د بهرام باره دري

Beram bara darri
د اباسين پر لویديځه غاړه اټک د پله سره په لویه لار (جي- ټي- روډ) د بهرام خان “باره دري” ده. بهرام خان د مغلو يو حاکم او د پښتو نامتو شاعر خوشال خان خټک زوی و.
د خوشحال خان ۵۷ ( ځينې وايي چې ۶۳) زامن او بې شمېره لوڼې وې. د ده مشر زوی اشرف خان (هجري) و. دویم زوی بهرام خان د بلې مېرمنې نه و او د ده خور د سيمې د نامتو روحاني سټې شيخ رحمکار کاکا صيب زوی په شيخ ضياءالدين واده وه. بهرام خان په ۱۶۴۳ م ( ۱۰۵۳ ه) کې زېږېدلی و.
د خټکو په دې ټبر کې د هلکانو د نوم سره د “بيګ” لقب کارېدو چې مغلو ته ځان پتمن وښايي. د اټک په پله د تجارتي مالونو د راټولولو او تر پېښوره د شاهي سړک خوندي ساتل د دوی دنده وه. د بهرام خان په ستاينه د خوشال په ټول ديوان کې يو شعر شته دی چې:
عطارد دې نور قلم له لاسه کېږدی
چې په دا خوبۍ بهرام انشاء املا کا
دا ښايي چې بهرام خان د هغه وخت په زدکړو کې تکړه و او ممکن د پلار په شان شعر او ادب سره يې هم مينه وه خو د ده ليکل پاتې نه دي.
خوشال خټک د شاه جهان او وروسته د ده د زوی اورنګزيب ( ۱۶۵۸- ۱۷۰۷ م ) د حکومت په لومړيو کلونو کې هم هغسې د سيمې حاکم پاتې شو. په پنجاب کې سکانو زور موندلی و او تر اباسين د دوی ډلې کاواکه ګرځېدې. په دې وخت کې د مالياتو کار وځنډېدو او ځينو قامونو د مغلو د تګ راتګ لاره ډب کړه. اورنګزيب د کابل حاکم مهابت خان د کار نه خوشاله نه و او د نورو چارواکو په شان د هغه د بدلولو امر هم وکړو. مهابت خان(دویم) د خوشال ملګری و او کله چې هغه دکن ته يې ورواستوه نو نوی والي امير خان ته د خوشال خان ترونو، بهادرخان او فیروزخان ورنږدې شول.
خوشال خان ته امر وشو چې هغه دې په پېښور کې د مغلو والي مستجاب خان سره پاتې شي. اشرف خان د مشر زوی په حيث د ده ځای ناستی شو خو په سيمه کې ناارامي لا زياته شوه. هم هغه وه چې دواړه پلار او زوی يې ډیلي ته ورواستول او د دوی په غير موجودګۍ کې د اشرف خان زوی افضل خان د نيکه پر ګدۍ کيناستو. د خوشال او اشرف خان ترمنځ هم د سياست په سر اختلافات موجود و خو څه موده وروسته زوی يې د هند نه بېرته راغلو او پلار يې د اورنګزیب په دربار کې پاتې شو، ورپسې د ګواليار او رنتهمبور په کلاګانو کې يې وساتلو. خوشال خان پخپلې شاعرۍ کې خپل ځان بندي په توګه ښایي خو په دې وخت کې يې څو کتابونه وليکل چې د بند خبره يې مشکوک ښکاري. ده ۷ کاله په هند کې تېر کړل او کله چې مهابت خان بيا د کابل والي وټاکل شو نو د هغه په سفارش بېرته اکوړي ته راغلو.
اشرف خان د خپلو نورو وروڼو سره هم بده وضع ساتله او د خپلو اختياراتو نه يې ناوړې ګټه اخيسته. شيخ ضياءالدين پکې د روغې ډېره هڅه وکړه. په وروستي ځل هغه د اکوړي بره برخه د بهرام خان او ښکته برخه د اشرف خان د تصرف لپاره وټاکله او دواړه يې خپلو کې يو ځای کړل.
خو اشرف خان، له خپلې ژمنې تېر شو او بهرام خان يې مجبور کړو چې چچ ته لاړ شي. ده ته يې زر روپۍ د مياشتې معاش مقرر کړو خو بيا يې پرې دا پېسې هم بندې کړې. اخر بهرام خان خپلې خور ته کډه يوړه او ضياءالدين ورله تسلي ورکړه چې صبر دې وکړي.
