ وخت لپاره په یو ګودام کې سمبال شول. دلته د یو نوي میوزیم د جوړولو پلان هم په نظر کې دی. د اینک د تاریخي توکو عکسونه په یو نندارتون کې کیښودل شو.
په ۲۰۱۸ م کې د افغانستان پارلیمان د منرالونو د راویستلو قانون جوړ کړو. د چین شرکت د مس د راویستلو پروسه کې په چاپیریال د دې د اغیز ته هم پام کوي. په ۲۱ پېرۍ کې هر یو شرکت مجبور دی چې د چاپیریال ته د ګټې یا د تاوان راپور نړۍ والو ادارو ته په ډاګه کړي. که افغان حکومت په لږو پېسو رضا شي نو ممکن مس اینک کې کار بیرته چالو شي. د چین کمپنۍ دا وړاندیز هم کړې دی چې دوی به د ۱۰.۸ بیلینه ډالر په لګښت د هند د کمپنیو سره د بامیانو نه د اوسپنې د ویستلو تړون وکړي. هلته هم د ریل او د روغتون نه علاوه د مزدورانو د کورونو جوړولو ژمنه شوې ده. د افغانستان د ډېرو لانجو تر شا امنیت په ځای د پارلیمان ځینې غړي، وزیران او هغه چارواکي وي چې د کار صلاحیت نه لري.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.