يوه ټکه

takka
ډېر پخوا د هند په يو وړوکي کلي کې وليداد نومې يوغريب سپين ږيرې، ځان له يواځې اوسيدو. ده ټوله ورځ په ورشو کې واښه پريکول او ماځيګر په پينځو آنو(د هند سکه) بازار کې خرڅ کړل. يوه ټکه (ټنګه) به يې د ډوډۍ او نورو توکو نه سپما کړه چې په زمکه کې خښ يومات منګي ته وروغورځوله.
يوه ورځ هغه منګي ته يې پام شو چې پکې ډيرې ټکې راټولې وې. چرت يې وهلو چې په دې پېسو څه وکړي ځکه د ده د اړتيا هر څه ورسره وو. اخر په بل سهار بازار ته لاړو او د ټکو غوټه يې زرګر ته کيښوده. هغه چې وشميرلې نو د سرو زرو يو بنګړی پرې کيدو. وليداد د ټکو په بدل کې ترې بنګړی واخيستو او د واسکټ جيب کې يې کيښودو.
د ده يو ملګرې سوداګر و او په ټول هند کې د تجارت لپاره ګرځيدو. کله نا کله به يې په ده هم پيښه وکړه. يوه ورځ ترې وليداد پوښتنه وکړه چې ” اشنا، ته خو ډېرو ملکونو ته تللې يې، کوم ځاې دې يوه ښايسته او نيک عمله ښځه وليده؟ ” ملګري يې څو شيبې سوچ کوو او بيا يې وويل، ” د دې کلي نه شمال لوري ته، د روپ نګر شهزادګۍ ډېره ښکلې او په ښه نامه يادېږي.” وليداد د سرو زرو بنګړی له جيبه راوويستو او ورته يې وويل چې ته کله روپ نګر ته لاړې نو دا زما له خوا هغې شهزادګۍ ته ډالۍ کړې ، ورته وواې چې د يو داسې سپين ږيري له خوا سوغات دی چې په ښه عمل باورکوي. ملګري ترينه بنګړې واخيستو او روپ نګر ته يې د تجارت مال يوړو. د خپل کاروبار نه وروستو يوه ورځ شاهي ماڼۍ ته لاړو او شهزادګۍ ورسره وليدل. هغه د سرو زرو بنګړی، د خپل ملګري د پېغام په بدرګه ورته ډالۍ کړو. شهزادګۍ په دې ډېره اغيز منه شوه او امر يې وکړو چې د سوچا وريښمو او بخمل د جامو باراوښ د هغې له خوا ورته واستول شي.
سوداګر چې بيرته لاړو نو د سوغاتونو باراوښ يې د وليداد جونګړې مخ ته ودروو. خو هغه د اوښ وليدو ډېر خواشينې شو، نه پوهيدو چې په هغو وريښمينو جامو څه وکړي ځکه دی د خامتا په جامو کې ارامه او خوشاله و. لږ چرت يې ووهلو او خپل ملګري نه يې پوښتنه وکړه، “ياره، ته څوک داسې کس پيژنې چې ميړنې او ايمانداره وي؟ ” سوداګر ورته ووئيل، داسې خلک به ډېر وي خو زه د دې ځاې نه جنوب لوري ته د نيک آباد ملک شهزاده پېژنم چې دا ټول صيفتونه لري. وليداد ورته ووئيل، “بس دا غم راته غوڅ کړه، اوښ هم هغه شهزاده ته يوسه او ورته ووايه چې زه د هغه د ميړانې قدر کووم.”
سوداګر هم هغسې وکړل، اوښ يې په نيک اباد کې د شهزاده مخې ته حاضر کړو. هغه سوداګر ته سره زرپه انعام کې ورکړل او د اوښ په بدل کې يې د خپل اصطبل نه دولس چاغ اسونه بيرته ورډالۍ کړل.
اخوا وليداد د اوښ نه ځان بې غمه کړې او هم هغسې يې د ورځې پينځه آنې ګټلې. ملګرې يې د نيک اباد نه د دولسو اسونو سره د ده جونګړې ته ورغلو. وليداد اسونو ته ژر ژر واښه پريکړل، خو هيڅ نه پوهيدو چې څه پرې وکړي. ده تر اوسه خوشاله ژوند تير کړې و خو اسونه ورته غم شول. ملګري ته يې زارۍ وکړې چي د هغو اسونو نه دې دوه ځان سره وساتي او پاتې لس هم هغې شهزادګۍ ته ډالۍ کړي. ملګرې يې راضي شو او د اسونو سره يو ځلې بيا روپ نګر ته روان شو.
د اسونو په ليدو شهزادګۍ د سوداګر نه پوښتې پېل کړې چې د دې سوغاتونو مقصد څه و؟ سوداګر ورته ووئيل چې زما ملګرې ستا د ښو کارونو قدرکوي او د دې د څرګندولو لپاره درته سوغاتونه رالېږي. شهزادګۍ د خپل پلار سره مشوره وکړه نو باچا ورته ووئيل چې د سوغات بيرته ورګرځول بد کار دی. دا ځلې به هغه سړي ته دومره زيات قيمتي تحفه ورواستوو چې د هغه سره يې بدل نه وي. شهزادګۍ د لسو اسونو په بدل کې سوداګر ته شل ښکلي اسونه چې د سپينو زرو په ساز( د اس د سپرلي توکي) سمبال وو، ورکړل.
وليداد د شلو اسونو په ليدو وار خطا شو خو ملګري ته يې وويل چې له دې اسونو شپږ ستا شوې او نور څوارلس د نيک اباد شهزاده ته ډالۍ کړه چې بدل يې خلاص شي.
سوداګر بيا چې نيک اباد ته لاړو نو شهزاده هم شکمن شو او د ده د ملګري په اړه يې پوښتنې پېل کړې. سوداګر ورته د هغه صيفتونه وکړل نو شهزاده لا ډېرسوغاتونه ورسره کړل. په دې ډالۍ کې شل اسونه چې د سرو او سپينو زرو په ساز سمبال وو، شل اوښان او شل هاتيان ( پيلان) وو چې په ملغلرو او مشکڼو سمبال و. په لاره د دې قافلې د ساتنې لپاره ورسره وسله وال محافظان هم مله وو.
دا قافله چې کلي ته ورسيده نو وليداد په چغو شو چې، “زه پرې څه کووم؟ بوډا سړې يم. . .نن سبا کې مرم. . .دا هر څه زما نه دي پکار.” خپل ملګري ته يې ګريوان څيرې کړو، ويښته يې وشوکول چې بس دا وروستۍ ځل دی، هر څه روپ نګر ته يوسه او که غواړې نو دوه اسونه، دوه اوښان او دوه پيلان ځان ته ووساته.
سوداګرهم ستړې شوې و او فيصله يې وکړه چې دا ځلې به شهزادګۍ ته د وليداد اصل حال ووايي. خو په روپ نګر کې د سوغاتونو په ليدو شهزادګۍ ورته وويل چې دا د هغه ملګرې ليدل غواړي. باچا شکمن و چې د سوداګر ملګرې د ده د لور سره واده کول غواړي نو ځکه ورته دومره درانه سوغاتونه رالېږي. هغه هم د ده ليدو لپاره د لور سره روان شو.
دا لويه قافله په پړاونو او په دمه سفر کې وه او سوداګر له ويرې باچا ته غږ نشو کولې چې د ده ملګرې يو سپين ږيرې او غريب سړی و. کله چې د باچا قافله د وليداد د کلي نه يو ميل ليرې وه نو پړاو يې وکړو. باچا هغه سوداګر ته ووئيل چې ورشه خپل ملګری خبرکړه چې سبا سهار دې زمونږ هر کلي ته راشي.
تجار لاړو، وليداد ته يې ټوله کيسه تيره کړه نو هغه په ژړا شو. نه پوهيدو چې اوس د باچا نه ځان څنګه خلاص کړي. اخر يې فيصله وکړه چې نږدې سيند ته ورشي او په اوبو کې ځان لاهو کړي نو د غمه به خلاص وي. د شپې په تياره کې هغه له کوره ووتلو او د سيند په غاړه په يوې تيږې کيناستو او په چغو يې وژړل.
په دې کې يوه نرۍ خندا يې واوريده. چې سترګې يې وغړولې نو هلته دوه ښاپيرۍ ولاړې وې. د ده نه يې پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې نو حال يې ورته تير کړو. ښاپيرو وخندل او وې وئيل چې ته ډېرساده ګل ېې، ځکه خو ستا لپاره خداې دا سوغات راليږلې دی. د سترګو په رپ کې د وليداد په ځان ښکلې لباس، په سر يې پټکی او په پښو کې طلاي څپلۍ وې. ده خپلې جونګړې ته منډه کړه خو هلته يو ښايسته کور ولاړ و او نوکرانو يې استقبال وکړو.
په بله ورځ وليداد د باچا د هر کلي لپاره ورغلو، دوی يې پخپل کور کې ميلمانه کړل او باچا ته يې خواست وکړوچې د شهزادګۍ لپاره د خپل ملګري د نيک اباد شهزاده غوره کړې دی. د باچا په خوښه هغه شهزاده هم د ده کور ته وروبلل شو اوهلته د دواړو واده ووشو.
له هغې وروستو هم وليداد هره ورځ پخوا په شان د واښو لپاره ورشو ته تلو او په بازار کې به يې په پينځو آنو خرڅوو. ځکه د ده ژوند لپاره هم هغه پېسې بس وې. هغه سپما شوې ټکه به يې خيرات کړه.
د هند ولسي کيسه
د خپريدو نيټه
۲۰ جنوري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

2 Responses to يوه ټکه

  1. Ghulam Mustafa
    21 January, 2015 at 3:37 AM

    Der kha. Der Aala

  2. نورمحمد بابړ
    22 January, 2015 at 10:39 PM

    یونړی مننه ‌ډیره په زړه پوری کیسه ووه. خدای پاک دی اباداوخوشحاله لره خورجانی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *