په کشمير کې لومړي مسلمانان

Silver_coin_of_Kashmir_Sultanate
په کشمير کې د پښتنو زياته شميره په جنوب لوېديځ کې ده چې دراني، يوسفزي او اپريدي يې زيات دي. دلته د اسلام د خپرولو کار سواتي کډوالو پېل کړو چې اوس هلته د سېدانو په نوم پيژندل کېږي. د ۱۳ ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د مغلو(منګول) حملو د سوات او د هزارې په غرونو کې هم سياسي بدلون راوستلو. دا ټوله غرنۍ سيمه د کشمير برخه وه. سلطان پکهل د کشمير نه خپلواکي واخيسته او مخالفان يې وشړل. هغه وخت کشميرکې برهمني راجا سوهاديوا ( ۱۳۰۱ م نه تر ۱۳۲۰ م ) حکومت کوو چې د ۱۰ زرو شا و خوا خلک پکې اوسيدل. راجا د شا و خوا وړو رياستونو شړل شويو راجګانو ته پخپل دربار کې ځای ورکړې و.
“راجا رينچان” د لداخ نه، “لنکارچک” د ګلګت د درد سيمې نه و. د سوات نه شمس الدين په ۱۳۱۳ م کې کشمير ته کډه کې وه. ځينې تاريخونه وايي چې شمس الدين “سواتی” و.
دغه درې واړو ته راجا سوهاديوا زمکې او پخپل دربار کې لوړ مقام ورکړې و. “ډولوچا” نومې يو تاتارکشمير ته لښکر يوړو نو سوهاديوا وتښتيدو. د ده جنرال لږ وخت لپاره پر تخت کيناستو خو رينچان ورسره خيانت وکړو او پخپله د کشمير راجا شو. په دې موده کې شمس الدين د وزير په توګه ځان ټينګ کړو او غوښتل يې چې راجا رينچان مسلمان شي. خو په دربار کې هندوان او بودايان هم اغيز من وو. روايت دی چې شمس الدين راجا ته مشوره ورکړه چې پخپله خوښه دې يو دين خپل کړي. ورته يې ووئيل چې سبا سهار که د هر يو دين سپېڅلې څټه د ده مخې ته راغله نو هغه دې وومني. د راجا دا خبره خوښه شوه او شمس الدين د کشمير نامتو صوفي، سيد شرف الدين بلبل شاه ته خبر ورکړو. په بل سهار د نمانځه نه وروسته بلبل شاه د راجا مخې ته ورغلو.
رينچان د خپل ۱۰ زره رعيت سره مسلمان شو او سلطان صدرالدين نوم يې غوره کړو. هغه د سرينګر نوم رينچانپور او يو بوداي عبادت ځای يې جومات کړو، چې “بود مشيد” نوميدو. دغه د کشمير لومړی جومات و.
په ۱۳۲۳ م کې سلطان صدر الدين، د خپل زوی حيدر او ميرمنې “کوتراني” (کوټه راني) سرپرست شمس الدين وټاکلو. راجا د سوهاديوا راجا د ورور اوديانه ديوا له خوا ووژل شو او کشمير بيا د يو برهمني په لاس کې شو. هغه د کوترانيسره واده وکړو چې دغې ميرمنې د ترک مغلو د حملو په وخت کې کشمير په ميړانه وساتلو.
شمس الدين پخپله هم واک ته د رسيدو ارماني و. کوترانۍ ته يې د واده وړانديز وکړو او د هغې په انکار، ورسره جنګ ته تيار شو. په ۱۳۳۸ م کې په جياپوره کې يوه جګړه ووشوه چې سرکاري پوځ پکې ماتې وخوړه او راني کوتراني خپل ځان ووژلو.
شمس الدين د لارې خنډ ليرې شو نو په ۱۳۳۹ م کې يې د “شاه مير” په لقب د يو حکومت بن سټ کيښودو. د سواتيانو يوه سپېڅلې پير، سيد جلال بابا و چې د هزاغرې په بهوګرمنک کې يې زيارت اوس هم شته. د هزارې سواتيان په دوو ډلو “ګبري” او “پکهلي” کې ويشل شوي دي. کبري اوس هم هزارې کې مېشت دي او پکهلي کشمير ته لاړل.
د ۱۳۳۹ م نه تر ۱۵۶۱ م پورې د کشمير واک د شاه مير سلطنت په لاس کې و. په دې ۲۲۲ کلونو کې دلته زيات خلک مسلمانان شول. د لوديانو تر سلطنت، کشمير خپلواکي وساتله خو مغلو پکې څو وارې پوځ يوړو او په زور يې ساتلې و. له مغلو دا سيمه افغانانو ونيوله او شا و خوا يو نيم سل کاله د سدوزو او بارکزو په لاس کې وه. په شلمې ميلادي پېړۍ کې د هزارې (بفه،جبوړي او نورو) کليو نه پښتانه په غرونو کشمير ته اوړيدل.
د هند د وېش پر وخت دا ټاکل شوې وه چې د مسلمانانو د اکثريت سيمې به د پاکستان برخه وي خو هند هلته پوځ ورواستاو او کشمير يې په زوره ونيولو. اوس يوه برخه د پاکستان سره او نوره د هند سره ده چې دواړو ملکونو تر منځ د جنګونو او شخړو سبب ګرځيدلې دی.
صفيه حليم
سرچينې
۱.تاريخ هزاره- قبل از مسيح سې ۲۰۱۰ تک. منصف خان سحاب- مکتبه جمال، لاهور. ۲۰۱۴ م. ۱۷ او ۱۸ مخ
۲.د سواتنامې سريزه (شل مقالې-۹) علامه عبد الحی حبيبي، ټولوونکې مطيع الله روهيال.علامه رشاد خپرندويه ټولنه. ۲۰۰۷ م- ۱۰۳ او ۱۰۴ مخ
۳.تاجک سواتی ومملکت ګبر- تاريخ کے آ ينےمیں. بروفيسرمحمد اختر ايڈيشنل سيکرٹری(ريٹايرڈ) – سرحد اردو اکيڈمي، ايبٹ اباد، مارچ ۲۰۰۲ م. ۳۵۶- ۳۶۰ مخونه
4.Tribes and castes of the Punjab and North-West Frontier Province. Sir Denzil Ibbetson, Sir Edward Maclagan and H.A.Rose. first ed published 1911. Republished, Sang-i-Meel Publications, Lahore. Vol 3. p 448-449.
د خپريدو نېټه- ۱۲ اګست ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.