اشرف خان چې خبر شو نوشيخ ته يې پېغام ورواستوو چې بهرام خان ده ته په لاس ورکړي. شيخ ضياء الدين ته دا کار ناشونی و او چې د اشرف خان نه په تنګ شو نو په ۱۰۸۶ ه ( ۱۶۷۵ م) کې هغه د اکوړي نه د وتلو فيصله وکړه او د خپل ټبر سره د بارکزو سيمې “څوترې” ته روان شو. اشرف خان ته د ده د کډې خبر ورسېدو نو ورپسې يې ۵۰ شاوخوا سپاره ورواستول او دوی يې په “خوړه” نومي ځای کې ايسار کړل. د هغه سره مله کسانو ورته وويل چې مه ځه خو شيخ ضياءالدين خپل عيال هم هلته پرېښودل او يو دوو مريدانو سره اشرف خان ته ورغلو. لومړی خو هغه وترټلو او په يوې کوټې کې يې بندي کړو. دی هلته لس ورځې قيد و چې ورته يې هر ډول شکنجې او اذيت ورکوو. او اخر يې ورته زهر ورکړل چې هم هلته مړ شو. په يوولسمه ورځ د هغه مړی يې کلي ته ورواستوه چې مار چيچلی و.
اورنګ خپل والي د منصب نه ليرې کړو او خپل زوی شهزاده معظم يې د شاه عالم بهادر د خطاب سره د پښتنو سيمې ته يې ورواستوه. هغه وخت بهرام خان د ده سره مل شو او تر کابله ورسره لاړو. د باچا په امر اشرف خان يې ۱۶۸۱ م ( د شيخ ضيا د قتل نه شپږ کاله وروسته) په پېښور کې ونيولو او بيجا پور ته يې ورواستوو. دی ۱۴ کاله بندي و او هم هلته مړ شو.
په پښتو ادب کې بې شمېره مقالې په دې ليکل شوي دي چې بهرام خان د پلار او ورور سره جنګېدو. يو ځل بهرام خان ونيول شو خو اشرف خان ورته زړه نرم کړو او دی يې ورخوشې کړو. داسې ښکاري چې دواړه وروڼه د يو بل په پرزولو خوشاله وو. خوشال خان پخپله هم د مغلو نه ناراضه و او کله چې مهابت خان د درېیم ځل لپاره د سيمې والي وټاکل شو نو د اشرف خان نه يې دا لوظ واخيستو چې پلا ر به خپلې سيمې ته نه پرېږدي.
خوشال خان پخپلې شاعرۍ کې هغه “بد فرجام” بللی چې ځينو په نظر د افسانو ويلن يا شيطان کريکټر و. د خپل پلار د نيولو او يا وژلو لپاره يې جنګي ډله وراستولې وه. خو تاريخ افسانه نه ده او د اشرف خان زوی افضل خان چې د خپل ټبر تاريخ- تاريخ مرصع، وليکلو نو په هغې هم څوک په پټو سترګو باور نشي کولې.
د خوشال په لاس کې قلم و نو بهرام او د هغه اولادونه هم مخ تور وښايي. د ده په شاعرۍ کې يو کس د مدو او د مدو پلار په نوم يادېږي. مدو د بهرام خان د زوی مکرم خان خټک لنډ نوم و چې يو ځلې د خپل نيکه د نيولو لپاره څو جنګيالي له ځانه سره بوتلل.
اورنګزیب په ۱۷۰۷ م کې مړ شو او د ده زوی معظم شاه (شاه عالم) د هند پر تخت کېناستو. بهرام خان د اټک فوځداري تر لاسه کړه او د لوېې لارې په سر يې يو مغل ډوله باغ جوړ کړو. په کال ۱۷۱۰ کي شاه عالم د پښتنو زور ختمولو لپاره قبايلي سيمو ته لښکر یوړو چې بهرام خان هم ورسره و. مغلو هېڅ تر لاسه نکړل او د خوست او غزني د لارې کابل ته يې ځان ورسوو. باچا بهرام خان د خيانت په تور ونيولو خو په کابل کې ده ته د تېښتې موقع په لاس ورغله او بېرته د بنګښو پرلار اکوړي ته لاړو.
بهرام خان په ۱۷۱۲ م ( ۱۱۲۴ ه) کې مړ شو او وراره افضل خان يې په اړه ليکي چې ” د ده جنازې ته هېڅوک حاضر نشول”
اوس د اباسين پر غاړه د لویې لارې په سر د بهرام باره دري ويجاړه ده. د پخو برنډو مخې ته چار باغ او په منځ کې د اوبو لښتي يو تالاب ډک و چې اوس وچ دی. ځينې لاروي يوه شېبه دلته ودرېږي، د ويجاړ باغ سیل کوي او بيا ترې ځي.
behram b dari
سرچېنې
۱.شيخ رحمکار کاکا صاحب- سيد بهادر شاه ظفر کاکاخيل ۱۹۸۶ م – درېیم چاپ ۲۰۰۱۷ م- جنيد خپرونې-۲۹ نه تر ۳۳ مخ
۲. خوشحاليات او حقايق ( انتقادي جاج) خواجه محمد سايل، بهادر کلی پېښور. جنوري ۲۰۰۶م.۴۲۱ نه تر ۴۲۷ مخ

د خپريدو نيټه
۸ جولاي ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.