دا انځورپه ۱۸۴۸ م کې يو برطانوي پوځي افسر جيمز رېټری کښلې دی. دی د يو بل افسر ډاکټر لارډ سره په باميانو کې د برطانيې د لومړي سفارت غړې و. انځور د باميانو د والي نازولې ميرمنې شکر لب دی چې د امير دوست محمد خان د يوې قزلباش ميرمنې ورېره (خورزه) وه.
د شکرلب په نيم سر د سپينې بورقې پلوونه ښايي چې دا له زنان خانې بهر راوتلې ده. خدمت ګاره (يا ممکن خواښې) يې په سپينه بورقه او دلاغ کې ولاړه ده. د دې شا ته په ديوال کې چيني خانې زيات وخت به په ميلمستون يا هوجره کې وې. د خونې ديوالونه د لرګي دي چې ښکلې نقاشي پرې شوې ده. دغسې کورونه د کابل په مراد خانې کې وو. د شکر لب مخې ته پيچوان (يو ډول چيلم) او صندوق کې د چای او مشروب د شيشې لوښي ښايي چې دا د خپل مېړه په ځای ناسته ده.
داسې ښکاري چې د شکر لب د انځور جوړولو لپاره رېټری او د هغې مېړه دا تياره کړې وه.
پر زمکه د مالوچو توشک ورباندې نمده (ليمڅی) او بيا پرې يوه وړه قالينچه غوړيدلې ده. د شکرلب په زنګانونو شين پټو ټاو دی چې د هغې لباس پکې پټ دی او غيږ کې يې د ګلاب ګل دی. د دې شا ته لوی بالښت دی خو هغې پرې ډډه نه ده وهلې او چې څنګه يې ورته وئيلي دي هم هغسې ناسته ده.
شکر لب د طلاي وريښمين کميس د پاسه لنډ جيکټ اغوستې دی چې لستوڼي يې د مخملو ښکاري. د سرو زرو، څلور ګوټيزه ټکيو يوه لړۍ د دې غاړې سره جوخت او بله په ټټر پرته ده. په سر يې د سرو زرو اشرفي دوڼۍ شا ته د يوې زرينې ټوپۍ سره نښتې ښکاري. د تورو ويښتو وړې کمڅۍ چې يو بل کې نښتي دي، مخامخ په سينه پرتې دي.
شکرلب ډېره وړه او معصومه ښکاري او که سرخي يا رانجه يې نه وي کارولې نو ډېره د قدرتي ښکلا لري. پخپله جيمز رېټری شکرلب د يو قيمتي ملغلري سره تشبيه کړی وه. دی ليکي چې والي هغه ته ډېر درناوي له کبله د خپلې ميرمنې د انځور جوړولو اجازه ورکړه.
صفيه حليم
سرچينه
د برطانيې د کتابتون آنلاين آرشيف
د خپريدو نېټه- ۱۶ اګست ۲۰۱۶ م