د جمرود جنګ

jamrud kala
دا جنګ په ۱۸۳۷ م د اپریل په میاشت کی تر ۱۲ ورځو روان و.
د نولسمې میلادي پېړۍ له پېل سره په پنجاب کې سیکانو د مغلو نه واک واخستو او مهاراجه رنجیت سنګ پرله پسې ملتان، کشمیر او د اباسین ختیځې سیمې ونیولې. تر ۱۸۳۰ م د اټک کلا او د هزارې په غرونو کې د سیکانو شاو خوا ۸۰ زره سيک جنګيالي پراته وو. د دوی مشر جنرل هری سنګ نلوه د مهاراجه رنجیت سنګ د ماشومتوب ملګرې و. دی د کسور، سیالکوټ، اټک، ملتان او کشمیر د جنګونو اتل او “هریپور” ښاربنسټ اېښونکې و.
په ۱۴ مارچ ۱۸۲۳ م کې د سيکانو او پښتنو ترمنځ د لنډاکي سیند په غاړه سخت جنګ وشو چې افغان لښکر پکې د عظیم خان په مشرۍ د سیند بلې غاړې نه ورسره هیڅ کومک ونکړو. په کابل کې واک د درانیانو نه بارکزو لاس ته ورغلو. شا و خوا ۱۳ کاله پښتونخوا د سیکانو سره او پیښور کې بارکزي وروڼه تش په نوم حاکمان وو.
په دې وخت کې سیکانو خپل پوځي ځواک نور هم پیاوړې کړو او په اکتوبر ۱۸۳۶ م هری سنګ په یوه ناڅاپه حمله کې جمرود ونیولو. د کال تر پای يې هلته یوه کلا “فتح ګړهه” جوړه کړه. دلته ۸۰۰ پلي، ۲۰۰ سپاره، لس لوې او ۱۲ وړې توپې، ۸۰ توپچيان، ټوپک او بارود زیرمه کړل. د جمرود په ختیځ کې يو وړوکې د څار برج جوړ کړو چې د مومندو نه د یو امکاني حملې خبر ورته ورکړي.
په مارچ ۱۸۳۷ م کې د مهاراجه رنجیت سنګ د نمسی نونهال سنګ واده و. هغه امیر دوست محمد خان او د انګریز پوځ لوی درستیزهم وربللې و چې د سیک پوځ پریډ ورته وښايي. د جمرود نه یوه برخه سیک پوځ د پریډ لپاره لاهور ته تللې و.
هری سنګ پخپله د پیښور په بالا حصار کې او د ده معاون، مهان سنګ د جمرود په کلا کې د ۶۰۰ جنګیالو سره پاتې و.
امیردوست محمد خان د جنګ نه ډډه کوله ځکه سیکانو به ورته پېسې ورکولې. خو د خيبر نه شينوارو او اپريدو هم دوست محمد ته پيغام ورواستاو چې که د سیکانو مخه يې و نه نیوله نو دوی به مجبور وي چې مهاراجه رنجیت سنګه د خپل باچا په توګه اعلان کړي. هم هغه وه چې دوست محمد خان جهاد اعلان ته اړ شو چې”د خپل ورور نواب عبد الجبار خان پر مشر تابه پیښور ته عسکر واستوي. ” د امیر زامن سردار محمد افضل خان او سردار محمد اکبر خان هم د دې اردو غړي وو.” دده څلور وروڼه محمد افضل، غلام حیدر، محمد اکرم او محمد اعظم او ورېرونه شمس الدين او عثمان خان هم ورسره مله وو.
افغان لښکر د ۷۲۰۰ وسله والو او ۱۸ توپو سره په “ډکه” کی خپله چاوڼۍ جوړه کړه. دوست محمد خان پوهیدو چی زامن او وروڼه به يې د جنګ په ډګړ کی د یو بل سره رقابت کوي نو خپل يو وزيرميرزا عبد السميع خان يې د مشاورپه توګه ورپسې واستاو. د امیر مشوره ټولو ته دا وه چې، “جنګ به نه کوئ. صرف سیکانو ته خپل زور وښایئ.” د خیبر قبایلو په شمول د غازیانو شمېره ۲۵ زرو ته ورسېده.
اخوا هری سنګ ته وېل شوی وو چې تر څو د لاهور نه کومک نه راځي، د افغانانو سره به جنګ نه کوي. رنجیت سنګه به ګیله من و چې، د پښتنو سیمه لکه د کارتوسو امېل په شان ده چې هري سنګ ورته په غاړه کړې وه.
هغه وخت یو متقاعد برطانوي پوځي افسر ” فاسټ” کابل ته په لار، خیبر نه تېر شو. د انګریز سفر یوه تصادفي خبره نه وه. ده جبارخان ته خبر ورکړو چې د جمرود کلا کې ممکن ۵۰ شا وخوا پوځیان پاتې وي، حقیقت کې هلته ۸۰۰ سیکان پراته وو. محمد اکبر په ۲۳ اپریل جمرود کلا بند کړو او چاپېره ترې توپې ولګولې. د سیکانو یوه افسانه ده چې کلا نه یوه میرمنه “هرشرن کور” د شپې محاصرې د لیکې نه ووتله او پیښور ته يې خبر یوړو. بله دا چې هری سنګ د بالاحصار په کلا کې ناروغه پروت و.
خو هری سنګ په ۶ ورځو کې د اټک، (شنکر ګړ (شبقدر) او د هریپورنه خپل پوځ راوغوښتو او لاهور ته يې د کومک لپاره غږ وکړو. ده په ۳۰ اپريل د ۶۰۰۰ پلي او ۲۰۰۰ سپاره پوځ سره جمرود ته روان شو. د محمد افضل خان۲۰۰۰ پوځ ( د اسلامیه کالج ) په میدان کې د دوی مخه ونیوله او منظم جنګ يې پېل کړو. کلا بند سیکان هم بهر راووتل او افغان لښکر په شا شو. سيکان د بري په خوشالۍ کې ” علی مسجد” پورې ورغلل چې هلته نه ورباندې د شمس الدين خان سپارو يرغل وکړو. دوی خپلې دوه توپې بیرته د سيکانو نه واخستې او افغانانو بیا ځان راټول کړو.
په دغه تود جنګ کې هری سنګ په یوې ګولۍ ژوبل (یا ووژل) شو او خپلو ملو له میدانه ” برج” ته یوړو. په افغان سرچینو کې وایی چې محمد افضل خان په یو شترنال هری سنګ په نښه کړو او دی يې وویشتلو. نور وایی چې محمد اکبر خان پخپلې تورې هغه ووژلو. سیکان وایی چې هری سنګ ټپي و او د هغه ملو دغه خبره تریوې اوونۍ پټه ووساتله.
خو په دې کې شک نشته چې د هری سنګ مړینه د سیکانو لپاره یو لوی ګوزار و. محمد اکبر خان په پیښور د حملې فیصله وکړه خو هلته حاکم ترونو ورله مشوره ورکړه چې د لاهور نه نور پوځ په لاره و. رنجیت سنګ پخپله د یو لوی لښکر سره د روهتاس کلا ته مارچ وکړو. هلته نه يې د “دهيان سنګ” په مشرۍ ۱۰ زره پوځ او ميداني توپې په دوو ورځو کې پیښور ته ورسيدل چې ۲۰۰ ميله فاصله وه.
حقیقت دا و چې جبارخان او د دوست محمد یو باوري حاجی خان کاکړ ته د رنجیت سنګ لیکونه رسیدلې و چې پکې د جنګ نه کولو لپاره د پېسو ژمنه شوې وه. جبار خان په کابل کې امیر ته ولیکل چې د لښکر د بیرته راتلو امر وکړي. د دوست محمد خان ۲۰ کلن زوی محمد حیدرخان چې په لومړي ځل يې یو جنګ کې برخه اخستې وه، په دغه حالت وژړل. یو افغان منصبدار ووېل، ” آې سرداره! اسلام دې غرق کړ، ځان بیدار کړه.”
محمد اکبر مجبور شو چې د خیبر دره سیکانو ته پریږدی. د هری سنګ مړې يې په جمرود کلا کې وسیزلو او هم هلته یو څلې پرې جوړ دی. په لاهور کې رنجیت سنګ، انګریز او شاه شجاع تر منځ یو تړون ووشو چې د خیبر دره به د سیکانو او وراخوا سیمه د افغانانو شي.
د جمرود جنګ کیسه حمید کشمیري په فارسي کې منظوم کړو. خو د دې زیاته برخه شاعرانه تخیل دی چې پکې دوست محمد د هری سنګ د لیک جواب وايي،
ته څه پوهه يې امرتسرې هري سنګا
ناپوهۍ څخه لرې به خیال د جنګه
راله راغې ستا کاغذ ټوله وې باټي
چي په لافو کې وهلي دي وې تراټي
تاریخ وایی چې د سیکانو سره د افغانانو دا وروستې جنګ و.
مهاراجه رنجیت سنګ دومره خوشاله و چې د ۵۰۰۰ روپو(اوس د کروړونو) یو کشمیري شال د جوړولو امر وکړو. په دغه شال د افغانانو سره د سیکانو د ټولو جنګونو انځورونه په وریښمو کښیده شول. افغان پوځ د جمرود کلا ورانه کړه او څو دیوالونه يې پاتې شول. د څار هغه برج چې د سیکانو جنرل پکې وروستۍ سلګۍ اخستې وې، “برج هری سنګ” په نوم مشهور شو. دلته د پولیسو یوه څوکۍ وه چې اوس ورباندې یو ښوونځی جوړ دی.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.افغانستان د تاریخ په بهیر کې.میر غلام محمد غبار(ژباړن. اورنګزیب ارشاد.دانش خپرندویه ټولنه.۱۳۹۳ ل- ۲۰۱۵ ز. ۶۷۷- ۶۷۸ مخ.
۲.اکبر نامه- حمید کشمیری. پښتو منظومه ژباړه، محمد شریف جانان کاکړ کندهاری. ډاکټر رفیق څېړنیز مرکز، کاسی روډ کوټه. ۲۰۱۱ ع. ۶۲ نه تر- ۸۴مخ.
۳. افغانستان او سرحد- یوه تاریخي جایزه. پروفیسر عبد الحئ. حاجی فقیر محمد اینډ سنز. ۱۹۸۸ م. ۷۶- ۷۷ مخ.
۴.زمونږ غازیان. محمد ولی ځلمی-د افغانستان د علومو اکادمی. ۲۸ اسد ۱۳۶۸ – ۹ مخ.
1. The Khyber Pass. Paddy Docherty.Faber &Faber.2007. p 186-187.
2. Afghanistan and British India. (1793-1907) Asghar H. Bilgrami. 1972. Sterling Publishers(p)Ltd. New Delhi-16. P 48-49.
2. The Sikhs and the Afghans. Shahamat Ali. 1847. Amar Prakashan, New Delhi 1987. P. 194
د خپریدو نېټه- ۲۹ جولای ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.