شړۍ- ټوګا

Toga
د لرغوني روم هغه مشهور سپين څادر ټوګا نومېږي چې د دوی په مجسمو او انځورونو کې يې ليدلی شو. دا شپږ مېتر اوږد وړين څادر د ليلن د واسکټ ډوله کميس د پاسه اغوستل کېده.
د ټوګا هغه بڼه چې د روم او يونان په مجسمو يې ګورو، مستطيل نه وي لکه چې د پښتنو پټو يا څادر وي. دا يوې څنډې ته ګول پرېکړل شوې وي چې د اوږو نه ونه خويږي او په يو مټ د سرو زرو يا برونزو بند يې لرلو.
د دویم ق م پېړۍ نه وړاندې د روم ښځو هم ټوګا اغوستو خو وروسته د دوی لپاره تر پښو يوه اوږد چپن يا ګاون چې “سټولا” نومېده رواج شوه. ټوګا يواځې د سړو او په خاصه توګه د روم د اوسېدونکو لباس و اوغلامانو ته د دې د اغوستو اجازه نه وه. بهرنيانو او هغو کسانو ته هم د دې د اغوستو ممانعت و چې د روم نه شړل شوي و. يو وخت د ټوګا اغوستلو دا مانا وه چې هغه کس د روم تابعيت لري او اغوستونکي يې يواځې د لوړې طبقې هغه خلک و چې کارونه به يې نه کول. قاضيانو به دا هر وختې اغوسته چې د دوی د درناوي يوه نښه وه.
د جنګ پر وخت ټوګا د دوی لاس بندو نو ځکه د پوځي افسرانو لپاره له وړیو کوټ جوړکړل شو چې لستوڼي يې لرل. دا د پوځيانو لباس نه و نو ځکه دا د امن نښه ګڼل کيده. کله چې يو پوځي به کار پرېښودو نو ويل به يې چې هغه اوس ټوګا اغوندي. ورو ورو دا د رسمي غونډو او د دربار لباس شو او د عام ژوند نه ووتلو.
د ټوګا اغوستو لپاره د څوارلسو کالو سن ټاکل شوی و او کله چې يوهلک د دې د اغوستو شو نو ځانګړي مراسم به ورته جوړېدل. د سپينې ټوګا د پاسه د رنګونو پټۍ به د خاصو موقعو لپاره کارېدل، لکه د ماتم ټوګا به توره پټه لرله. د مپراتور په تخت د کيناستو، د تاج په سرولو او د نورو نمانځنو لپاره د هغه په سپينې ټوګا د اناري رنګ پټه د خوشالۍ نښه وه.
په پښتنو کې هم د شړۍ تاولو دود و او په ژمي کې به له وړۍ نه نسواري او فولادي رنګ کې جوړېدې چې د کميس پرتوګ د پاسه به يې له اوږو تاو کړی و. د هند په وچه کې ډېرو نورو قومونو دا شړۍ په نويو رنګونو د خپل لباس په توګه نړۍ ته وروپېژندلو. خو پښتانه نه مجسمې جوړوي او نه انځورونه چې په راتلونکي کې څوک د دوی د تاريخ نه خبر شي.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه
۱۶ اکتوبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *