د حرکاتو ژبه

b. language
يو مشر ژورناليسټ راته کيسه کوله چې د پاکستان صدر ضياءالحق چې به کله د خبرو په وخت پخپلې ګوتې پوزه وګروله نو مونږ به پوه شو چې هغه دروغ وایي. تاسو يو چا سره خبرې کوئ، نو د هغه د مخ تاثر يا لاسونو ته مو پام وي؟ دا چې يو کس ورته ريښتيا وايي او که دروغ، معلومول يې ګران نه دي خو که ستاسو مشاهده قوي وي. په انګرېزي کې دی ته باډي لينګويج (د وجود ژبه) يا د حرکاتو ژبه وايي او دا انسان او حيوان دواړه لري. په دې کې د مخ تاثرات، د ناستې ولاړې طريقه، د سترګو خوځښت او د چوپتيا يا د سکوت د ماتولو لپاره د لاس او د پښې خوځول شامل دي.
کله کله يو کس خبره نه کوي خو د لاس يا د مخ په اشاره يې خلک پوه شي چې دی د کوم حالت سره مخ دی. د برطانيې شهزاده چارلس د ډايانه سره واده په وخت د خپلې سترګې لاندې ګوته راښکله، داسې لکه چې اوښکه يې پاکوله. وروسته د يوې بلې ښځې (کميلا) سره د هغه د مينې خبره په ډاګه شوه او تحليل کوونکو د چارلس د ګوتې هغه اشاره په دې تعبير کړه چې دی د خپلې ورکې مينې پسې خفه و.
د انسان په مخ ترټولو مهم حرکات د سترګو وي. که يو کس ستاسو په ليدو خوشاله وي نو په سترګو کې خوشالي او په مخ يې نرۍ موسکا وي. که څوک موسکی وي خو سترګې يې خوشاله نه ښکاري نو ممکن په ځان جبر تېروي. طنزيه، جبري او د خفګان موسکا کې توپير کول پکار دي.
که يو کس درسره د ليدو په وخت دواړه څنګل تړلي وي نو دا يو دفاعي حالت وي. مانا دا چې هرکلی درته نه کوي، يا بيا پوښتنو ته سم ځواب نه وايي.
په دې حالت کې د مرکې يا د پوښتنو نه وړاندې به د هغه سره يو څو داسې خبرې کوئ چې د دفاعي حالت نه راووځي. که چا يو څنګل د بل د پاسه ايښي وي نو دا د بې باورۍ يا په ځان د نه اعتماد نښه ده. کومو خلکو چې خپل لاسونه په غيږ کې ايښي وي نو په ځان باور ښايي. که چا دواړه مټې کلکې يو بل کې خښې کړي وي نو مانا دا چې هغه کس په ويره او يا احساساتي دی. هم دغسې که يو کس د خبرو په وخت خپل دواړه لاسونه د کوټ، واسکټ يا د پتلون په جيب کې پټ کړي وي نو هغه خبرې پټول غواړي.
خو د حرکاتو توضيح پيچلې وي. که يو کس دواړه لاسونه په تخرګ کې منډلي دي نو ممکن د هغه ساړه کېږي يا دا د هغه عادت وي او ممکن هغه بې له دې چې لاسونه خلاص کړي، ټولې خبرې درته وکړي. نو ځکه يوازې د لاسونو په حرکت تاسو څوک په دروغو نشې ملامتولی.
د کلتورونو ترمنځ تضاد ته هم پام کول پکار دی. په لوېديځ کې که څوک د خبرو په وخت سترګې ټيتې کړي نو مانا يې دا وي چې هغه کس دروغ وايي. هلته ريښتونی کس د مقابل په سترګو کې سترګې اچوي. خو په ختيځ کې دا حرکت د شرم او د حيا مانا ورکوي.
د شهادت ګوته ښودل په ځينو ټولنو کې منل کېږي خو که مقابل يواځې تاسو ته ګوته ونيسي نو يو ګواښ پکې پټ وي. له دې د پښتو محاوره ګوته څنډل، يا ګوت څنډنه راوتلې ده. په هندوانو کې د خبرداري لپاره کټه ګوته کارېږي. په بنګال، تايلينډ او ځينو نورو ملکونو کې کټه ګوته ښودل د ښکنځلې مترادف ده. خو په اروپا کې کټه ګوته ښودل د خوښي مانا لري. د لاس روغبړ يا مصافحه، په ډېرو ځايونو کې د خوښي او د کاميابي نښه ده خو په مسلمانو ملکونو کې د ښځې سره مصافحه نا روا کار دی. هم دغسې په هندوانو کې سړي او ښځې چرې هم د لاس روغبړ نه کوي.
د لاس روغبړ په وخت هم ځينو حرکاتو ته پام وکړئ، لکه د چا ګوتې له زور ورکول، يا لاس دومره کلک نيول چې هډوکی دی خوږ شي، يا دومره کمزورې چې تش ګوتې يو بل سره وجنګېږي. دا هر څه د مقابل احساسات در څرګندوي.
که يو کس د خبرو په وخت پخپلې خولې لاس ږدي نو يا خو خپل احساسات پټول غواړي او يا په ځان باور نه لري. کله نا کله يو کس د خبرو په وخت په مخ لاس ږدي او مانا يې دا وي چې هغه د موضوع په اړه ډېر سوچ يا غور کوي. د لاسونو، څنګل، ګوتې، سر او د پښو حرکات کيدېشي شعوري او يا غيرشعوري وي.
په يوې غونډې کې د بېلا بېلو وينا والو حرکات مشاهده کولی شئ. ځينې کسان د خبرو پر وخت اوږې ښکته پورته غورځوي. داسې کسان پخپل علم ډېر غاور او نورو ته په ټيټه سترګه ګوري. ځينې کسانو خپل څنګ ته ناست کس نه ډډه کړې وي، چې د خفګان، ويرې او د کرکې احساس ترې څرګندېږي. هغه کس چې کيناستو کې يې اوږې دننه وي او د نورو سره سترګې نه لګوي، د ويرې احساس کوي يا په ځان باور نه لري. قهرژن کس په مجلس کې برلاسی وي او هغه چې لاسونه يې تړلي او پښې خوځوي نو مانا دا چې هغه بې صبره دی او خبرې ورته په زړه پورې نه دي.
که چا د کرسۍ شا سره خپله شا لګولې، د نورو خبرو اورېدو لپاره وړاندې ته ټيټ شوی وي او سر خوځوي نو هغه ارامه دی، په خبرو کې دلچسپي اخلي او ممکن د نوروخبره ومني.
که څوک په ولاړه چا سره خبرې کوي او لاسونه او پښې يې مقابل لورې ته وي نو هغه ستاسو خبرې ته متوجه دی. يوه پښه په بل اړول او يا د يوې پښې په زور اودريدل، د هغه کس غير رسمي چلند په ګوته کوي.
خو د دې هر څه سره ژورناليسټ بايد د وړاندې نه تاثر جوړ نکړي. که يو سياست وال د ژورناليسټانو په منځ کې مغرور يا قهر ژن مشهور دی او يا ستاسو ترې بد راځي نو په اړه يې د وړاندې نه منفي فکر مه لرئ. کله کله داسې هم شي چې مونږ د خپل تعصب د لاسه د يو کس په سترګو کې ملګرتيا يا خوښي نه وينو ځکه توقع مو نه وي او په نتيجه کې انصاف د لاسه ورکوو.
صفيه حليم
د خپريدو نېټه- ۲۷ اپريل ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.