د پلاسټکو کڅوړه

Plastic bags
کله چې د پلاسټکو کڅوړې نه وې نو انسان څنګه ژوند کوو؟
زما د نسل خلکو هغه زمانه کې ژوند کړی دی چې پلاسټک نه به يواځې د لوبو شيان جوړېدل. اوړه او وريژې به د سڼ په بوجيو کې بند وو چې وروسته به يې په کې زاړه لوښي لرګي بندول. چيني به د خړ مالکين په لويو خلتو کې راوړل او دال او لوبيا د پاره به مو له کوره يو ميز پوښ يا څادر وړلو. د تنور د ډوډۍ لپاره به مو دسترخوان وړلو چې زيات وخت به د سرې چار خانې ډيزاين ورباندې جوړاو په شکور کې به ايښی و. کومو خلکو چې زياته ډوډۍ وړله نو هغوی به له کوره، د لرګي شکور راوړلو. د ماستو او پيو لپاره به مو هم د کور نه لوښی وړلو چې زيات وخت د مسو وړوکې بالټې او يا د ژېړو کاسه وه. د غوړو لوښی بېل و چې د هغې سر به تاوېدو او د نيولو لپاره يې لاستی يا هينډل لرلو. کوم خلک چې له کوره به د ميوې يا سبزۍ اخيستو لپاره وتل نو په لاس کې به يې د ميزرو ټوکرۍ، او يا د کاټن نه جوړې خلتې نيولې وې چې د هټيو نه به يې په کې سودا راوړله. د خړ کاغذ لویې يا وړې لفافې(کڅوړې) به يواځې لويو دکانونو کې وې. وړو هټيو به د اخباري کاغذ نه جوړې وړې کڅوړې ايښې وې او هغه به يې هم لويو کسانو په فرمايش د يو شي لپاره کارولې. ماشومانو به مومپلي، چڼې، کشمس او لاچيدانې په ځولۍ يا د لوپتې په پلو کې اخيستل. ښځو به لوی رومالونه ځان سره ساتل او هټیوال ته به يې ورکړو چې بادام، پسته يا لاچي او لونګ په کې وتړي. د مټایي لپاره د کاغذ خړې لفافې وې او که چا د جينۍ برخه وړله او يا د اختر په موقع چا ته يې ډالۍ وړله نو د ميزرو ټوکرۍ به يې ډکې کړې چې ورباندې رنګين کاغذ او پنۍ هم تاو وو.
دا هغه زمانه وه چې د ښار په لارو کوڅو کې به يواځې د څارویو ګند ليدل کيدی شو. په بدرفت کې به اوبه روانې وې او د خزلو په ډېرانو به يواځې د ترکارۍ او د ميوو پوستکي پراته وو.
دا هغه زمانه وه چې خلکو به يو بل کور ته شيرني او حلوه په چيني رکابيو او قابونو کې لېږله. د مټایي تالونه به په ښکيلو پوښونو پوښلي وو. او دا هغه زمانه وه چې چا ته د جوړې او يا د شال ډالۍ به په يو ښکلي وريښمين رومال کې ورکړې کېدې.
دا ډېره پخوانۍ زمانه نه ده بلکه پنځوس کاله پرې تېر شوي دي. په ۱۹۶۰ م کې د سويډن يو انجينيرسټين ګسټاف تهولين د بېلا بېلو پلاسټکونو په يو ځای کولو داسې خلته جوړه کړه چې سپکه خو کلکه وه. پينځو کالو کې يوې کمپنۍ د داسې خلتې جوړول او خرڅول پېل کړل.
بيا داسې وشول چې يو انقلاب راغی او هر دوکاندار د خپل بزنس نوم به پلاستکي خلتو ليکل د کاروبار ضمانت وګڼلو. تورې، سرې، شنې ، زيړې او سپينې خلتې د هر ځای او هر انسان د ژوند يوه لازمي برخه وګرځېدل. که خواږه دي که تراخه، ټول د دې خلتو خيټې ته ورلوېږي او د ختيځ خلک خو هسې هم په سيالۍ کې تر ټولو وړاندې دي نو مايع توکي هم په خلتو کې يې واړول. اوس نو د پښتو محاوره چې “راشه که توديږې” ماسته، غوړي، پۍ، او نور خو پرېږده چې اوبه هم په پلاسټکي کڅوړو ته يې ورواړول. شاپر او شاپنګ بېګ د پښتو ژبې يو عام تورې شو.
د چاپېريال د ساتنې اداره وايي چې اوس په ټولې نړۍ کې د ۵۰۰ میلیاردو نه واخلې تريو ټريليونه پلاسټکې خلتې هر کال کارول کیږي. په دوی کې ۱۰۲ میلیارده خلتې يواځې په امريکا کې خلک کاروي. آخر دا معلومه شوه چې دا خلتې تر زره کاله هم نه رژېږي. مانا دا چې د خزلې په توګه به پروت وي او داسې کيماوي ګيسونه (ګازونه) ترې راوځي چې انسان ته يې ضرر دی.
ځينو کمپنيو د نباتاتو نه خلتې جوړې کړې او دعوه يې وکړه چې دا رژېږي ، خو تجربو وښودله چې هغه خلتې هم که يو بند ځای کې پاتې وي نو لا زيات تاوان اړولې شي. د دې کڅوړو تر ټولو لوی تاوان د اوبو په بد رفت کې بندېدل دي چې خوسا اوبه بهر راووځي. په کومو ملکونو کې چې اوبه ډېرې وي هلته سېلابونو خطر جوړ کړي ځکه د اوبو مخه بنده شي.
په ۱۹۸۸ او ۱۹۹۸ م کلونو کې د بنګله ديش د سيلابونو لوی سبب همدغه پلاسټکي کڅوړې وې. د دې کڅوړو له کبله د فلپين په پلازمينې منيلا کې هر کال سيلاب راځي. په غريبو ملکونو کې د دې کڅوړو ستونزه ځکه سخته ده چې هلته د خزلې د راټولولو انتظام سم نه وي او نه داسې ادارې شته چې خزله په سم ځای کې وغورځوي او يا يې تصفيه کړي. د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ م تر منځ په جنوبي چیلي کې پلټنو څرګنده کړه چې پلاسټکي کڅوړې د ګنده اوبو د لارې سيندونو او اخر سمندر ته ورځي او هلته ماهيانو او نورو ژوو د مرګ سبب ګرځي.
د نړۍ ډېرو ملکونو او ځينو ښارونو په دې کڅوړو بنديز لګولی دی او داسې قانون يې جوړ کړی دی چې څوک هغلته دا کڅوړې نشي کارولی. تر ټولو سخت بنديز په ۲۰۰۸ م کې چين کې د اولمپک لوبو پر وخت ولګول شو. هغه وخت د سپينو او نريو کڅوړو جوړول او کارول منع شول، خو چين اوس هم پلاسټکي کڅوړې تر ټولو زيات جوړوي او نورو ملکونو ته يې خرڅوي.
اوس په ټولې نړۍ کې د دې کڅوړو په اړه خلک معلومات لري او د کتان يا د سڼ څخه جوړې شوي خلتې بيا جوړېدل پېل شوي دي چې بيا بيا کارول کېږي. په برتانیا کې ځينې هټۍ د خلتو په سر پېسې اخلي. خو د پښتنو په سيمه کې دې وبا اوس زور موندلی دی او هر لوی وړوکی شی په دې خلتو کې خرڅېږي. د ښارونو نه بهر اوس چې څوک کلي ته ورشي نو په شنو پټيو او ښکلي غرونو کې هر رنګ رژېدلي پلاسټکي کڅوړې لکه د مردار دانو ښکاري. هر څوک د ماحول د پاکولو پړه په بل چا ورغورځوي خو په خپله دومره نه شي کولی چې بازار نه د سودا لپاره په لاس کې يوه ټوکرۍ يا د ټوکر جوړه خلته يوسي چې د دې وبا مخه ونيول شي.
د خپريدو نيټه
۲۶ جنوري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

2 Responses to د پلاسټکو کڅوړه

  1. Ghulam Mustafa
    27 January, 2015 at 2:35 AM

    Der kha. Daa waba ba pa itifaq arawale shee kho itifaq kum de. Ka mung ke har yo kas da nan na da irada okra che daa khalte ba kam se kam karawoo no heela laram che ka baikhee khatam na shee no ther dera hada pore ba kam shee. Khudai de pa qalam ke nore hum barakat wachawee

  2. Khurshid Ahmed
    1 February, 2015 at 4:19 PM

    Khuday de leekwal ta da poha aw twan warkri che da, aw hasy nory da olas da sood khabary pa loya toga ganro khalqo ta orasawi.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *