اوبښته

Aubachta
په جنوبي پښتونخوا کې اوس هم د ځينو سپين سرو ميرمنو نوم اوبښته وي. په اولسي ژبه کې وايي، “تر اوبښته لوړه نشته.”
اوبښته ونه ده چې په انګرېزي کې جونيپرنومېږي.
يو وخت د کوټې شا و خوا غرونو او په زيارت کې د اوبښتې ځنګلونه وو. د دې ونو پاڼې لکه د سيخونو وي او ځينې يې په غرونو او نور د مدیترانې د سمندري ساحلونو چاپېره شنه کېږي.
د اوبښتې د ونې ۵۰ نه تر ۶۷ قسمونه تر اوسه پېژندل شوي دي چې ځينې يې تر ۴۰ مېترو پورې لوړ وي. نور يې بيا د وړو بوټو په شکل کې پاتې کېږي. دا ونه ټول کال شنه وي او د دې تنه د ماهي د پوست په شان کلک ازغي لري چې د دې د زړښت يوه نښه وي.
د لاتيني ” يوني پيرس” يا اوبښته هغه کاميابه ونه ده چې د ځمکې په کره اوس لږ پاتې ده. د دې ميوه د تور مرچکو په شان ګول وي او په پښتو کې يې د ” ډمبره” په نوم پېژنو. دا د نورو مسالو په شان په ځينو خواړو او د غوښې په پخلي کې کارېږي.
د نړۍ لرغوني انسانان به زيات وخت د اوبښتې د ځنګلونو سره نږدې اوسېدل چې د سون مواد، د کورونو او د لوښو جوړولو لرګې به يې له دې ونې اخيستل. د جنوبي پښتونخوا د غرونو اوبښته د نړۍ تر ټولو لرغونی قسم دی او ځينې ونې يې ۵ زره کاله پخواني دي ځکه دا ورو ورو وده کوي او تر ډېره وخته پاتې وي.
د اوبښتې ځينې ونې خلک د سيډار په نوم يادوي چې سورصنوبر يا د جلغوزي د ونې يو قسم وي. په مراکش کې د اوبښتې عرق(خولې- اوبه) د غاښونو د پاکولو لپاره کاروي. پخوانیو خلکو به د دې ميوه د شکرې د ناروغۍ لپاره کاروله. اوس په دې نورې څېړنې هم شوي دي چې په بدن کې د انسولين په جوړولو کې دا ميوه ډېره اغېزناکه وي.
د دې ميوه د ساه لنډۍ، د ملا درد او مېندوارو ښځو ته به يې د ماشوم د زېږېدو د دردونو لپاره ورکوله. په سکاتلېنډ کې د اوبښتې د لرګي لوګي د کورونو نه مايکروب د لېرې کولو لپاره کاروي. په امريکا کې د دې ونې څانګې اوپاڼې په اوبو کې په ايشولو غوړي ترې راباسي چې د درملنې او خواړو لپاره يې کاروي.
د اوبښتې د ميوې عرق د يو ډول شراب (جن) په جوړولو کې کارېږي چې د دې نوم د جونيپر نه اخيستل شوی دی. په لوېديځه نړۍ کې د ډمبرې د بيې لوړ والی دا مانا ورکوي چې جن شراب هم به لوړه بيه خرڅېږي.
د کوټې او زيارت هغه غرونه چې د اوبښتې قيمتي او تاريخي ونې يې لرلې، د پښتنو د بې صبرۍ قرباني شوې. که د زيارت شا و خوا سيمو خلک هوښيار وای نو دوی به د ډمبرې په تجارت ډېرې پېسې ګټلې وای. خو دوی په دې غرونو اوبښتې ووهلې او په ځای يې د مڼې او د تورو الوچو( چېري) ونې وکرلې.د اوبښتې ونه ډېره ورو وده کوي او ځينې قسمونه يې داسې دي چې يو ډول د زنګ ناروغي پرې لګي. دا ناروغي مڼو ته تاوان رسولې شي نو ځکه چې کوم ځای مڼه وي هلته د جونيپر ونه پرېکوي.
په دې ټوله سيمه کې په سلو کې اويا برخه اوبښته وهل شوې ده او د خلکو پلمه دا ده چې دلته ګېس نشته او د سون لپاره کارېږي. خو په ژمي کې د زيارت ډېر خلک هرنايې او سېوۍ ته لاړ شي نو هلته د سون اړتيا لږ وي. ښايي په ميلينونو ډالره به د چارواکو او د لرګي د قاچاق کوونکوجيبونو ته لوېږي. يو متل دی، “اوبښته چې د لوړو غرو رانغښته.”
Juniper
هسې يو فکر راولوېدو چې د سيمې خلک چې د ډيرې مودې نه د جنګ په اور کې سوځي، دا خو به د اوبښتې ښيراوې او ازار نه وي وهلي؟
د خپريدو نېټه
۱۳ اکتوبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *