بیکړ


د “اکانتهاسیا” بوټي دا قسم د “مالابار نټ” په نوم مشهور دی. د هند په لویه وچه کې د آسام، بنګال، نیپال او سریلنکا کې هم ډېر موندل کېږي. بېکړ په اردو کې “اړوسه، پنجابي کې بهانسه یا بانسه- بسونته او بنګالي کې وساکه نومېږي. د آیور ویدک، سدها، هومیو پېتهي او یوناني داروګانو کې بېکړ ډېر نوم لري. په هند کې یوناني دارو “وساکا” د بیکړ له پاڼو جوړوي چې حکیمان يې د سینې بلغم او ټوخي نه علاوه د ساه لنډي، سل (ټي بي) د مرض لپاره ورکوي. د دې د تازه پاڼو نه ۱۲ ګرام اوبه (جوس) وزبیښي. بیا پکې شات او تور مرچ ورګډ کړي او د نمونیه او روماټیزم مریضانو ته ورکوي. د بېکړ له پاڼو، جرړې او ګل د اینټي بایوټیک په توګه کارېږي. د دې د پاڼو اوبه نس ناستي او پیچش لپاره هم کاروي.
دا ځنګلي بوټی د پښتنو په سیمه کې دومره بې ارزښته دی چې ډېر خلک يې نه پیژني. په بونیر کې د شاړې زمکې خاوند ته د “بیکړو خان” وایی.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۹ اګست ۲۰۱۹م

Leave a Reply

Your email address will not be published.