اوربل

Orbal hair style
ونه د چنار، ټيک يې به اوربل
ما ليدلې زار، پټ پټ يې خندل
په پښتو ولسي سندرو او لنډيو کې د اوربل ذکر ډېر کېږي چې کله ورباندې ټيک (ټيکه) ځوړند وي او کله پرې ګلونه اېښودل شوي وي.
ښايي د ښځو د ويښتو جوړولو دا سټايل د فيشن نه زيات ضرورت له کبله شروع شوی و. پښتانه کوچيان وو او د کوچيتوب ژوند مانا دا وي چې هر وخت به سفر ته تيار وسې. د کوچيانو ښځو لپاره هره ورځ ويښته وينځل او جوړول يو ناممکنه کار وي. د دې لپاره هغوی خپل ويښته په وړو وړو کمڅيو (مينډيو) کې تاو راتاو کړي.
بيا دا کمڅۍ په يوې، دوو او کله په دريو لويو کمڅيو کې بندې کړي او تر مياشتو يې نه خلاصوي. به افريقايي او ځينو عرب ملکونو کې هم دغه دود دی. د ويښتو د وينځلو پر وخت هم دا کمڅۍ نه خلاصېږي او د هرې ورځې د ږمنځ اړتيا هم نه لري.
د پېغلو او د ځوانو ښځو ويښته ډېر وي نو دوی د تندي د پاسه يوې او بلې خوا ته د دې کمڅيو نه سټايل جوړ کړی وي. واده شويو ښځو پکې د سپېنو ټيکه، تاويز او داسې بله ګاڼه ټومبلې وي. جينکۍ د ځنګلي ګلونو سره دا ويښته سنګاروي او همدغه د تندي ويښتو ته اوربل وایي.
د واده په وخت ځوانو جينکو به ناوې جوړوله نو د هغې د تندي ويښتو ته به يې په څو چوټيو کې تاو ورکړو. کله چې شاه ځلمی به د ناوې سره پر تخت کينلولو نو د آينه مصحف د رسم يوه برخه دا وه چې هغه به د ناوې اوربل خلاصوه. شاه به د ويښتو دا کمڅۍ پخپل لاس خلاصولې او جينکو به ورسره ټوکې ټکالې کولې. کله به يې د پېسو په ورکولو ځان خلاص کړو او يا به يوې شوخې جينۍ ورسره مرسته وکړه. ځينو ځايونو کې د ناوې سره بدرګه نايڼې به ورته اوربل خلاصوو. په دې موقع به يې ويل چې د ناوې اوربل خپور شو.
داسې به هم وشول چې هلک به د ځانه سره پټ يو چاقو راوړی و او د کمڅيو د پرانستو پر ځای به يې هغه د چاقو سره پرېکوو. له دې بيا د اوربل د پريکولو محاوره جوړه شوه.
په پښتنو کې د اوربل د جوړولو رواج تر اوسه په کوچيانو کې پاتې دی.
د عکس لپاره ماريه جاويد نه مننه
د خپريدو نيټه
۱۱ اګست ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. ډیر معلوماتې خبرې دې

Leave a Reply

Your email address will not be published.