د کشمیر غزا-۱۹۴۷م


په ۲۹ اکتوبر ۱۹۴۷ م نيمه شپه پښتانه قبايل د کشمير درو ته ورننوتل. دوی په پنځو ورځو کې ۱۱۵ ميله مزل وهلی و او سرينګر ورته ۴ ميله وړاندې پروت و. د ۱۴ زرو پښتنو نه ۳۰۰۰ ژوندي پاتې شول. نور ۱۱ زره په کشميرکې ووژل شول.
د پاکستان سرکاري بيان دا و چې پښتنو قبايلو پخپل مخ سر په کشمير حمله کړی وه ځکه هلته د مهاراجه هري سنګ ډوګره پوځ په مسلمانانو ظلم کوو. قبايلو د حکومت يا د پوځ سره هيڅ اړيکې نلرلې او په کشمير کې ميشتو پښتنو او د برطانوي پوځ پخواني تقاعد شوي پوځيانو ورسره مرسته کوله. دا جنګ د چا په اشاره او ولې وشو؟ پښتانه قبايل تراوسه پرې ولې ملامتېږي؟ ډېر خلک ترې خبر نه دي.
د اګست په نيمایي کې د بنګال او د پنجاب ويش رسمي او د پاکستان په نوم دوو برخو کې يو ملک جوړ شو چې يوه يې ختيځ او بله يې لوېديځ پاکستان نومېدل. د وېش يوه شرط دا و چې د مسلمانانو د اکثريت سيمې به د پاکستان د خاورې سره يو ځای کېږي. کشمير همدغسې يوه سيمه وه چې په ۴ ميلیونه وګړو کې ۷۵ فيصد مسلمانان دي. د دې زمکه ۸۴۵۰۰ مربع ميل ده چې پکي نه سړک و او نه د سيند يا د اورګاډي ليکه وه چې د هند د نورې خاورې سره يې د تجارت يا د کاروبار لپاره نښلولې وې. د هند نه يو خام سړک د جمو نه تر کاټهوا پورې ورتلو او دویمه لاره د هوا (الوتکو) ده.
د کشمير مهاراجه هري سنګ په رسمي اعلان، ټاپه هم نه وه لګولې. خو د هند له خوا د جمو د لارې کشمير ته د پوځ د ورلېږلو تياری شوی و او د پاکستان مشران وېرېدل چې کشمير به د دوی له لاسه ووځي. هم هغه وه چې هلته د حملې پلان يې جوړ کړو.
د پلان په سر کې د پاکستان لومړی وزيراعظم لياقت علي خان او دویم سردار شوکت حيات خان و چې د محمد علي جناح تر ټولو نږدې او باوري کس او د مسلم ليګ د حکومت تر ټولو لوړ مشر و. د سپتمبر په سر کې بريګېډير اکبرخان او د پاکستان مسلم ليګ د سياسي ګوند مشر ميا افتخار الدين مري ته ورسېدل. دوی ته دا کار سپارل شوی و چې په سرينګر کې کشميري مشرانو سره وويني او دوی وهڅوي چې د پاکستان سره الحاق پېدا کړي خو ميا افتخار ډېرخوشبينه نه و. هغه د اکبر خان سره وليدل او د يو جهاد لپاره يې د حکومت له خوا د لږو پېسو ژمنه وکړه خو شمير يې نه و معلوم. هغه د يوې خبرې ډاډ ورله ورکړو چې د پاکستان د پوځ يو کس به هم پکې نه جنګېږي. اکبرخان وروستو خبر شو چې محمد علي جناح پخپله هم په جمو د حملې امر کړی و خو د پوځ مشر جنرل ګرېسي ورته خبرداری ورکړو چې دا به يوه جواري وي ځکه د پاکستان پوځ د جنګ لپاره تيار نه و. هغه ته يې وويل چې خپل امر دې بيرته واخلي ځکه که دواړه ملکونه په جنګ کې ښکېل شول نو دوی (انګرېزان) به پکې نه وي.
اکبر خان په مري کې د کشميريانو يو مشرسردار ابراهيم سره هم مشوره وکړه او پنډۍ ته بېرته لاړو. هلته د جنګ لپاره يې يو پلان وليکلو چې “په کشمير کې وسله وال پاڅون” نومېدو. هغه د دواړو خواو د پوځي صلاحيت تفصيل وليکلو چې يوه برخه يې داسې وه،
۱. د کشمير د مهاراجه پوځ – ۹۰۰۰ ( ۲۰۰۰ مسلمانان)
۲.وسله چې زمونږ پکار ده- ۴۰۰۰ ټوپکې.
په دې کې ۱۰۰۰ ټوپکې به د کاټهوه سړک د نيولو لپاره وي. ۲۰۰ د سرينګرهوایي ډګر د ساتنې لپاره- ۲۸۰۰ به په پاتې ځوانانو د عمومي جنګ لپاره ويشل کېږي.
اکبرخان دا پلان حکومت ته ورواستوو. څو ورځې وروستو هغه د وزيراعظم سره يوې غونډې ته راوبلل شو. په دې کې د خزانې وزير غلام محمد، ميا افتخار الدين، زمان کياني، خورشيد انور، سردار شوکت حيات او اکبرخان وو. دا غونډه ډېره غير رسمي او اکبر خان ته احساس وشو چې هر چا د وړاندې نه پرې خبرې کړې وې. دی ليکي چې د پېسو د لګښت خبرې ډېرې او “د پوځي عملياتو د معاملې په اړه هلته مکمله ناپوهي وه.” هغه وايي چې شوکت حيات په خورشيد انور باور نه لرلو او د دواړو د يو بل نه يې رخه وه.
شوکت حيات پخپل کتاب– هغه ملت چې روح يې ورک شو- کې ليکي چې دی د کشميرد عملياتو سوپروایز وټاکل شو. هغه بريګېدير اکبرخان او بريګېدير شيرخان ته خواست وکړو چې خدمت ورته کړي. دا دواړه هغه وخت د فرنټير فورس (مليشيا) د ۱۳ فرقې د شپږمې څانګې افسران وو. دوی د کرنل دارا کياني او خانزاده نه د لاهورکلا د توپونو کارولو غوښتنه وکړه. دی ليکي چې د خزانې وزير غلام محمد د دې حملې لپاره د خورشيد انور نوم وړاندې کړو. خورشيد انور د ريلوې د بټالين (اورګاډو د پوليسو) يو ريزرو افسر او د مسلم ليګ د نيشنل ګارډ پخوانی غړ و. د ده يواځينی صلاحيت دا و چې د وزيرغلام محمد د خاله ( يا تره) زوی و. شوکت حيات خان د ده مخالفت وکړو خو هغه ځکه وټاکل شو چې غلام محمد او وزيراعظم لياقت علي دواړو پرې ټينګار کوو. غلام محمد هغه ته د خزانې نه درې لکه روپۍ ورکړې وې. دا ښايي چې د دومره لوی حملې د پلان په سر کې يو نا اهله او ممکن خاين کس ناست و.
اکبرخان پخپله د پوځ د مرکز د وسلتون مشر و او له وېش وروسته برطانيې خپله وسله او نور اکمالات په دواړو ملکونو ويشلي وو خو د پاکستان د برخې وسله هغه وخت هم په هند کې بنده وه. هغه وسله چې په وسلتون کې پرته وه، يواځې د جنرل ګرېسي په امر دوی ته ورکړې کيده، خو هغه نه دا ټول پلان پټ ساتل شوی و.
د انګريزانو د حکومت يو امرهغه وخت موجود و چې د هغې له مخې د راولپنډۍ د وسلتون نه ۴ زره ټوپکې بايد د پنجاب پوليس ته ورکړې شوې وی. اکبر خان د هغو ۴۰۰۰ ټوپکو د ترلاسه کولو لپاره حکومت ته خواست وکړو. په وسلتون کې پخوانۍ ګولۍ او ناکاره بارود هم په ډبو کې بند تيار ايښي وو چې د کراچۍ په سمندر کې يې وغورځوي. د بارود خانې مشر کرنل اعظم خانزاده و او هغه د اکبر خان سره لوظ وکړو چې هغه پوچې ګولۍ به هم په پټه کشمير ته ورواستوي او انګريزمشر ته به ووايي چې هغه يې په سمندر کې وغورځول. د دې کار لپاره تقاعد شوي پخواني افسران يې وګمارول.
اکبرخان په راولپنډۍ کې د استخباراتو مشر بريګېډير شيرخان سره هم صلاح مصلحت وکړو او هغه ورسره د مرستې لوظ وکړو. د سپاره پوځ ليفټنټ کرنل مسعود ورسره ژمنه وکړه چې هغه پوچ کارتوس او ګولۍ به ورته کشمير ته د لېږلو انتظام وکړي. د پاکستان د هوایي پوځ يو افسر اېر کموډور جنجوعه ورته د بارود، لږې وسلې او د ګرمو جامو د ورکولو ډاډ ورکړو. د راولپنډۍ کمېشنر خواجه عبد الرحيم د پېسو، ډوډۍ، وسلې او د رضاکارانو د راټولولو ژمنه وکړه.
خو اکبر خان ليکي چې دا ټولې ژمنې هغسې پوره نشوې لکه چې توقع یې وه. لياقت علي خان خبر شوی و چې د دویم نړیوال جنګ نه وروستو په ایطاليې کې د جرمني جوړ سپک مشين ګڼ د خرڅلاو لپاره پراته وو. هغه د دې ۲۵۰مشين ګڼو د اخيستو لپاره ایطالوي حکومت ته د پېسو ورکولو امر وکړو. خو کله چې دا وسله کراچۍ ته راورسېده نو په ډبو کې د مشينګڼ پر ځای د ایطاليې جوړ ناکاره برين ګن پراته وو چې ايله ۲۰۰ ګزه ليرې نښه يې ويشتلې شوه.
هغه ۴۰۰۰ ټوپکې چې د وسلتون نه دوی ته د ورکړې کېدو پلان و، د پنجاب پوليسو له خوا په لاره بدلې شوې او د ځينو اصل برطانوي ټوپکو پرځای په دره ادم خيلو کې جوړ دویم نمبر ټوپکې يې ورته کېښودې. دې ټوپکو کار کوو خو کله نا کله به د ټوپک شپېلۍ د ډز سره وچاودېده او له کاره لوېدلو.
د اکبر خان جنګي پلان دا و چې لومړی د جمو سړک بند کړي نو هند ته به د تګ مخه ونيول شي. د نور کشمير لپاره د قبايلو ۳۰۰۰ لښکر بس و. د خان عبد القيوم او د نواب ممډوټ نه علاوه نورو ټولو د دې مخالفت وکړو ځکه وېرېدل چې په دې کار سره به هند په پاکستان حمله وکړي.
په ۲۷ اکتوبر ۱۹۴۷ م د هند او د پاکستان خلک د دې خبر د اورېدو سره راويښ شول چې کشمير د هند سره الحاق وکړو او هلته د هند پوځ ورننوتلی دی. په لاهور کې په هغه ماښام د پاکستان وزيراعظم لياقت علي خان يوه بېړنۍ غونډه راوبلله. په دې کې د دفاع وزير کرنل اسکندر مرزا( وروسته ګورنر جنرل) سکتر جنرل، چودري محمد علي (وروسته وزيراعظم) د صوبه سرحد (کشميرې) مشر وزير خان عبد القيوم خان، د پنجاب مشر وزير نواب ممډوټ، شير خان او اکبر خان ګډون وکړو.
د جمو د لارې هندي عسکر کشمير ته تلی او راتلی شول او کله چې د دوی لويه شمېره کشمير ته ورننوتله نو په بل سهار اکبر خان د خپلې دندې نه ليرې کړل شو او د لياقت علي خان خاص سلاکار وټاکل شو. جنرل اکبر وايي چې ما د وزيراعظم نه پوښتنه وکړه چې د کشمير د عملياتو هدف څه و؟ هغه ورته وويل که مونږ تر دريو مياشتو دوی (هند) مصروفه وساتو نو بيا به خبرو اترو لپاره غاړه ږدي.
خو لياقت علي ته هيڅ اندازه نه وه چې د جنګ لپاره څومره وسله او توان پکار و. هغه ۱۰ زره جنګيالي غوښتل چې د اکبرخان په حساب بايد هر چا سره لږ تر لږه ۱۰۰ کارتوس موجود وې. مانا دا چې ۱۰۰ زرو مرمیو ته اړتيا وه. که دا لښکر په دريو برخو ويشل کېده، لکه چې د دوی پلان و نو بيا ۳ سوه زره ګولۍ پکار وې. خو د دې پنځمه برخه يې لرل.
د پاکستان يو بل پوځي ميجر همايون امين پخپل کتاب کې ليکي چې ښاغلی جناح د کشمير د جنګ کار د لياقت علي پرغاړه واچوو. لياقت علي دا کار ميا افتخارالدين ته وسپارلو او هغه بيا د سردار شوکت حيات او برېګېدير اکبرخان سره سلا مصلحت شروع کړو. دی ليکي چې بريګېدير اکبرخان ته ويل شوي وو چې قبايلو ته دې وسلې ورکړي خو برطانوي افسران ترې خبر نشي. همايون امين ليکي چې قبايل د حکومت په ټرکونو کې ايبټ اباد ته يوړل شول. د پاکستان د هوایي ځواک مشر اير مارشل اصغرخان پخپل کتاب کې ليکي چې هغه پخپله هم د کشمير په جهاد کې برخه اخيستې وه. د ده ورور ميجراسلم خان د مظفر اباد په سيمه کې د پاکستان د پوځ او د قبايلو کوماندان و.
شوکت حيات خان پخپله کشمير ته لاړو خو د مظفر اباد په پوله ايسار شو، ځکه هغه د حکومت يو وزير و. يو خو هغه رسمي اجازه نه لرله او بل نه يې غوښتل چې په کشمير کې وليدل شي.
د مسلم ليګ د نيشنل ګارډ کومانده د لطيف افغاني په لاس کې وه چې د غرونو د عملياتو مشر و. شاوخوا ۲۰۰۰ قبايل په ۲۶ اکتوبر کشمير ته ورسېدل. اکبرخان هم مظفر اباد ته لاړو او وايي چې د ده په وړاندې د سوونو کالو پخوانی جنګ يوه ننداره وه چې البته د اسونو او اوښانو په ځای جنګيالي په لاريو او بسونو سواره وو. په يوې لارۍ کې د ۴۰ نه واخلې تر ۷۰ پورې کسان سپاره و چې ځينې په چتونو او نور د مډګاډونو سره نښتي وو. په دوی کې لږ داسې وو چې ښه جامې يې په غاړه وې. د زياتو جامې شلېدلې او د ځينو په پښو کې پېزار هم نه و. خو دوی ټول ښه تکړه ښکارېدل- ښکلي او زړه پاروونکي وو. دوی سره په وسلو کې برطانوي، فرانسوي، جرمني، او د نورو بهرني ملکونو جوړې ټوپکې تمانچې، جزیل، اوږده او د لنډو شپېليو لرونکي ټوپکې او ان چې لنډي ټوپکونه هم ورسره وو. د ځينو سره هېڅ بارودي وسله نه وه او ويل يې چې دا به د دښمن نه اخلي. دوی به چاقو يا خنجر لرلو. په دې ګاډو کې يو زوړ موټر هم روان و چې نه يې چت لرلو، نه رڼا ګانې او بريکونو يې کار نه کوو. په دې موټر، اته يا نهه سړي سپاره وو او يو بيرغ يې رپوو چې د سوات د پوځ مرکز پرې ليکلي و. ځوانانو ډولونه غږول، جنګي سندرې يې ويلې او ناره تکبير او الله اکبر غږونه وو.
اکبر خان وايي چې پنډت جواهرلال نهرو مونږ د “رېډر ” په نوم يادوي. خو هغه خبر نه دی چې اوس وخت کې يرغل يا “رېډ” يو منل شوی او د جنګي مسلک يوه پرمختللې څانګه ده.
د يرغل په درېیمه ورځ قبايلو بارا مولا ونيولو چې د سري نګر نه ۳۵ ميله وړاندې يوه تجارتي ښاريه وه. په هغه ورځ د کشمير مهاراجه هري سنګ د هند صدر وي- پي- مينن ته د مرستې لپاره ټېليګرام ورواستوو. خو ده له ډیلي هېڅ ځواب ترلاسه نکړو او په بېړه جمو ته وتښتېدو. کله چې د شپې ناوخته ويده کېدو نو خپل شخصي محافظ ته يې وویل چې که ترسهار ښاغلي مينن له ډیلي د ده مرستې ته رانغلو نو په خوب کې دې ورباندې ډذ وکړي ځکه دی وېښيدل نه غواړي.
د حملې په درېیمه ورځ ډیلي کې د پوځ مشران راټول وو او کشمير د مهاراجه په خواست يې خبرې کولې. اخر دوی هندي پوځ سرينګر ته د ليږلو فيصله وکړه چې ۱۰۰ الوتکې د ډیلي نه پوځيانو د وړلو لپاره تيارشول.
اکبر خان ليکي چې د مظفر اباد نه پنځلس ميله وراخوا په “اوړي” کې د سيند د پاسه پل ړنګ و. دا د کشمير د راجه ځواکونو له خوا د تېښتې پر وخت مات کړل شوی و. ځایي خلک په لوی شمېر کې راووتل، ټوله شپه يې د يو غر په ډډه کې کار وکړو او يو ميل اوږده متبادله لاره يې راته جوړه کړه. هغه ليکي چې کله دی بارا مولا ته ورسېدو نو هلته دکانونه تش و، دروازې او کړکۍ يې ويستل شوې او پر زمکه هر ځای خښتې، تيږې او کاغذ خپاره وو. اول د کشمير خپل پوځ د وتلو نه وړاندې ځينې ودانۍ په بارودو والوزولې چې لاره ډب کړي. ورپسې حمله کوونکو قبايلو لکه د سيلۍ هر څه په مخه کړل او بيا د هند هوایي ځواک ورباندې بمونه او راکټ وغورځول. يو ځای بل ځای هغه وخت هم اورونه بل وو. اکبرخان وايي چې مونږ دلته ايسار شو او ليدل مو چې د سړک نه وراخوا نور ښار ته ډېر زيان نه و رسيدلی او هلته ډېر ځایي خلک تر هغې هم پاتې وو.
د قبايلود جنګ طريقه دا وه چې يو ځای به يې ډېر کسان ووژل شول يا زور به پرې زيات شو نو بل ځای به پريوتل او دښمن به يې هلته اخته کړو.
د قبايلو لپاره سرينګرته ايله دوه ساعته لاره پاتې وه. خو دوی په هغه ورځ وړاندې نه و لاړ او په بله ورځ هم هلته ايسار پاتې شول. اخر دوی په ۲۸ حرکت وکړو او اکبرخان په تلوسه شو چې د دې سبب معلوم کړي.
هغه د بارا مولا د ځايي خلکو سره خبرې وکړې نو ورته يې وويل چې خورشيد انور چې کومانده يې په لاس کې وه، د کشميري مشرانو ته په انتظار پاتې شو. ده هغو مشرانو ته پيغام وراستولی و چې په کشمير کې يو راتلونکي حکومت کې به د ده څه حيثيت وي.
سردار شوکت حيات ليکي چې کله قبايل بارا مولا ته ورسېدل نو دوی د خورشيد انور خبره نه منله او ورته يې ويل چې هغه درې سوه زره روپۍ دې ورباندې ووېشي. خورشيد انور انکار وکړو ځکه دا پېسې هغه ته د ټولو عملياتو لپاره ورکړل شوې وې. هم دا وه چې قبايل په قهر د بارا مولا دکانونو او کورونو په چور لاس پورې کړ. دوی د ځایي ښځو نه ګاڼې، بازارونه، کورونه لوټ کړل او ځينو پکې کشميري ښځې وتښتولې او يا يې بې پته کړې. شوکت حيات ليکي چې قبايل کشمير ته پخپل مخ سر نه و ورغلي. د پاکستان حکومت او پوځ د دې ټولو عملياتو مالي چارې او پلان جوړ کړی و. هغه کشميريان چې وروسته بيا د پاکستان د برخې (ازاد) کشمير سياسي مشران شول په ډاګه دا مني چې په کشمير کې قبايلو لوټ مار او جنګ کړی و. د ازاد کشمير لومړی صدر ابراهيم خان او مشر قاضي يوسف صراف د دغو مهمو کشميريانو نه دي.
د قبايلو لپاره د کشمير حمله يو جهاد او انساني فريضه وه. د ناکافي وسلې، پوچو ګوليو او د غرونو د سخت مزل نه باوجود دوی هلته په صداقت وجنګېدل. اکبر خان ليکي چې قبايل هلته د اوبو سره لاس او ګريوان و، تالابونه، سيندونه، باران او وړې ويالې هر څه د دوی د پرمختګ مخه نيوله. هوا سړه وه خو دوی به پکې روان وو.
د هوایي ميدان د ساتنې لپاره چې د ۲۰۰ قبايلو کومه ډله ورغلې وه، هغوی ته هيڅ ټوپکې ورنکړل شوې او د هندي عسکرو په ډزو د دوی ۳۰ کسان هم هلته ووژل شول. په دغو قبايلو کې ځينې په پونچهه سيمه کې پخوانيو پوځي افسرانو ته وروسپارل شول چې د ډوګره پوځ پر ضد جنګ وکړي.
د جنګ بندي نه وروسته د ملګرو ملتونو له خوا په دې سيمه کې د خلکو د رایه اخيستو ژمنه وشوه چې تر اوسه نه ده پوره شوې. پښتانه نهيلې له کشمير ووتل او هغه برخې، تراړکهل او مظفر اباد، چې پاکستان سره وې، پکې د ازاد کشمير په نوم يو رياست جوړ شو او سردار ابراهيم يې صدر وټاکل شو.
د کشمير نه هغه ۳۰۰۰ غازيان چې بېرته خپلو کليو ته لاړل نو د چور مال ورسره و او کشميري ليکوالانو ټول زور په دې راوړی و چې دوی کشميرۍ ښځې وتښتولې. تر اوسه يو پښتون هم د هغې پيښې تاريخ پخپله نه دی ليکلی. هغو چې په دې جهاد کې يې برخه اخيستې وه ممکن اوس هم ژوندي وي او يا زامن او لمسیو به ترې کيسې اوريدلې وي. خو دا کيسې تر هغې د تاريخ برخه نه جوړوي چې يې څوک و نه ليکي.
kashmir jihad

سرچېنې
۱. په کشمير کې يرغل ګر- پخوانی ميجر جنرل اکبر خان- ډي- ايس- او. پاک پبلشر لميټډ- ۱۹۷۰ م.
۲. په کشمير د قبايلو حمله، بېرسټر حميد بهاشاني.
۳. هغه ملت چې روح يې ورک شو- شوکت حيات خان- ۲۷۸ مخ او۲۱۸ مخ.
۴. د موقعو د لاسه ورکولو جنګ- په کشمير کې د۱۹۴۷-۴۸ جنګ- د ميجر همايون امين مضمون- د انټرنيټ له پاڼو.

1 Comment

Add a Comment
  1. kashmir jiopolitics siginificance

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *