بلخ ولایت ته زرګونه افغانان او بهرنیان هر کال د مارچ په مياشت کې ورځي چی په مزار شریف کې د جنډی د پورته کیدو دستوره کې ګډون وکړي.
د جون په مياشت کې د تبت بودايان د کېلاش غر ته روان وي چې هلته د جنډې پورته کيدو په مراسمو کې ورګډ شي.
زيات افغانان باور لري چې مزار شريف کې د اسلام څلورم خليفه حضرت علي (رض) خښ دی چې دوي ورته “سخی صیب” وايي.
جنډه د افغاني کال په لمړی ورځ ( ۲۱ مارچ) د شانداره مراسمو په ترڅ کی پورته کیږی چی ترڅلویښت ورځو لپاره ولاړه وی. ورسره د ګل سرخ مېله هم وي چې غاټول يا سور رنګ ټيولپ په سپرلي کې راغوړېدلې وي.
کېلاش د هماليه د غرونو هغه لوړه څوکه ده چې ټول کال په وارو پټه وي. کېلاشه په سانسکرت کې بلور يا کرسټل ته واي. د تبت او د نورې نړۍ د بودايانو لپاره دا يوه سپېڅلې غونډۍ ده.
د تبت نوی کال هم په مارچ کې پېل کېږي او د دې کال د څلورمې مياشتې په پېنځلسمه ورځ خلک د جنډې د پورته کولو نمانځنو ته راټولېږي.
دا دستورې د بودا د ژوند د ريو مهمو پړاونو نمانځنه وي چې د هغه زېږېدنه، نروانه او پري نروانه( مړينه) دي. په دې مياشت کې د تبت خلک هم هغسې عبادت کوي لکه چې د حج په موقع په مسلمانانو فرض وي.
هغه پړي چې د بېرغ لويه ستنه پرې پورته کېږي، د خلکو له خوا ورسره د خپلو مرادونو وړې جنډکۍ تړلې وي. يوه شپه وړاندې خلک په پښو دې غونډۍ ته ځان رسوي او بيا ټوله شپه په عبادت تېروي.
د مزار ښار ته د نوي کال نه يوه شپه وړاندې زرګونه افغانان د بیلابیلو ولایتونو ورغلی وي اوهڅه کوی چی د جنډی د پورته کیدو سیمی ته ځان ورسوی. د مزار زیارت ته ځينې ناروغه کسان هم راوستل کیږی چی د جنډې د پورته کولو په وخت ورته لاس وړي چې روغ شی.
د کېلاش د جنډې ستنه د تبت د بودايانو تر ټولو ستر راهبان پخپل لاس د پړو په راښکلو لوړه کړي او خلک ورته په لوړ غږ دعاګانې کوې او بيا د دې چاپېره طواف پېل کړي.
د مزار شريف جنډه د دې زيارت تر ټولو لوړ رتبه منجاوران پورته کوي او د سيمې والي يا د وخت باچا هڅه کوي چې پخپله هم پکې لاس وکړي. ( د کمزورې عقيدې خلک وايي چې په دې کار باچاهي يې يو کال نور ه هم پاتې کېږي)
د تبت د جنډې پورته کولو مراسم ” ساګا داوا ” نومېږي.
د مزار شريف د جندې پورته کولو دود ته “جنډا بالا” وايي.
صفيه حليم
د خبرېدو نېټه
۱۵ مارچ ۲۰۱۴ م
Salamona !!! waqeian dera po zra pory lekany dy!!! Lawy ALLAH de Safia khor ta nor ham tawfeq warkry ******
http://www.youtube.com/watch?v=4joTRGN4m-g
ډيره ډيره مننه