د جام مينار

Jam Minar
” دا مينار ځان له يواځې او مکمل حالت کې ولاړ دی. بل څه ورته نږدې نشته ځکه په نږدې غونډيو د يو دوو ماڼيو کنډوالې هم نه ښکاري. د دې پر مخ د سر نه تر پایه، مستطيل، څلور ګوټيزه ، ولونه، ستوري او نورشکلونه په خټو کې ډېر په مهارت جوړ شوي دي.”
د ۱۹۷۰م په لسيزه کې د افغانستان مرکزي ولايت غور ته د ګوتو په شمير بهرنيان ورتلل. (اوس هم ډېر خلک هلته نشي تللی) د دوی لپاره د جام مينار يو زړه راښکونکې ننداره وه. د هرېرود پر کيڼې غاړې، د پخو خښتو دا څلی په لوړوالي کې د نړۍ دوېم دنګ مينار دی. تر ټولو لوړ د ډېلي قطب مينار هم د غور د واکمنو ځای ناستو د جام مينار د بدل په توګه هند کې جوړ کړو.
د دې مينار اطلاع په لومړي ځل ۱۸۸۶ م کې يو انګرېز ټامس هولډيخ ورکړه چې د افغانستان او ايران تر منځ د سرحدونو ټاکلو لپاره هلته ورغلی و. خو تر ۷۰ کالو بيا هم د دې مينار په اړه لږ خلک خبر و. په ۱۹۵۷ م کې فرانسوي لرغون پوهانو آندرې ماريچ، او ګاسټن وايټ د دې په اړه معلومات وليکل. په ۱۹۷۰ م کې ورنر هربرګ د دې چاپېره محدوده سروې وکړه او برتانوي لرغون پوه رالف پنډر ولسن د ۱۹۷۰ م په لسيزه کې دا ځای مطالعه کړو.
د شهرک په ولسوالۍ کې دا ګول مينار د جام نومې سيمې کې په يو څلور ګوټيزه دوکانچه يا پليټ فارم د زمکې نه ۶۲ مېتره لوړ دی او د يوې اندازې تر مخه دولس زره پخې خښتې په کې کارول شوي دي. په دې کې دوه د لرګي ګېلرۍ او په سر کې يې د رڼا لپاره ځای جوړ دی.
د دې د ښکلا لپاره رنګين کاشي (ټايلونو) او له خښتو ډيزاين او ورباندې کوفي او نسخ خط کې قراني آيتونه نقاشي شوي دي. د مينار په سر کې د شهادت کليمه ليکل شوې ده، ورلاندې په دوو ليکو کې د سوره صف ۱۳ ايت ليکلې دي. په څلورمې ليکې کې د غياث الدين محمد بن سام نوم او د هغه القاب او په پنځمې ليکې کې په فيروزي ټايلونو د غياث الدين محمد نوم او القاب په غټو او لويو تورو ليکل شوي دي.
د هګۍ په شکل اتو اړخونو کې دننه په نسخ خط کې د دې مينار د مهندس يا انجينر نوم نقش دی چې نيمه برخه يې علي ابن . . . .لوستل کېږي. يوه بله ليکنه د ګچو نه جوړه ده چې ابوالفتح لوستل کېدی شي.
ورپسې بله ليکه د جالۍ اوبدلي ښکاري او د سوره مريم ايتونه دي. د مينار شمال لوري ته کوفي خط کې نيټه ۵۹۰ ه يا ۵۷۰ ه لوستل کېږي.
ډاکټر رالف پنډرولسن باور لري چې دا څلی د غياث الدين غوري ورور معيز الدين سام ( شهاب الدين) له خوا هغه وخت جوړ شو، چې په ۱۱۹۲ م کې يې د هند يو راجه پرتهوي چوهان ته ماتې ورکړه. په مينار هغه د وياړ لپاره د خپل ورور نوم نقش کړو.
د جام مينار چاپېره په کيندنو کې د يوې ماڼۍ، کلا، د ګچو د يوې بټۍ (تنور) د يوې هديرې او د فيروز کوه د وران شوي ښار کنډوالې وموندل شوې. داسې ښکارېده چې دا څلی د فيروز کوه د جامع جومات سره تړلی و چې ابو عبید الجوزجاني د ليکنو تر مخه په سيلاب کې لاهو شو. دلته نورو پلټنو کې څرګنده شوه چې د مينار سره نږدې يوې لوی ودانۍ انګړ و چې په خښتو يې د اوبو نه پاتې شګې نښتې وې.
د خښتو په بټۍ کې ممکن د دې څلي لپاره خښتي پخېدې او داسې ښکاري چې دا د فيروز کوه د پلازمينې يوه مرکزي نښه وه.
د غور واکمن له يوولسمې ميلادي پېړۍ راهيسې د افغانستان نه علاوه د ايران ختيځ او د هند لوېديځې سيمې په واک کې لرلې او د غزنويانو سره يې څو جنګونه هم وشول. دوی ترکي او فارسي ژبې نشوې ويلې او د نورو قومونو سره د اړيکو لپاره به ژباړونکي ځان سره وړل. د غياث الدين د مړېنې نه وروستو په غوريانو کې نور داسې واکمن پېدا نشول چې خپل سلطنت يې ژغورلی وای او د خوارزم (مرکزي اېشيا) نه ورباندې حملې کېدې. په ۱۲۱۲ م کې چنګيز خان د بلخ او هرات په شان په غور هم ناتار ګډ کړو.
د جام مينار تر ډېرې مودې په خپل ځای ولاړ و ځکه غور د يرغل ګرو له پامه وغورځېدو. خو د زلزلو او د اوبو د نم له کبله دا په رژېدو شو او ان چې شلمې پېړۍ کې يوې ډډې ته کوږ شو.
په ۲۰۰۲ م کې دا د افغانستان هغه لومړۍ تاريخي نښه وه چې يونيسکو ژغورلې سيمه اعلان کړه. اوس د جام مينار د ړنګېدونکو تاريخي ودانيو په فهرست کې شامل دی.
Minar of jam
” د غوريانو يو بل مهم مينار په چغچران کې د “بېدان” نومې کلي کې دی. په دې څلي څه نومونه هم کښلي دي. د جام په سيمې کې په کشکک کلي کې يوه ډېره لويه ډبره ده چې پرې عربي ژبه څه توري ليکل شوي دي او ځيني نومونه هم په کې شته.”
ښایي پښتانه کله چې د جنګ نه اوزګار شول او خپل تاريخ ته يې پام شو نو د جام مينار تش عکسونه او هغه معلومات به پاتې وي چې د بهر نه تلونکو راټول کړي دي.
سر چېنې
۱. د جام مينار- په افغانستان کې يو سفر. فريه سټارک- جان مرې خپرونې- ۱۹۷۰ م، تارس پرک چاپ. ۹۰ او ۹۱ مخ
د سيمو تاريخي جغرافيه. له علامه عبد الشکور رشاد سره د مرکو ټولګه- صديق الله بدر.ميوند کلتوري ټولنه – کندهار.۱۳۸۴ ليندۍ- ۱۵۰ نه تر ۱۵۳ مخ.
د خپريدو نېټه
۱۹ اکتوبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. پامیر کوټوال

    ډیره مننه له ګټورو معلوماتو څخه مو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.