يوه کيسه او دوه زمانې

monkey hats
۱۹۱۳ ميلادي کال

يو سوداگر د خپلو ټوپيو ( خوليو) پنډ په سر اوچت کړې د خپل کلي نه د ښار منډۍ ته روان و. په لاره يو ځنگل نه تيرېدو او د دمې لپاره يې خپل پنډ پر زمکه کېښودو، د يوې ونې سره يې ډډه ولگوله او د خپلې بتکې نه يې اوبه وڅښلې. بيا هم هلته يې سترگې ورغلې او دې ويده شو. کله چې له خوبه پاسيدو نو وې ليدل چې د ده څادر کې هيڅ هم نه و او هغه د ټوپيو پنډ چا تش کړې و. د ده نه زړه خپور شو ځکه هم هغه د ده ټوله سرمايه وه. اخوا دېخوا يې وکتل او يوه بيزو ( شادو) يې وليده چې يوه خولۍ يې په سر وه. ده چاپېره ونو ته نظر وکړو نو ټولو بيزوگانو د ده ټوپۍ په سر کړې ناست وو.
سوداگر څو شيبې سوچ وکړو چې خپلې ټوپۍ څنگه د بيزو گانو بېرته واخلي. ده اوريدلي وو چې بيزوگان د انسان پېښې کوي. زړه يې کلک کړو او پخپل سر خولۍ يې په لاس کې واخيسته. بيا يې دا پر زمکه غوځار کړه او بيزو گانو چې وليدل نو ټولو خپلې ټوپۍ په زمکه واچولې. سوداگر په تراټ هغه ټوپۍ راټولې کړې، پنډ يې بېرته وتړلو او پخپله لاره روان شو.

۲۰۱۳ ميلادي کال

يو سوداگر د ټوپيو پنډ په سر اوچت کړې د خپل کلي نه د ښار منډۍ ته روان و. په لاره يو ځنگل نه تيرېدو او د دمې لپاره يې هغه پنډ پر زمکه کېښودو، د يوې ونې سره يې ډډه ولگوله او د خپل ترموس نه يې اوبه وڅښلې. بيا هم هلته يې سترگې ورغلې او دې ويده شو. کله چې له خوبه پاسيدو نو وې ليدل چې د ده په څادر کې هيڅ هم نه و او هغه د ټوپيو پنډ چا تش کړې و. اخوا دېخوا يې وکتل او يوه بيزو ( شادو) يې وليده چې يوه خولۍ يې په سر وه. ده چاپېره ونو ته نظر وکړو نو ټولو بيزوگانو د ده ټوپۍ په سر کړې ناست وو. هغه ته د خپل نيکه د خلې يوه زړه کيسه راياده شوه چې بيزوگان د انسان پېښې کوي. خپله ټوپۍ يې پر زمکه غوځار کړه او اخوا دېخوا يې وکتل. يوې بيزو د ونې نه ټوپ کړل او د ده ټوپۍ يې هم يوړه. ټولو بيزو گانو په زوره زوره وخندل او يوه هغه سوداگر ته ووئيل، ” ستا څه خيال دې چې زمونږ نيکه به راته هغه کيسه نه وي کړي؟”
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.