د قره باغ او جاغوري څمڅې

Talla Begum
د ايټاليې ده لرغون پوهان د يويشتمې ميلادي پېړۍ په سر کې د افغانستان د مرکزي سيمو په یولړڅمڅو وګرځيدل او د خپلو څېړنو لپاره يې د هغه ځاې مطالعه وکړه. دوي د خپلې دغې کتنې اوڅیړنې په ترڅ کې د هرې سيمې څمڅې یا غار ته نومرې ورکړي دي.
په دغو څمڅو اوعبادت ځايونوکې تر ټولولوې غونډ د دغزني د تاریخي ولایت د قره باغ اوجاغوري په سيمه کې دي چې د ليرې نه په يواړخ ښکاري. دا غونډ د ” شاه کوه” رود په دره کې دې. دا رود د “جيلگه” سيند يوه څانگه ده او کلې يې د ” زرد الو” تنگي نوميږي.
د دې کلې په څمڅواوغارونو کې تراسلام نه وړاندې د انسان د ژوند او د عقيدو نښې تراوسه پاتې دي.
د زرد الو سره نږدې يوه کلا د زابلستان د هغو بودايي واکمنو پناه ځاې او د دوي وروستی سنگر وه چې د يعقوب بن ليث نه په تېښته دلته را رسیدلي اوځاي پرځای شوي وو چې نوم يې “نې کلا” وه. دغه واکمن په پاې کې مات او دغه کلا هم ترې ونيول شوه .
د غزنويانوپه وخت کې کله چې يو باچا به پخپله غزني کې نه و اویا به له هغه ځایه وشړل شو نو بیا به د هغه اونورو شهزادګانو لپاره د ا غارونه د خوندي ساتلو ځايونه و. په زیاترو وختو کې به شاهي خزانه هم دلته اېښودل کيده او کله کله به غزنوي شاهانو د خپلو سیالانو د زندان په توگه هم کاروه . لکه چې د سلطان ظهیرالدوله ابراهيم بن مسعود درباري شاعر مسعود سعد سليمان دلته تریوه لسیزه زیات زنداني وساتل شو او یومهال پخپله د سلطان مسعود زوې هم دلته بندي و. د غزنويانو او غوريانو په وخت کې داځای له دغه ځایه يو څه پرشمال خوا کې د يوه نامتو زيارت له امله هم په درنښت یادیده. دغه زیارت اوس رشیدانو او ناور ته پرلاره د جرمتو په سیمه کې دغزنی ښار په دیرش کیلومترۍ پروت دی چې “تاله بیګم” نومیږې.
له “زرد آلو” درې له تېرېدو وروستو پرشمال لوېديځ لورې کله چې “تمکي” ( چې اوس د قره باغ او جاغوریو پرپوله پروت دی) ته ورداخل شو، نو د تيږو يو جوړښت مو وليد، چې مخه یې د سختو بادونو لور ته وه. د دغه جوړښت سیمه “کوه هومې کلا” نومېږي. دا له زمکې ۲۸۱۷ ميټر لوړه وه چې د راهبانو عبادتځایونه اوڅمڅې لري. په ځينو غارونو کې د ختلو لپاره څلور پوڼۍ وې او نورو کې چاپيره د ديوال سره د ناستې ځايونه جوړ و.
د جاغوري په صنوبرتپه کې مو لومړۍ نومره څمڅه وليده. دلته د غر دننه ديوال داسې توږل شوې دې چې چت يې “پرې”ډوله يا د وزرونو شکل جوړوي. دا د ساساني وختونو د ډيزاين يوه ځانگړتيا وه. په دې ډيزاين کې ديوالونه کت پرکت د غار تربرې برخې پورې د وزرو په شکل راوتلي دي او د چت جوړولو لپاره لږه ناتراشلې تيږه پاتې کيږي.
دويم نومره غار په سنگدره کې دی چې بهرنې جوړښت يې پوره پاتې دی. په نورو غارونو کې د لوگي د تور والي تر شا سور رنگ هم ښکاري. په دې غار کې د يو اس نقش او انځورهم ښکاري چې اميل يې پرغاړه دی. د دې اس پر تندې د ويښتو سټوکې هم هغسې په يوناني طرز جوړ شوی دی لکه چې په بيروت کې يې بيلګې ليدل کېږي.
په اتمه شمیره غار کې څوکه لرونکي محرابونه دي. چې دا د بودايي دين د ” چيتيا” جوړښت نښې دي. دا څمڅې یا غارونه مستطيل ډوله دي چې د مربع ډولو خونو له پاسه گومبده جوړه وي چې بیلګې یې په باميانو کې هم ليدل کیدای شي.
نهمه شمیره څمڅه خپله ځانگړتېا لري. داځکه چې دا د مراقبې يا د يواځې پاتې کيدو ځاې و. دغه غار دومره لوې دی چې بيلگه يې نه په دکن، نه په چين او نه په باميانو کې شته. په دې غارونو کې د ديوالونو پلسترچې د گوټ بنۍ د جوړولو لپاره کارول شوی دی، د گندهارا د لومړيو دورو د پلستر په شان و. خوهغسې نزاکت نه لري او غټ دی، ښايي چې په وروستيو وختونو کې جوړ شوي وي.
تر ۱۹۷۶ م پورې په دې غارونو کې خلک اوسيدل او په معبدونو کې يې پروړې او بوس ساتل چې د گودام په توگه کاريدل. د ځينو غارونو پرديوالو درې کته پلستر وهل شوي و چې پکې بوس او خټه گډ دي.
د شاه خواجه سيمه درې تپې لري او د لومان بازارهغه سړک پرښې لاس دي چې “غوجور” او”جاغوري” ښار ته ورځي. د دې دريو واړو ته په هغه تپه لار وتلې ده چې تر ټولو لوړه ده. دا د تيږو جوړښتونه لري او هم دلته څو غارونه دي چې زيات يې له خاورو ډک شوي دي.
د تپې په سرکې د خښتو جوړښتونه دي چې ښايي د تېرېدو لاره وي. د دغوجوړښتونو دیوالونه د پخسې دي خو برني دوه کته يې د خټو له (خامو) خښتو جوړ شوي دي. ښايي دا به د دې لپاره وو چې کار ګرانو ته پکې د طاقچې جوړول اسانه شي. دا هم هغه سيسټم دې چې په سردار تپه ۵۳ شمیره غار او د گلدرې په خانقاه کې ليدل شوي او ثبت دي.
تر ټولو لوېه څمڅه په منځ کې ده چې تر چته پورې ډکه شوې ده. د دې پر يوه ديوال وړې وړې طاقچې په قطار جوړې دي او په منځ کې يې هغه بنۍ ده چې يو وخت به هغه د مجسمې د درولو لپاره کاريده. کېداې شي د دې طاقچو ترقطارلاندې هم دغسې يو بل فطار هم جوړ وي چې اوس په خاورو کې پټ دی. د دې خبرې امکان شته چې دا د بودا د زرگونومجسمو څمڅه وه چې يو وخت يې ډيررواج لرلو. د چين د ” واي” سلطنت له دوره راهيسې دا د دغه دين يو مهم سمبول گرځيدلې و. په افغانستان کې په بل يوه ځاې کې هم داسې غار، يا وهارا (معبد) نه دې موندل شوې چې په هغه کې د بودا بې شميره وړې مجسمې د دغې څمڅې په شان په ساده طاقچو کې ايښودل شوي وي. دلته د اگۍ په شکل، رنگ شوي ځايونه هم شته چې د گچو جوړې شوې مجسمې په کې لگول شوي دي. چې يوه بيلگه يې په باميانو کې د ۱۶۴ شمیرې ځای چت دی.
غار “سخي نوکا” د غارونو يوه وړه جوپه د “گوارگين سيند” ( تاينه تنگي سيند) په گس لاس ليدل کېږي. دا ځاې “ده باريک” ته نږدې دې چې د سيند پر بله غاړه دې.
گوارگين سيمه د نږدې کلي په نامه نومول شوې ده. دا د “سخي نوکا” نه ۵ کلوميټر لري او د سپين غر شمال ته او د دريو تپو په جوپه کې د لوې غره په جنوب کې ده. داسې ښکاري چې د خانقاوو له دور نه وروستو دا ځاې يو وار بيا جوړ شوی دی. د بودايي خلکو د وتلو نه وروستو هم په دغوڅمڅو کې انسانانو ژوند کاوه.
کوه ايل هغه د تيږې جوړ شوې تخت دی چې د “ناوه قلندري” د بي ديس کلي نه بره لوېديځ لوري ته په غرکې جوړ دی.
غار شاه د وړو غارونو يوه جوپه د “قل ايلياد” (قریه ایلیاد) په کلي کې ده. دغه ځای ته له تپه حصار نه پلې لاره ورغلې ده او د “بايک” د غره لمنه ترې راتاو ده. هلته د رسېدو لپاره به د قل شاه مردان نه تېرېږي. دا څمڅې په دريو پوړونو کې دي او هر يو ته پوڼۍ ورجوړې شوې دي.
دلته ټولې اووه (۷) څمڅې دي چې
ناوه خداې داد
سنگدره- دې ته نږدې د ميتا خيلو کلې دی.
تپه حصار او بالا خانه
بايک او لالا خيل غارونه چې د دريا الواده څنگ کې دي. دا ځاې کوتل ريگ گردن سره نږدې دې
قره باب کمال غارونه
تپه زيتون- دا يو ډير لوې د خانقاهونوجوپه ده. په غارونو کې دالانونه د يو بل د پاسه جوړشوي دي. دا ځاې باسول او فولادي درې ته ورته دی.
بې له يو څو وړو کوټو چې په څلورم پوړکې دي. هغه هم د دې لپاره کيندل شوې چې هلته راهبانو ژوند په کې کاوه، نور ټول غارونه د مراقبې ځايونه و.
په دې کې ځينې دومره لوې دي چې په افغانستان خولاڅه چې په ټوله مرکزي ايشيا کې سارې نه لري.
د دې غارونو يوه ځانگړتيا دا ده چې دا په لويه کچه پلان شوي دي. بله دا چې ټول غارونه نيمگړي پاتې دي چې د دغه ځاې د تاريخ ثبتولو او ڼيټې د معلومولو لپاره يوه مهمه نښه ده.
په دې راپور کې ياد شوي نومونه اوځایونه ټول په غزني ولایت پورې تړلې سیمې دي، چې دلته د قره باغ اوجاغوریو په نامه ثبت او تشریح شوې دي. دا ټول اوس یوشمیرنورو سیمواو ولسوالیو لکه جغتو، خوګیاڼي ، رشیدان، ناور، قره باغ ، اندړ، جاغوریو، مالیستان اونورو پورې اړوند دي.

nai kala
سرچينې
په افغانستان کې دغزني د جاغوریو، جغتو او قره باغ غارونه- جيواني ويرادري او ايليوپاپاراتي
د ايټاليې د افريقاي او ختيځ پوهنې د مطالعاتو مرکز. روم- ۲۰۰۴ م
مخونه، ۲۰، ۲۷، ۳۱، ۳۷، ۳۸، ۴۴، ۴۷، ۴۹، ۵۳، ۵۶، ۶۱، ۷۳، ۹۴،
د استاد عبد الخالق رشيد نه په مننه چې دا مضمون يې وکتلو او د ځايونو نومونه يې ورسم کړل. دا دوه عکسونه هم د دوي له خوا ورغوټه شي دي.

د خپريدو نېټه
۱۰ اکتوبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *