د کوټې شراب

brewry
د ۱۸۵۷ م د هند د خپلواکۍ پاڅون نه وروسته په پنجاب کې د انګریز زرګونو پوځیانو لپاره د شرابو اړتیا پېدا شوه.
برطانوي انجینیر “پروبي کاټلي” او جنرل “ویلیم اولفرټس” د پیر پنجال په غرونو کې د بیر د کارخانې تابیا وکړه. په ۱۸۶۰ م کې دوی “ایډورډ ډایر” ته دا کار وسپارلو چې په ګرمو ملکونو کې د شرابخانو جوړولو تجربه يې لرله. د ده زوی ډګرمن ریجینالډ ډایر هغه بدنامه افسر و چې په ۱۹۱۹ م کې د امرتسر په جلیانواله باغ کې په زرګونو مظاهرچیانو د توپو ډزې کړې وې.
هغه وخت دلته جوړ شوي شراب، “مري– لندن لاګر” وبلل شو.
د دوېم افغان جنګ نه وروسته په جنوبي پښتوخوا کې د انګریز پوځ شمېره په زیاتیدو او د اورګاډي د پاټللۍ غځولو کار هم ګړندې شو. هم هغه وه چې په ۱۸۸۰ م کې د “مری بروري” یوه کارخانه په کوټه او بله په پنډۍ کې يې پرانستله. د کوټې ښار په مرکز کې د بیر نه علاوه د “جن” او کیو- ډي نومې وسکي په جوړولو لاس پورې شو.
په ۱۹۰۲ م کې د مري کمپنۍ د کاروبار د پراخولو لپاره خلکو نه پانګه واخیسته او د ونډو په بازار کۍ وردننه شو. په ۱۹۲۰ م کې د اوبو کمی له کبله دغه کارخانه راولپنډۍ ته يې یوړه. خو د اوربشو خمیره کیدل بیا هم په مري کې کیدو.
د کوټې کارخانه د ۱۹۳۵ م په زلزله کې ړنګه شوه. په ۱۹۴۰ م کې د لاهور یو ذردشتي “پیشتون بنډاره” د دې کارخانې حقوق تر لاسه کړل او د کوټې نه بهر د کیو – ډی تولید بیا پېل شو.
د دویم نړۍ وال جنګ په وخت هند کې د متحدینو په زرګونو پوځیان یو او بل محاز ته د ورتلو لپاره پنجاب کې ایسار وو. هغه وخت د مری کارخانې د کال یو نیم میلین ګیلن نه زیات بیر جوړول.
په ۱۹۴۷ م کې د وېش په محال مظاهره کوونکو، په ګهوړا ګلۍ کې د مری بروری تشه ودانۍ وسېزله او اسلامي پاکستان کې د شرابو په خرڅولو بندیز ولګیدو. اخوا په کوټه کې د برټش بلوچستان د شرابو د تولید د قانون تر مخې کیو- ډي بیا هم جوړېده. د راولپنډۍ کارخانه هم بنده نشوه بلکه د دې ودانۍ په ۱۹۶۷ م کې بیرته جوړه کړې شوه. ټول سامان د برطانيې د شرابو کمپنۍ “بریګز اینډ برټن” له خوا ورته راوړل شوې. د شیشې بوتلو لپاره يې یوه بېله کارخانه ورته جوړه کړه. د بیر لپاره اوربشي د اسټریلیا نه او نورتوکي د جرمني نه، د څېړۍ د لرګي بیلرونه د شمالي امریکا، اسټریلیا او هسپانیې نه را غواړي. د دې په زیر خانه کې نیم میلین لیټر ویسکي تر ۱۲ کالو ساتل کېږي.
په ۱۹۷۷ م کې وزیر اعظم ذوالفقارعلی بهټو په پاکستان کې د شراب په جوړولو او خرڅولو مکمل بندیز ولګوو. خو کله چې پوځي جنرل ضیاء الحق واکمن او اسلامي شریعت يې نافذ کړو نو دغه قانون کې ترمیم وشو چې بهرني او غیر مسلم که غواړي نو اسنادو په ښودلو، شراب څښلې شي. هغه وخت د پنجاب د ځواکمنو خلکو د ۷۰ نه زیاتو هټیو او هوټلونو د شرابو د خرڅولو لایسنس (جواز) تر لاسه کړو چې په سلو کې ۹۹ مشتریان يې مسلمانان وو.
په ۲۰۰۱ م کې د راولپنډۍ کارخانه د لنډ وخت لپاره وتړل شو ځکه خزله او مرداري يې زیاته وه او خلکو د بد بوي نه شکایت کوو. د لنډ وخت لپاره د مري شراب په اتریش کې جوړیدل چې ټول یورپ او د هند او پاکستان په ریستورانونو کې يې خرڅول. په ۲۰۰۴ م کې دغه تولید بند شو.
په ۲۰۰۷ م کې د مری وسکي چې ۲۰ کاله پرې اوړېدلي وو، د یو اسلامي ملک ځانګړې ټاپ شراب نوم وګټلو.
په ۲۰۱۳ م کې مری بروري د هند په بنګلور کې هم خپله کارخانه جوړه کړه.
په راولپنډۍ کې د شرابو کارخانه په هم هغه سړک ده چې د انګریز له وخته د پوځ د لوی درستیز استوګنځای پرې جوړ دی. دلته ۴۰۰ کسان کار کوي چې ټول د پنډۍ مسلمانان دي. د ډېرو پلار او نیکه هم په دغې کارخانې کې کار کوو او زیات يې پخپله شراب نه څښي. نږدې د کارخانې مزدورانو لپاره یوه کالوني هم شته چې ۱۵۰ کورونه لري.
په ۲۰۱۵ م کې دلته ۱۰ میلینه لیټر، بیر(د اوربشو شراب) هم دغه هومره وسکي، (سنګل مالټ او سکاچ) ووډکا او برانډي تولید شول. دا د پاکستان د لویو عایداتو په لسټ کې ده. د دې په خریدارو کې هند او بنګله دیش په سر کې دي. په ۲۰۱۴ م کې کمپنۍ په نیویارک کې خپل یو مهم هټۍ پرانسته. د فوربس نومې اقتصادي مجلې له خوا دا د ایشیا په ۲۰۰ بهترینو کمپنیو کې نوم راغلو. اوس هم مری بروری دا د ونډو په بازار کې د پاکستان ۲۵ لوړو کمپنیو کې شامله ده. د مري بروري یوه کارخانه د هریپور په “حطار” کې ده چې اوربشي خمبیره کوي.
په ۲۰۱۴ م کې د بلوچستان د نارامه حالت له کبله د کوټې د وسکي کارخانه “هب” ته یوړل شوه. د دې د کال ګټه ۱۰۰ میلینه روپۍ ده او د خپل عاید نه مالیه ( ټیکس) حکومت ته ورکوي.
په پاکستان کې شراب څښونکي د لوړې طبقې، فیوډالان، پوځیان او سرمایه دار خلک دي. دغه خلک په اوړی کې بیر او په ژمي کې وسکي خوښوي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۵ جولای ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.