د اټک غورغشت

ghurghushti
د غور غشت يا غرغشت په نوم يو ځای مردان کې دی. بل په سوات او خوست کې هم غرغشت شته.
د اباسين پر غاړه د اټک د پښتنو سيمه غورغشتي بلل کېږي او زرګونو کالو تاريخ لري. د دې په ختيځ کې يو ځای “مورتي مېره” ( د بت مېره) د اريايي وختونو نښې لرلې. دلته په خاوره کې به لرغونې مجسمې پرتې وې خو چا پرې څيړنه ونکړه او خلکو د کرکرهڼې لپاره زمکه په بلډوزر واړوله.
د لوديانو په دوره کې (۱۵ م پېړۍ) دلته غوري پښتانه ميشت وو. د سکندر لودي يو وزير ادم خان کاکړ نمسي شيخ اشرف د ارام ژوند پريښودو او صوفي شو. دی د شيخ احمد مريد و او د لنګر انتظام د ده پر غاړه و نو ځکه د “ګدانې” په نوم مشهور شو. د ابراهيم لودي د شهادت نه وروستو په ۱۵۲۶ م کې شيخ اشرف کاکړ د هند نه خپل اصل وطن کندهار ته لاړو خو هلته نه په خفګان، بيرته د مريدانو سره چچ ته راغلو او په غورغشت کې اباد شو. په لومړي ځل هغه دا کلې د پنج ډېر سره اباد کړو چې ۴ زره خلک پکې اوسيدل. بيا “ګري ميراته” ته يې کډه وکړه او درېم ځلې په اوسني موقعيت کې اباد شو. د دې سبب هغه سيلابونه وو چې هر کال اباسين کې راځي او په دواړو څنډو کلي لاهو کوي.
شيخ اشرف سره د کاکړو او ساکزو نه علاوه د نورو قامونو خلک هم مله وو چې جدون، پڼي، پکې د ياد وړدي. د کاکړو لوی خيلونه، دلاورخيل، عنايت خيل او مټه خيل وو. د غورغشت زياته زمکه د کاکړو د عنايت خيلو سره او نوره د صوابۍ د هنډ نه ورغلي، يوسفزو د اسد خيل، سليمان خيل، حيدر خيل او قره خيلو سره ده.
د غورغشت نوم د هند په تاريخ کې د کنج پورې د نواب نجابت خان لپاره هم شهرت لري. د ده خپل نوم نجف خان و او ځينې خلک وايي چې دی يوسفزې و، خو پخپله د غورغشت خلک وايي چې هغه په خته کاکړ د سارخيلو قام نه و.
د هند د کنج پورې رياست د احمد شاهي حملو پر وخت د احمد شاه ابدالي د ځواک سره ډېره مرسته کړې وه. هم دا وه چې مرهټو به ورباندې حملې کولې. د پاني پت د جنګ نه وړاندې په ۱۷ اکتوبر ۱۷۶۰ م کې مرهټو په کنج پورې لويه حمله وکړه او نواب نجابت خان په يوې سختې مقابلې کې شهيد شو.
د شلمې ميلادي پېړۍ تر پاې په غورغشت کې د ۴۰ زرو شا و خوا خلک ميشت وو. د دې سيمې ډېر ځوانان د سمندري تجارت لپاره په بحري بيړيو ملازمت کوي.
سرچينې
۱. دامن اباسين-سکندر خان، ۱۹۹۳ م – اميد چاپونکي، دربار مارکيټ لاهور- ۱۹۰ او ۱۹۱ مخونه
۲.تاريخ کنج پوره- اثر نياز- دامن اباسين –
۳.د پنجاب د وروستيومغلو تاريخ- ايچ – آر ګپتا د ۱۸۱ نه تر ۱۸۵ مخ- دامن اباسين نه حواله.
صفيه حليم
د خپريدو نېټه- ۲۳ اپريل ۲۰۱۶ م

3 Comments

Add a Comment
  1. Ghor ghusht now called Ghur ghushtai and is on the otherside of Indus River which is a part of Punjab Province.

  2. Very nice

  3. I agree with you

Leave a Reply

Your email address will not be published.