بايزيد روښان

SAMSUNG CAMERA PICTURES

SAMSUNG CAMERA PICTURES


“کڼۍ” په وزيرو کې هغه شريکه زمکه وي چې د قام په خوښه يو چا ته د د خدمتونو په بدل کې ورکړل کېږي. په اشنغر کې دا سيرۍ نومېږي. ” د جنوبي وزيرستان کڼي ګرام ” (د وزيرو په لهجه کې کڼيګورم) د بايزيد انصاري ټبر ته د ديني خدمت لپاره ورکړل شو. په اين اکبري کې د وزيرستان سيمه ” تومان دور” نومېږي.
بايزيد انصاري په ۱۵۲۵ م کې د پنجاب په جالندهر ښار کې د يو داسې مورنه پېدا شو چې د ده د تره کونډه او خپل لېور قاضي عبد الله سره يې دوېم نکاح شوې و. هغه وړاندې مېرمنه او يو زوی لرلو نو يوه مېرمنه يې په کڼيگرام کې او بله يې په جالندهر کې ساتله.
بايزيد انصاري په خټه ” ارمړ” او مورنۍ ژبه يې ارمړي وه. پښتو يې دویمه، فارسي او عربي د ديني زدکړو د لارې زده کړلې او په پنجابي هم پوهېدو. په هندوستان د بابر د حملو پر وخت پښتنو نورو سيمو ته کډه کوله او د قاضي عبد الله مېرمنه امينه هم د پنجاب نه کڼيگرام ته راغله. عبد الله خپل زوی ملتان ګې د شېخ بهاوالدين خانقاه ته د سبق لپاره ورواستوو. وروستو بايزيد د اسونو تجارت پېل کړو چې د دې لپاره به يې لېرې پرتو سيمو ته سفرونه کول.
په کالنجر کې هغه د اسمعيلي فرقې يو مبلغ سره مخ شو چې د نورو خلکو سره په جومات کې يې لمونځ کوو. هلته به يې ورو ورو تبليغ پېل کړو او خلک به د دوی خبرو اورېدو ته راټول شول. بايزيد هم د ده خبرې اورېدې او ښايي تر اغيز لاندې يې راغلو. د دوی خبرې داسې وې چې لمونځ روژه او حج تر هغې بېکاره دي تر څو د دوی په روح څوک پوه نشي. د اسماعيليانو د تبليغ خفيه لاره او د خلکو د راجلبولو طريقه د بايزيد لپاره په زړه پورې وه. په هغه وخت کې کندهار کې د امام مهدي د راتلو خبر خپور شو او بايزيد کندهار ته ورغلو.
هغه امام مهدي، سيد محمد جونپوري نومېدو چې د ۱۴۴۳ م نه تر ۱۵۰۲ م پورې ژوندی و. دی په ټول هند کې گرځېدلی او وروستو ټهټه ( سنده) نه کندهار ته تللی و. هلته نه يې هرې خوا ته ليکونه وراستولي و چې په کندهار کې د ده د مهديت شهادت ورکړي. دی په ۱۵۰۲ م کې په فراه کې مړ شو او هم هلته خښ دی. د هغه مفکوره دا وه چې د خدای ذکر که ډېر وشي نو سړی معرفت ته رسېږي.
بايزيد د دې ټولو اغيزو سره چې بېرته خپل کور ته لاړو نو د خپلې ټولنې د اصلاح کار يې پېل کړو. هم هغه ديني عقيدې يې خلکو ته ښودلې او د يو ديني مشر په توګه وپېژندل شو. قبايلو هغه ته د امام په سترګه کتل او د ده تبليغ يې منلو ځکه دا د قامي جوړښت سره په ټکر کې نه و.
بايزيد پخپله د هغه وخت د ځينو دودونو خلاف و، په تېره بيا پخپلې کورنۍ کې ډېر دودونه ورته شرک ښکارېدل. يو ځلې هم دغسې د خپل ورور سره يې سخت جنگ وشو نو پلار ورته وويل چې يا خو خپله مفکوره پرېږده او يا کور.
بايزيد کور پرېښودو او مومندو ته ولاړو چې د اسلام د سمې لارې تبليغ يې کاو. بيا پېښور ته يې مخه کړه چې خليل او محمد زي پرې راټول شول.
دی لومړی کس و چې د ښځو د مساوي حقونو خبره يې کوله او هغوی ته يې هم په تصوف کې ځای ورکړی و.
بايزيد غوښتل چې د دين په اړه د خلکو ذهن روښانه کړي او ځکه د ده تحريک روښاني بلل کېدو. خلکو به ورته پير روښان ويل او يو مهم کار يې دا و چې هغه په لومړي ځل پښتو ژبې د ليکدود لپاره په عربي کې ۱۳ ټکي ورزيات کړل. د ده مشهور کتاب خېر البيان په څلورو ژبو، پښتو، فارسي، عربي او پنجابي کې د ده پخپل لاس ليکلی او د پښتو لومړی کتاب گڼل کېږي. روښان شاو خوا دولس کتابونه وليکل خو نيم نه کم پکې پاتې شول. په دې کې مقصود المومنين، صورت توحيد، فخر، حالنامه، او خلوت د يادونې وړ دي.
هغه وخت د هندوستان باچا جلال الدين محمد اکبر يو نوی دين ” دين الهي” په نوم جوړ کړو چې پکې د هندوانو، اسلام او مسيحيت ښې خبرې راټولې وې. په هند کې د اسلام مبلغينو د دې مخالفت کاوه خو په ښکاره يې ورسره جنګ نشو کولی. بايزيد د اکبر باچا د دې دين پر ضد خلک راوپارول. کله چې باچا خبر شو چې پښتانه په لوی شمېر بايزيد پسې دي نو د هغه سره د مقابلې لپاره یې څو مذهبي ملايان فعاله کړل.
د بايزيد لوی مخالفت سيد علي ترميزي ( پير بابا) او د ده خليفه اخوند دروېزه وکړو. ترميزي په ۱۶۱۵ م کې مړ شو. هم هغه پير روښان ” پير تاريک” وبللو. په پېښور کې اخون درويزه روښانيانوته د يو ديني مناظرې چيلنج ورکړو چې بايزيد ترې ډډه وکړه. خو د ده منونکو شمېره مخ په زياتېدو شوه. اکبر باچا د خپل واک د ټينګولو لپاره دغسې ټول خلک له تورې ويستلي وو او روښاني تحريک اوس په يو سياسي قوت بدل شوی و. هغه يوسفزیو او خټکو ته د روښانيانو پر ضد ښه مراعات ورکړل او دې دواړو قامونو يې مخالفت پېل کړو. خوشال خان خټک پخپلې شاعرۍ کې د روښان په غندنه کې تر ټولو وړاندې و. د بايزيد سره اپريدي په ملاتړ ولاړ وو، هم هغه وه چې ده په تيراه کې خپل مرکز جوړ کړو. هلته په داگه يې د مغل باچا اکبر پر ضد د جهاد ناره پورته کړه.
ده په څو جنگونو کې مغل پوځ مات کړو او په پنځو کې څلور زامن يې ووژل شول. د اکبر نامتو راجه بير بل د يو لوی پوځ سره جمرود کې ورباندې حمله وکړه او ممکن روښان په ۱۵۸۱ م کې په دې جنګ کې ووژل شو. خو ځينې سرچېنې وايي چې د مغلو سره د پير روښان وروستۍ ډغره په ننگرهار کې وه چې مغل والي محسن خان پکې پخپله برخه واخيسته. هغه په دې جنګ کې ماتې وکړه او صوابۍ ته ووتلو خو په ” ټوپۍ کې د يوسفزوله خوا راگېر او د ” توربيلې ” سره نږدې ووژل شو.
د بايزيد د مرگ خبره مرموزه پاتې وه ځکه د ده مړی ورک شو. د مغل باچا په امر د باغي سر به په نيزه ځړولی د ښار څلور لارې کې اېښودل کېده چې نور باغيان ترې عبرت واخلي. ان تر دې چې د قبر نه به يې هم مړي راويستلو چې نوم يې پاتې نشي. د پير روښان منونکو د ده مړی د کانيګورم يو پټ ځای کې خښ کړو خو په اړه يې دا افسانه مشهوره شوه چې هغوی په يو کټ د ده هډونه ګرځول.
د ده کشر زوی جلال الدين هغه وخت د څوارلسو کالو و چې لاس تړلی يې اکبر باچا دربار ته يوړو خو هغه پرېښودو. دیی ډېر ژر د خپل پلار د تحريک مشر شو او د مغلو خلاف يې ګوريلاي جنګ پېل کړل. ده به د اباسين شا و خوا په مغلو حملې کولې او هم هغه وخت د اټک په سيند کې دوه لوېې تيږې د پير روښان د دوو زامنو جلالي او کمالي په نوم مشهور شول. وروسته انګريزانو په دې تيږو د اټک پل جوړ کړو. د مردان سره نږدې د جلاله ګودر هم هغه وخت شهرت وموندلو چې د روښاني تحريک جنګيالي به پکې راټولېدل. هم دغسې د جلال اباد ښار هم د هغه په نوم ونومول شو. جلاله چترال ته وتښتېدو چې هلته په ۱۶۰۱ م کې مړ شو.
د جلاله د مړينې نه وروستو د هغه وراره ” احداد” خان مشر شو او د اکبر نامتو جنرالانو سره وجنگېدو. روښاني تحريک د ۱۵۶۰ م نه تر ۱۶۳۸ م روان و. د پيرروښان منونکي په تيراه، وزيرستان ، پکتيا، لوگر او ننگرهار کې و.
روښان په اسلام کې د نوې فرقې جوړوونکی نه و. خو مغلو د خپل سياسي ګټو لپاره د ده غورځنگ د يوې نوې فرقې په توګه خلکو ته ښودلو. روښاني تحريک په غلطۍ د ” اسماعيلي، خارجي، او ان تر شيعه سره تړل کېږي. د يورپ پوهانو بيا پخپل وار د روښان په ضد ليکنې وکړې ځکه دوی اکبر يو روڼ اند باچا گڼلو.
په کاڼيګورم کې د ده د قبر په اړه د ګوتو په شمېر خلکو ته معلومات شه خو تر اوسه يې چا ته نه ښايي. د پښتو ټولنو او اکاډمۍ له پکار دي چې د ده مقبره جوړه او خلکو ته ښکار کړي.

د بېلا بېلو ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۱۴ اګست ۲۰۱۵ م

صفيه حليم

3 Comments

Add a Comment
  1. da Peer Rokhan kitaab “Khair-ul-Bayaan“ che koom awal pakhto academy aw biaa pakhto tolanay kabul chaap krho… da Germany da kitaabtoon qalmi nuskha wa che mundalay shaway wa…. os biaa pe hindustan k da Khairul-bayaan bala laa mukammala qalmi nuskha mundal shaway da che da germany da nuskhay na daira ghata (salor-guna) da…. kho ter osa chaa daa nuskha chaap ta tayaara ne krha….

  2. da Peer Rokhan ywa bala risaala che Farhat-ul-mujtaba nomaigee… ywa neemgarhay nuskha ye pe Jalaabadk paida shwa che biaa bala bala neemgarhay nuskha ye hum chaa ta afghanistan k pe laas wer raghala…. kho biaa trema mukamala qalmi nuskha ye pe Hindustan k ra paida shwa… kho ter osa 2 zala daa risaala chaap shaway da che naamukamala chaap shaway da aw da hindustan nuskhay ta ye ne dee wer katalee…. pa kaar da che daa zal da Hinstan nuskhay sara sama mukamala chaap shee.

  3. Da yawamanly haqiqat da chi peer Rookhan de hewad d storo sakha yawa sotory day zeka da watan dedy shan mokhawor elmy aw pooh kasan che de khalkoo po dard dawa shy deer kam laroo
    peer Rookhan de pakhtw asabiatw yaw ster motafaker ensan wo>

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *