د افغانستان ځنګلونه

pine
په افغانستان کې درې ډوله ونې کېږي چې لومړۍ پاڼه رژوونکي ونې لکه غوزان، ريمه،پنجه، چنار او د فندق ونې دي. دوېم د پلنو پاڼو لروونکي تل شنې ونې لکه د څېړیو ونې او درېم د تېرې څوکې لروونکې تلشنې ونې لکه د لمنځې ونې، اوبښته، بيجور، سرپ، نښتر ، ارچه او نور.
د شلمې پېړۍ په نيمايي کې د افغانستان د حکومتي اندازې تر مخه د دې د خاورې په سلو کې درې برخې زمکه کې ځنگلونه وو. په دې کې هم درې برخې په کونړ او په نورستان کې وه.
د ۱۹۹۰ م راهيسې داسې اندازه وه چې د افغانستان نيم ځنگلونه وهل شوي دي. د نړۍ د وحشي چاپېريال د ساتنې ادارې، ډبليو – ډبليو – ايف په ۱۹۹۷م کې يو راپور خپور کړی و چې په افغانستان کې هر کال شاو خوا شل زره هکټاره زمکې نه ونې او بوټي وهل کيږي خو په هغه اندازه څوک نوي بوټي او ونې نه لگوي.
په يو هېواد کې د ځنگلونو د ورکېدو درې عوامل وي.
ولس، جنگ او قاچاق.
د روسانو سره په جنگ کې د نورستان ځنگلونو دومره تاوان نه و موندلی څومره چې د لاقانونيت او د حکومت د نشتوالي له امله ووهل شول او لرګي یې غلا او قاچاق کړل شول.
د پکتيا او د کونړ د ځنگلونو په وهلو کې د سيمې مخور خلک هم شامل وو او وسله په لاس د دې خلکو مخالفت چا نشو کولی. د دې ځنگلونو لرگي په بېلا بېلو لارو پاکستان ته وړل کېږي. چترال، دېر، باجوړ چمن او د وزيرستان سيمې دې قاچاق وړوونکو ته ډېره ښه لاره ورکوي.
څو وارې په ځنگلونو کې اور اچول کيږي او کله چې د ونو بيخ وسوځي نو هغه ونه پرېکړي. په کونړ کې څو وارې داسې اورونه بل شوي و. يو اور د طالبانو پر وخت لگيدلی و چې دوی يې له نړیوالو د مرستې غوښتنه هم کړې وه خو بيا باران وشو او دا اور مړ شو.
د کونړ په ځنگلونو کې ليوه، پړانگ، هوسۍ سوې، شکوڼ گيدړې، سورلنډې پيدا کيږي. په مارغانو کې غرنۍ چرگان، بازان، کوترې، کارغان، مرغ زرين يا ډينگ وي. د څېړۍ او د نښترو ونې پکې ډيرې دي.
له ۱۳۵۸ ه ش کال نه وړاندې په کونړ کې شاو خوا ۳۳۲۵۰۰
درې دريش لکه، دوه زره او پنځه سوه جريبه زمکه په ځنگلونو پټه وه. د ۲۹ ميليونه مربع ميټر صنعتي لرگيو نه ۲۵ ميليونه يواځې په کونړ کې و.
د ۱۹۸۳ م کال نه وړاندې د دې ځنگلونوتجارتي توان ۸۶ زره مکعب ميټرلرگي وو.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۱۲ جولاي ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.