خوشال خان خټک

په ۱۹۴۸ م کې ” د کابل ټولنې” له خوا يو سنگتراش او يو انجينير محمد حسن پېښور ته ورواستول شول. هلته دوي د پښتو د دوو نامتو شاعرانو عبد الرحمان او د خوشال خان خټک د مقبرو ډيزاين او دبر ليکونه جوړ کړل. دا ليکونه په ۱۹۴۹ م کې افغان کونسلېټ ته يې وسپارل. وروستو د پښتونخوا صوبې حکومت د دوي په مزارونو په هغه ډيزاين د سپينو مرمرو مقبرې، ورسره جومات، کېفې او لايبرېري جوړ کړل.
خوشال خان ختک د پښتنو هغه ليکوال و چې تر اوسه پرې ډېرو کسانو څېړنې کړي دي او د مقالو او کتابونو پنې ترې ډکې دي. خو تر اوسه هم د خوشال د ژوند ډېر اړخونه پټ پاتې دي.
د خوشال اصل نوم خوشال بيگ خان و. ده په ډېرو کتابونو کې خپل نوم هم داسې ليکلې دې. د خپل زيږېدو نېټه يې په شعر کې وئيلې ده.
د هجرت زر دوه ويشت سن و- چې زه راغلم په جهان
دا نېټه د ربيع الثاني لومړۍ د نهې يا سه شنبې ورځ کېږي چې د ۲۱ مې ۱۶۱۳ سره برابره ده. هغه وخت د هندوستان باچا نورالدين جهانگير و او شاهي ټبر په دوو برخو وېشل شوې و چې هر يو يې واک غوښتلو.
د خوشال غور نيکه ملک اکوړه د اکبر باچا په حکومت کې د کرک (کوهاټ) نه راکډه شوې و او د نوښار سره نږدې ځان له کلا جوړه کړې وه چې اوس ” اکوړه خټک ” نومېږي.
د اکوړي زوې يحيا خان او نمسې شهباز خان نوميدل. د خټکو دا ټول ټبر د مغل واکمنو منصبداران وو. خوشال د خپلو دريو وروڼو جميل بيگ، شمشير بيگ او د مير باز نه مشر و. ده د کلي په جومات کې د پښتو، فارسي او عربي ژبو سره اسلامې زدکړې تر سره کړې او د دوو استادانو نومونه يې معلوم دي چې يو مولانا عبد الحکيم او بل اوېس ملتاني وو. خوشال د ديارلسو کالو و چې په ۱۰۳۵ ه کې د خپل پلار په لښکر کې د “بولاقو خټکو” په يو کلي د جنگ لپاره ووتلو. خو داسې ښکاري چې دا د تنکي ځوان د شوق خبره وه، ځکه له هغې وروستو په جنگونو کې د ده د گډون شواهد نشته
د اتلسو کالو په عمر کې خوشال خان واده شو او د شلو کالو په عمر کې يې شعر وئيل. د ده لومړې شعر داسې و
عقل سل د مصحلت بندونه جوړ کا،
چي د عشق سيلاب پرې راشي واړه نور کا

ښاي دا هغه ارام وختونه و چې دی به د ورځې ښکار له تلو، چې د بازانو ساتل هم پکې شامل وو. ده د فارسي شعر او نثر هم ليکلو چې هغه وخت د مغل دربار ژبه وه.
ده ژباړې هم وکړې چې “نام حق” د مولوي شريف الدين بخاري درسونو څو پاڼې پاتې دي. د شاعر نه علاوه دا د خوشال علمي اړخ څرگندوي چې خپلو خلکو د لار ښودنه يې هدف و. د بازانو د ساتنې، الوت او ښکار په اړه “بازنامه”، د سوات سفر نامه، د ديني مسايلو تشريح “فضل نامه”، د روغتيا د پخوانيو نسخوغونډ “طب نامه”، يو څو بېلگې دي.

په ۱۰۵۵ ه ( ۱۶۴۱ م) کال کې د ده پلار د يو وړوکي لښکر سره د یوسفزو په سیمه چپاو وکړو. اتويشت کلن خوشال خان هم ورسره و. په دغه جنگ کې شهباز خان په سر يوه تيږه ولگيده، ټپي شو او څو ورځي وروستو مړ شو. د هندوستان پر تخت اوس شاه جهان ناست و او خوشال خان ته يې امر وکړو چې د رانا گړ جنگ ته دې ورشي. دا کلا يې ونيوله نو په لاهور کې د باچا حضور ته حاضر شو.
شاه جهان ورله څلور لکه روپۍ نغدې ورکړې، د يو لکو جاگير او د پنج صدي منصب د دې لپاره ورکړل چې د شاهي خدمت لپاره ۵۰۰ سپاره او يو زر پياده پوځ ساتي.
د دې لښکر له کبله د خوشال خان زور نور هم ډېر شو او د مغلو له خوا د مندړو او يوسفزو د ټکولو لپاره يې هم دا پوځ کاروو. دی د کانگړې ( کشمير) په جنگ کې هم ورگډ و. بيا د شاه جهان تر ټولو کشر زوې شهزاده مراد سره د بلخ په سفر کې مل و چې په ۱۶۴۶ م په سر کې د هغه ځاې حاکم وټاکل شو. هلته خوشال خان د خپلو سفرونو حال ” هندکو نامه” ليکي. د اوړي تر وتلو شهزاده مراد له بلخ راووتلو او پلار يې مجبور شو چې اورنگزيب هلته ورواستوي.
په ۱۶۵۸ م کې شاه جهان ناروغه شو او د ده مشر زوې دارا شکوه د حکومت واگې په لاس کړې. خو اورنگ زېب دا نه منل او د وروڼو په وژلو اخر پر باچاهي تخت کېناستو. دا هغه وختونه و چې په هند کې ډېر منصبداران د يو يا بل شهزاده د تربگنيو قرباني شول. خوشال خان د اورنگ زيب د واکمنۍ په لومړيو شپږو کلونو کې يې پخپل شعر کې د ده ستاينه کړې وه.
د اورنگ زېب له خوا د پرله پسې دکن جنگونو کې د مغلو خزانه په تشيدو وه. هغه ځايونه چې ده ته يې ماليه نه رسيده، يو پکې د اباسين گمرک و. خوشال خان په دې خوشاله نه و چې د ده د سيمې گمرک دې بل چا ته ورکړې شي. اورنگ زېب په يو فرمان کې د دې ماليې حق د کابل صوبې ته ورکړو چې هلته د جنگونو لگښت پورا کړي. د خېبر په اپريدو او شينوارو يې د لارې د تيرېدو پېسې هم بندې کړې چې د خېبر جنگ پرې ونښتو. په ۱۶۷۳ م کې د گنداو مومندو پاڅون وکړو.
خوشال خان خټک د خپلو شعرونو نه د اورنگزيب د ستاينې شعرونه ضايع او د خپل نوم نه يې د بيگ تورې هم ليرې کړو. هغه د مغلو د ملاتړ نه لاس واخيستو. په ۱۶۷۴ م کې ده د اېمل خان مومند سره په گډه په نوښار حمله وکړه خو دوي مات شول.
باچا پخپله اټک ته راغلو او د خوشال خان د نيولو امر يې وکړو چې دوه مياشتې په ” کوټله مستجاب خان” کې نظر بند و. بيا لاهور، ورپسې ډېلي، اگرې او دوه کاله د رنتهمبور په کلا کې وساتل شو. تر ۱۶۶۸ م پورې دی د اباسين نه پورې نشو راتلې.
څه کم پينځو کلونو کې د خوشال خان توره په تيکي کې وه خو قلم يې فعال و. دستار نامه، فراق نامه او وصيت نامه خان په ١٠٧٦ په روژه کي د اشرف خان هجري په نوم په رنتبهور جيل کي وليکل. ځان نامه، نسب نامه او تاريخ نامه د هغه وخت نثرونه دي.
د زندان د وخت هوډ يې داسې و.
پس له بنده مي دا عزم – د خوشال د خاطر جزم
يا نيولى مخ مکې ته – يامغلو سره رزم.

د خوشال خان ۵۷ زامن او بې شمېره لوڼې وې. د زنداني کيدو پر وخت هغه د قام مشري اشرف خان ( تخلص هجري) ته سپارلې وه خو مغلو هغه هم بندي کړو. لومړې يې بيجاپور او بيا دکن ته بوتلو. دی څوارلس کاله په بند کې وو او هم هلته مړ شو، ځينې وايي چې خان يې پخپله ووژلو.
د خوشال خټک بل زوې بهرام خان د مغلو سره لاسونه يو کړل، د پېسو او د منصب لوز يې ترې واخيستو او د پلار قتل ته يې ملا وتړله. خوشال خان خټک په دې ناهيلې شو او د اکوړي نه ووتلو. د خپلو دوو زامنو، نصرت خان او گوهر خان په مرسته د تيراه اپريدو سره پناه يوړه. هم هلته په ډمبره کې د فروري مياشت په ۱۶۸۹ م کې د ۷۸ کالو په عمر کې مړ شو. وايي چې دی څو ورځې ورک و او خلکو يې لتون کوو. يو ځاې د ده او د هغه اس مړې چې ” سيلۍ” نوميدو پراته و. تر اوسه چا ته نه ده څرگنده چې دی د بهرام خان له خوا وژل شوې و او که بل څه ورپېښ شول.

د خوشال خان په ۴۵ زرو شعرونو کې د ۸۰۰ نه زياتې غزلې، دوه پنځوس قصيدې، شپاړسو سوو نه زيات چاربيتې ( رباعيات) او بې شمېره نور لکه مثنوي، مثلث او مخمس شامل دي.
چې دستار تړي هــــزار دي
د دستار سړي په شمــار دي

Khushal mazar

سرچينې

۱. تاريخ خټک. سرفراز خان عقاب خټک. ۱۹۶۵ م. اکوړه خټک.
دوېم چاپ ۲۰۰۸ م. اباسين پښتو ادبي جرگه خېر اباد، نوښار. ۲۴۶ مخ.

۲. تاريخ پشتون. سردار شير محمد خان گنډاپور. اردو زباړه. سراج احمد علوي. شېخ شوکت علي اينډ سنز. لاهور. ۱۹۹۱ م. ۵۲۹ او ۵۳۰ مخونه.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه

۶ نومبر ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. Dera mañana Safia khore

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *