د تقرير هنر

د پاکستان لومړۍ ښځې وزيراعظمې بې نظير بهټو د تقرير د هنر لپاره د لندن په يو نامتو پوهنځي کې څو مياشتې تېرې کړې. دلته د بريطانيې وزير اعظم مارگرېټ تهېچر هم او د نړۍ نورو مشهورو مشرانو د تقرير چل زده کړې و.
هر څوک چې ژبه لري او خبرې کولې شي، د تقرير هنر هم زده کولې شي. د شلو نه واخلې تر زرگونو خلکو په وړاندې خبرو ته تقرير وايي. څه نا څه دوه زره کاله پخوا په مصر، يونان او روم کې د تقرير کولو لپاره اصول وټاکل شول.
هغه وخت د تقرير هنر د زده کوونکو لپاره يو مضمون و او د خپل فکر د څرگندولو مهمه لاره وه او اوس هم ده. د ماشومانو د ساده تقرير هدف دا وي چې هغوي د ډېرو خلکو په وړاندې په جرات خپلې خبرې وکړې شي. د دولسو کالو د سن نه وروستو ماشومان کولې شي چې د يو ټاکلي موضوع په پره يا په مخالفت خپل دلايل ورکړي. دا مباحثه يا د انگرېزي ” ډيبېټ ” د تقرير هنر دی چې زده کوونکي ته د فکر او د سوچ موقع ورکوي. په ډېرو پوهنځو او پوهنتونونو کې د مباحثو لپاره ټولنې جوړې وي چې هره مياشت پکې وېنا وال خپلې خبرې کوي.
د بېلگې په توگه په ښوونځو کې دا موضوع ډېره عامه ده چې، ” قلم د تورې نه زيات زوره ور دی” زده کوونکې د دې په موافقت يا مخالفت کې خپل دلايل وايي او د خلکو په وړاندې د تقرير په ډول وړاندې کوي. د نړۍ ځينو لويو سياسي مشرانو له دې مباحثو خلکو ته خپل فکر وړاندې کړې او بدلون يې راوستې دی.
که تاسو غواړئ چې ښه مقرر ( تقرير کوونکې) ووسئ نو يوه ساده موضوع غوره کړئ، په کاغذ يې وليکئ او د ځانه سره يې په زوره ووايئ. دا اندازه هم پکار ده چې څومره وخت به نيسي. يو ښه تقرير بايد د ۵ دقيقو نه کم او د ۷ دقيقو نه زيات نه وي.
ښه خبره دا ده چې د خلکو په وړاندې د وېنا پر وخت څوک کاغذ ته وو نه گوري. د تمرين يا پرېکټس لپاره د هندارې په وړاندې هره ورځ دا تقرير وکړئ. وروستو خپلو ملگرو او خپلوانو مخې ته ودريږئ.

تقرير يو پلان شوې پروسه وي چې اوريدونکو ته معلومات ورکول، د هغوي نظر اړول وي چې په خونده ورو جملو ولاړ وي.

د تقرير لپاره دې تورو ته به پام کوئ.

د تقرير متن.

هغه څوک چې تقرير کوي، بايد دا پخپله وليکي. د بل چا ليکلې تقرير هم بايد وړاندې ولوستل شي او هغه څه چې د موضوع سره سمون نه خوري ترې وويستل شي. څوک چې تقرير کوي، بايد د خپلې وېنا لپاره وخت وټاکي او د موضوع نه دی بهر نه ووځي. ښه تقرير لنډ او الفاظ يې ساده وي چې د جلسې تر ټولو ناولوستي کسان هم ورباندې پوهه شي.

څېړنه او مطالعه

تقرير په حقايقو ولاړ وي او په تشو صفتي جملو تاسو خلک نشئ غولولې. مارگرېټ تهېچر د خپل هر تقرير د ليکلو نه وړاندې به څېړنه وکړه چې د دې دلايل په کومو حقايقو ولاړ دي. د خپل ملک تاريخ، جغرافيه او سياست يا د پخوانيو مشرانو د وېنا بېلگه هغه څه دي چې د اوريدونکو په زهن کې پاتې کېږي. د بې وزلو په اړه د شعر پر ځاې که تاسو شميرې وښايئ نو د هغې اثر زيات وي. داسې تقرير کوونکې د خپلو اوريدونکو باور هم تر لاسه کوي.

د خپل غږ کنټرول.

مارگرېټ تهېچر به د پارليمان د غړې په توگه په دېر لوړ غږ او په چيغو خبرې کولې. بې نظير بهټو هم د خپل سياسي ژءند په لومړيو کې په شلېدلي غږ خبرې کولې. په پوهنځي کې دوي د خپل غږ د کنټرول چل زده کړو. اوس هر څوک په مايکروفون کې خبرې کوي او د لارې په سر خلکو ته په چيغه خبرو کولو زمانه تللې ده.

د لاسونو او د سر خوځول.

د لاسونو خوځول د تقرير يوه برخه ده خو هم هغه هومره چې اړتيا وي. د تقرير پر وخت لاسونه د مېز يا د هغه تختې تر شا وي چې څوک پرې تقرير کوي. د کوټ يا د واسکټ په جېب کې لاس وهل، لاسونه چپ او راست غورځول، لاسونه په هوا کې څرخول او يا گوته خوځول ټول ناروا کار دی چې د تقرير پر وخت بايد ترېنه ډډه وشي. کله کله ممکن پخپلې خبرې کې د زور پېدا کولو لپاره يو مقرر موټې جوړ کړي او د يو والي د ښودلو لپاره دواړه لاسونه يو بل کې کلک وتړي. د چين ماو زې دنگ به د تقرير نه وروستو دا کار کوو.

د الفاظو کارول.

د ځينو خلکو په تقرير کې ټول کليشاي جملې او توري وي چې اوريدونکي پرې ستړې شي. اوس هغه وخت نه دې پاتې چې خلک به اوزگار وو او تر ساعتونو پورې به يې يو کس ته غوږ نيولې و. په تقرير کې ځينې جملې داسې وي چې هغه په يو يا دوو تورو کې ټول مطلب واضح کولې شي. په داسې تورو زور راوړل کېږي او پکې وقفه وي چې خلک ورته پام وکړي. په ملگرو ملتو کې د ملالې يوسفزي په تقرير کې ، ” يو ماشوم، يو استاد، يو کتاب او يو قلم…” د دې بېلگه ده.

ټوکې ټقالې

ځينې تقريرونه د خپلې يوې ټوکې لپاره خلک ياد ساتي او نورو ته يې هم وايي. که د متن سره سر خوري نو يوه وړه ټوکه يا پېښه د تقرير برخه کيدېشي او اوريدونکي د خوب حالت نه راباسي.

د خپلو اوريدونکو سره اړيکې
هغه مقرر د خلکو زړونه گټلې شي چې د خپلې ټولنې ناخوالې ورته معلومې او په تقرير کې يې زکر وکړي. په ملگرو ملتو کې د ملالې د تقرير نه وړاندې ځينو خلکو داسې گڼله چې هغه به خپل ځان د يو “مظلوم” په توگه وښايي. خو هغې داسې ونکړل او ځان يې د هغو ټولو ماشومانو اتل په توگه څرگند کړو چې سبق وئيل غواړي. په دې کار هغو خلکو هم د ده خبرې واوريدې چې پخوا يې نه وې اوريدلې.

د تقرير پېل
” عزتمندو، درنو، دوستانو….محترمو او درنو وروڼو…زما د وطن مظلومانو…گرانو وطنوالو…
دا او دغسې نور کليشايي توري اوس هم ډېر تقرير کوونکي کاروي او ورپسې د سلامونو او د احتراماتو يوه لړۍ وي چې دوه يا درې دقيقې وخت پرې ضايع شي. لکه، ” زما د نن د تقرير عنوان خو تاسو ټولو ته معلوم دی…يا…ستاسو تولو نه مننه چې نن دلته راټول شوې يئ او په دې مبارک کار مو لاس پورې کړې دی…او داسې نور.
د دې کليشاي جملو هدف څه وي؟
که تقرير کوونکې په دې وخت کې د خپلو حواسو د يو ځاې کولو او د ارامه ساه اخيستو لپاره دا کار کوي نو زه ورته ډاډ ورکوم چې نيم نه زيات کسان يې د اوريدو حوصله نه لري.
د ملالې د تقرير پېل داسې و، ” زه په دې وياړم چې نن مې د بېنظير بهټو شال په سر دی”

ولې هغې د “زما درنو او محترمو ملگرو او دوستانو” يا “د نړۍ مظلومانو ” يا د ” ځوانانو او محصلينو” غوندې الفاظو نه ډډه وکړه؟ د هغې د خبرو وخت محدود و او د تقرير هنر هم هغه دې چې په لنډ وخت کې يو لوې پېغام خلکو ته دې ورسېږي.

په تقرير کې شعر يا د لويو خلکو خبرې

ځينې کسان د تقرير پېل د شعر نه کوي او که دا د موقع او د متن سره سمون وخوري نو د خلکو خوښېږي. شعر د تقرير خوند زياتولې شي خو د هرو څو جملو نه وروستو که څوک شعر وايي نو مان يې دا ده چې هغه کس خلک غولوي او د وئيلو لپاره څه نه لري.
د نړۍ ځينې نامتو مشران اوس هم په تقرير کې د فلسفيېانو، پېغمبرانو او عالمانو خبره د دې لپاره کاروي چې دليل يې قوي شي. متلونه او يا هغه پخه خبره چې ولس هم پرې پوهېږي، په سم ځاې کې راوستل هم هغسې دي لکه چې څوک په ورځپانې کې د خبر سره عکس گوري.

زمونږ به په ښوونځي کې د تقرير مقابله کيده نو استادې به راته دا هم وئيل چې يو شعر به پکې ضرور وي. زما د تقرير عنوان ” پخپل لاس د کارعظمت” و. د تقرير په ليکلو کې ما سره پلار مرسته وکړه او د شاتو د مچيو بېلگه يې راکړه. په يو کتاب کې څو شعرونه يې په گوته کړل چې يو پکې خوښ کړم. څو ورځې مې هغه تقرير يادوو خو د مقابلې په ورځ رانه يوه مصرعه هېره وه. شعر يا لنډۍ د غلط وئيلو نه ښه ده چې هيڅ وو نه وئيل شي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۴ نومبر ۲۰۱۳ م
Public speaker

1 Comment

Add a Comment
  1. . ستاسو پورتنی لیکنه چی د تفریر په هکله مو لیکلی ده روښتیا هم چی په زړه پوری او لوست اخیستونکی وه.
    خو د یوه نطر سره دی هم نظره نه یم هغه دا چی تاسو په خپله لیکنه کی لیکلی دی چی په تقریر کی د لاسونو خوځول ناروا کار دی.زما په نظر په تقریر کی د لاسونو خوځول ډیر مهم دی او په اوریدونکو ډیر تاسیر اچوی (بوډی لانګویچ(دا تقریر ډیره مهمه برخه ده. که چی چیر یو تقریر کونکی تقریر کوی او لکه بوت ولاړ وی او یا یی لاسونه په جیب کی ایښی وی په اوریدونکو یی تقریر هیځ اثر نه کوی. ولی د لاسونو په خوځولو او اشارو سره مطلب ته دومره مفهوم ورکوی لکه تاسو چی د خبر سره د تصویر مثال ورکړی دی.
    بیا هم له تاسو مننه کوم
    ډاکټر ګل مرجان منګل

Leave a Reply

Your email address will not be published.