اسکندر

alexander

د نړۍ په تاريخ کې د اسکندر نوم د ميړانې، د يو غښتلي جنگي او سياسي مشر او د اتلوالي سره تړلې دی. تر اوسه په سوونو مستند تاريخونه د ده د ژوند او کارنامو په اړه بازار ته راوتلي دي.
ځينو ليکوالانواسکندر يو نابغه انسان گڼلو چې نيمه نړۍ يې ونيوله او د ده په شان فاتح به بل څوک نه وي. په وړوکي عمر کې داسې وحشي اس يې سپرلې وکړو چې تکړه ځوانان پرې نشول ختلې. د شلو کالو په عمر کې يې د يونان خواره واره ملکونه يو ځاې کړل چې دی يې خپل باچا ومنلو. بيا د ايشيا په نيمه وچه کې د ځواکمنو زور يې مات کړو او لکه د يوې اسطورې ونمانځل شو.
په مقدونيه کې د ده نه وړاندې دوه نور باچاهان هم د اسکندر په نوم تېر شوي وو. د عيسا پېغمبر د زيږېدو نه ۳۵۶ کاله وړاندې د دوېم فليپ باچا د څلورمې ښځې اولمپياس زوې وزېږېدو چې اسکندر يا ” اليگزانډر” نوم يې پرې کېښودو. د فلپس اته يا نهه نورې ښځې هم وې. تر شپاړسو کالو د اسکندر استاد د يونان د نامتو فلسفي “ارسطو” و. ده به د خپل پلار سره په جنگونو کې برخه اخيسته او يو ځلې سفارتي ډلې سره د اېتنز ښار ته هم ولاړو چې په سياست خبر شي.
د ده پلار ووژل شو نو شل کلن اسکندر د يو ځواکمن سلطنت باچا شو. په راتلونکو دوو کالو کې د يونان د وړو جزيرو باچاهانو يو کنفېډريشن جوړ کړو او د خپلو پوځونو مشري يې اسکندر په لاس ورکړه. ده يو تکړه او باوري جنرال ” انټې پيټر” خپل ځاې ناستې وټاکلو او په ۳۳۴ ق م کې د پوځي کېمپېن لپاره روان شو. د اسکندر سره ديرش زره پلي او ۵ زره سپاره عسکر وو چې هغه وخت د يونان نه بهر د جنگونو لپاره تر ټولو لوې لښکر و. په دې کې د يونان د لويو وړو جزيرو نه هر يو واکمن پوځيان ورکړي وو.
د اسکندر په لښکر کې د “ايونيا” د ټاپو تکړه او غښتلي جنگيالي زيات وو او په اېشيا کې دا لښکر د ” ايونان” په نوم وپېژندل شو. هم هغه وخت و چې ” گريس” په عربي او نورو ايشيايي ژبو کې يونان شو. د ده سره د يوناني ژبې تاريخ ليکونکي هم مله وو چې هر ځاې د ده د برياوو ډول يې غږوو.
اسکندر اوسني عراق اود مصر خاوره ونيوله نو دغه مورخينو ورته د ” لبرېټر” يا ازادي ورکوونکي لقب ورکړو. دوي وايي چې هلته خلک د خپلو واکمنو نه په تنگ وو او اسکندر لکه د خداې ونمانځل شو. په مصر کې د نيل په اوبو ډېرغنم کيدل او هر څوک چې دلته واکمن وو، خومبې به يې ډکې وې. اسکندر په مصر کې دومره شته من شو چې پخپل نوم د يو ښار د جوړولو تايبا يې وکړه. د ” اسکندريه” جوړيدل د اسکندر د شهرت گراف نور هم لوړ کړو.
ده د هغه ځاې د شته مني برخه يونان ته هم ورواستولو او ورسره د نور تازه دم پوځ غوښتنه به يې هم وکړه. په ۳۳۱ ق م کې اسکندر پارس ( ايران) ته مخه کړه. د پارس او د “اتن يا اېتنز” دښمني پخوانۍ وه. دواړو ملکونو د خپل ځان لوړ ښودلو لپاره بې ساري جنگونو کې په لکونو انسانان وژلي وو. پارس د اتن د مر مرو جوړ نامتو ” اېکروپوليس” ويجاړ کړې و چې د اسکندر په وخت يونيم سل کاله پرې وتلي وو.
د پارس خلکو د يونان خدايان هم نه منل نو ځکه د هغوي لپاره کافران او ناپاکه خلک وو. بله دا چې پارسيانو د ترکي ځينې يوناني سيمې نيولې وې او غوښتل يې چې دا د هغوي له پنجو خلاص کړي. اېشيايان د اسکندر په نظر وحشي وو نو غوښتل يې چې دوي ته متمدن کړي.
د پارس باچا داريوش ورته د روغې لاس وغځوو او د خپل واک لاندې د نيمو زمکو د ورکولو ژمنه يې وکړه. هغه وخت تر اباسين او د مرکزي ايشيا خاوره هم پارس سره وه. خو اسکندر د ټولې نړۍ فاتح نوم ځان ته گټلو او د روغې پر ځاې جنگ ته يې تياري وکړه.
پارس ورسره څو جنگونه وکړل او اخرد ” گوگامېله” په مېدان کې درېم داريوش تيښتې ته اړ شو. په پارس کې د اسکندر د برياليتوب نه وروستو د ده د وژلو هڅه ووشوه خو سازش ونيول شو. د ده د ساتندويانو مشر د اسکندر له خوا په دې ووژل شو چې ده ولې په وخت اسکندر ته خبر ورنکړو. وروسته د هغه محافظ زوې چې د اسکندر د خزانې ساتنه يې کوله هم ووژلو چې هسې نه د پلار بدل واخلي.
د داريوش ځواکمن پوځي کوماندان د باختر د صوبې ” اردشير” وو چې يوناني تاريخونو کې ” بېسس” نومېږي. هغه د پارس د پوځ ځواکمن مشر و او د داريوش سره يو ځاې د همدان ښارته يې پناه يوړه. هلته دوي ځپل پوځ بيا ترتيب کړو چې بل جنگ ته ځانونه تيار کړي.
د دوي دواړو تر منځ اختلاف راغلو او اردشير د داريوش د وژلو نه وروستو باختر ته وتښتيدو. اسکندر ورپسې د هرات او ترکمانستان د لارې باخترته ولاړو. اردشير يې ونيولو، پوزه او غوږونه يې ورته پرېکړل ( ځينې وايي چې په دار يې وځړوو) هغه د داريوش د لور سره واده وکړو او ځينې واي چې د هغه خپل د ماشومتوب ملگري سره مينه وه چې په دې جنگونو کې ورسره مله و.
په سمرکند کې هغه د شرابو په نشه کې خپل يو تور پوستې محافظ ووژلو چې يو ځلې د ده ژوند يې ژغورلې و. په پارس کې هغه وخت باچا ته د سجدې کولو رواج و او د اسکندر دا دود خوښ شو. ټولو ته يې امر وکړو چې کله د ده حضور ته راځي نو سجده دې ورته وکړي. خو د ده مشيرانو او ملگرو پرې نيوکې کولې چې يوناني دود يې پريښې و. په سغديه (مرکزي ايشيا) کې د ده د وژلو لپاره يو بل سازش ووشو. چې پخپله د ده شاهي ملازم جوړ کړې و. د ده خپل شاهي مورخ ترې د سجدې کولو په امر خفه شو.
د سغديه او د باختر د نيولو نه وروستو ده خپل پوځي هدف تر لاسه کړې وو. يو ځايي سردار د روغې په بدل کې خپله لور روکسانه (روښانه) ورله واده کړه او د اسکندر په داستان کې مينه او عشق هم ورگډ شول. اسکندر پخوا يوه معشوقه لرله چې واده يې ورسره نه و کړې او پريساتيز نوميده او د “اوخس” لور وه. د دې يو زوې ” هېريکل” په ۳۲۷ ق م کې زيږېدلې و.
اسکندر څه موده د آمو سيند نه اخوا او دېخوا ملکونه رالاندې کړل او بيا د غور بند، نه باگرام ته ورغلو. په ايستاليف کې انگور ډېر وو نو هم هلته د ده د پوځيانو لپاره د شرابو د جوړولو کار پېل شو. د شرابو د ساتنې لپاره د خاورې مرتبانونه او کاسې يې جوړولې او د شا و خوا ځنگلونو کې يې ښکار کوو. مقدونيه د ده په غياب کې اقتصادي وده وکړه، خلک يې ماړه شول، تعليم او پوځي روزنه پکې اوج ته ورسيده.
د اروپا ليکوالانو د اسکندر د حملو په لاره کې د شلو نه زيات ښارونه په نښه کړل چې د دوي په اند ” اسکندريه ” و. ان تردې چې يو امريکايي دعوا وکړه چې په افغانستان کې اته داسې ښارونه اسکندر جوړ کړي وو. د ” آې خانم، باگرام او اراکوزيا” نومونه په يوه ساه درته اخلي. دا حقيقت نه لرې او د آي خانم د جوړوونکي نوم ” کينياس” په يوې تيږې کيندل وشې د هغه د کنډوالو نه وموندل شو.
اسکندر په ۳۲۸ ق م کې د کابل په شمال کې تم و او د ټيکسلا راجا “امبي” ورسره وليدل( د امبار او امبيلې ځايونه د ده په نوم اباد شوې و). امبي د هغه سيمې د نورو راجاگانو سره دښمني وه خو پخپله يې هغوي نشو اېل کولې نو اسکندر ته يې وويل، که يوناني پوځ د ده دښمنان وټکول نو دی به ورسره ملاتړ وکړي. دا دود اوس هم پاتې دی.
اسکندر د هغې سيمې په جغرافيې بلد نه و او خپلو جاسوسانو ورته خبر راوړې و چې ځينې قبايل په درو کې پټ، ناببره چپاو کوي. هغه د خپلو پوځي جنرالانو سره مشوره وکړه او لښکر يې په دوو برخو وويشلو. د يو لښکر جنرال “هيفايسون” نوميدو چې د کابل او د ننگرهار نه د خېبر درې د لارې چارسدې چې هغه وخت پشکلاوتي ( پيوکيلاوټس) نوميدو ورسيدو. د دې ځاې باچا ” استيز” نوميدو چې يوناني يرغل گرو ته تسليم نشو. د چارسدې شا و خوا سيمه د دې باچا په نوم ” استيزنگر” نوميده چې وروستو ” اشنغر” شو.
يوناني پوځ تر ديرشو ورځو دا ښار کلابند کړې و او اخر استيز ورته پيغام ورواستوو چې که اسکندر پخپله ورته راشي نو دی به د کلا دروازه ورته پرانيزي. ځينې وايي چې اسکندر پخپله پشکلاوتي ته ولاړو خو نور وايي چې استيز ووژل شو او يوناني جنرال يو بل کس هلته باچا کړو چې ” سنگايوز” يا سنجيو نوميدو. د دې ځاې دوه شهزاده گان ” کوفيس” او اساجيټس (اسواجيت) د يوناني لښکر سره مله شو.
د اسکندر د پوځ بل جنرال “پرډيکاس” نوميدو او په ۳۲۶ ق م کې دوي د کابل نه د کونړ غرونو ته وخوځيدل. اسکندر هم د دې ډلې سره روان شو او يو کال د مزل نه وروستو سوات او بيا باجوړ ته راغلل. وايي چې د ” مورې غر” چې ځينې يې کېمور بلي، په لمنو کې اسکندر د ” نايسا” ښار اباد کړو چې پکې د يونان وگړي مېشت شول. د يونان په ولسي او ديني افسانو کې دا خيالي ښار د انگورو د شرابو اسطورې “ډايونيسس” جوړ کړې و. حقيقت دا دی چې اسکندر او د ده پوځيانو د غرونو نه خوندي راوتلو په وياړ د شپې اور بل کړو او د شرابو په نشه کې يې ځانونه مست کړل.
هم دغسې يو جشن دوي د پارس په شيراز د داريوش په ماڼۍ کې هم کړې وو او ځينو په نشه کې هغه ښکلي ماڼۍ چې تخت جمشيد نومېږي خاورې ايرې کړه. د اسکندر د لښکرنه به پوځيان فراري کيدل، په تېره هغه وخت چې يو جنگ به يې بايللې و. دی به د شرابو په نشه کې په قهر شو او څو وارې يې خپل نږدې کسان يې ووژل. ده ” د شک مرض “پېرانويا” لرلو او ځان يې د زيوس (خداې) زوې گڼلو.
د ده لومړې لښکر د چارسدې د دوو شهزادگانو په بدرگه امب ته ورسيدل نو راجا امبي يې ډېر دروند استقبال وکړو. لښکر په “هنډ” کې تم شو او په اباسين د پورې وتلو لپاره يې د لرگيو د پل په جوړولو لاس پورې کړو. د هلته ” سکندر ډېرۍ” او د ” رڼا غونډۍ” نه پوځ د سيند پورې غاړې خپلو عسکرو ته سگنل ورکوو.
اسکندر چې اباسين ته ورسيدو نو د خپل پوځ مشرې يې جنرال ” سيسي کوټس” ته ورکړه. د اسکندر د پوځ د مړو او ټپيانو شمېره ۳۰ في صده وه يعني د ده درېمه برخه پوځيان به په جنگ کې وژل کيده. ده ټپي پوځيان د ځانه سره وړاندې نه ووړل او زيات وخت به يې د سيند پر غاړه په پوځي کېمپونو کې پرېښودل. که دوي توان لرلو نو بېرته به ولاړل او که معذوره وو نو هم هلته به مېشت شول. د پوځ معاش يې ډېر لوړ و او د دوي د لباس، خوراک او د شرابو لگښت يې هم ورکوو. د دې نه علاوه په لوت شوي مال کې به يې ورته پورا ونډه ورکوله ځکه خو دوي ورسره تر هند ولاړل.
هغه سيمې چې د ده پوځيان پکې پاتې وو، وړې مستمرې شوې او هغو پوځيانو به پکې د واکمنو چلند کوو. ورو ورو دا ځايونه پراخه شول او د وخت په تيرېدو پکې تجارت او کاروبار پېل شو. ايشيايان د سپينې څرمنې خلکو ته په لوړه سترگه گوري او چې وسله يې هم په لاس کې وه نو بيا به يې راکړه ورکړه کوله. د دې ښارونو له کبله يونانې کلتور د ختيځ په ملکونو کې خپور شو چې ” هېلنيسټک تمدن” نومېږي.
د دې تمدن نښې د بوداي مجسمو او د لرغونو ښارونو په کنډوالو کې ښکاري خو د دې نه علاوه يې درک نشته. هغه وخت د يونان خلکو ساده د تنور ډوډۍ د زيتون او پنير سره خوړله. که څوک دا وايي چې افغانستان ، پاکستان يا مرکزي ايشيا ته د پنير او د تناره د ډوډۍ کلچر د يونان نه راغلې دی نو پوښتنه دا ده چې د دې نه وړاندې خلکو څه خوړل؟ د يونان پوځيانو پرتوگ يا پتلون نه اغوستو او افسرانو به يې ږيرې خرئيلې.
په ۳۲۶ ق م کې اسکندر د اباسين ختيځ کې د جهلم د راجا پورس سره وجنگيدو چې د خپلو پيلانو سره راوتلې و.
يوناني پوځ بريالې او پورس ونيول شو. اسکندر ترې پوښتنه وکړه چې څه درسره وکړم؟ هغه ورته ووئيل، ” څه چې يو باچا د بل پاچا سره کوي” اسکندر دومره د لوې زړه خاوند وو چې هغه يې پريښودو او د يونان تاريخ ليکونکو پرې لاسونه وپړکول. په ملتان يې يرغل وکړو او کلابند خلکو پخپل دفاع کې په زهرو لړلي غشي په دې پوخ ويشتل. اسکندر هم په يو غشي ولگيدو او ټپي شو. دلته د اسکندر په تاريخ کې ډېره گډ وډي ده.
يو وايي چې ده خپل پوځ ته د وړاندې تگ لپاره يو تقرير وکړو خو هغوي اوس ستړې وو او ځينو وئيل چې دوي ته کور يادېږي ( شل کاله وروستو) بل وايي چې دی د خپل پرهر د لاسه ناروغه شو او وړاندې يې گام نشو اخيستې. درېم وايي چې په پوځ کې يې بغاوت ووشو او څلورم وايي چې د ده ملاريا تبه وه او نورز يې جنگ نشو کولې.
اسکندر د ملتان نه په اباسين کې يوې کشتۍ کې ناروغه حالت کې سند او بيا د گوادر ساحل ته يوړل شو، هلته په بحري بېړيو کې دا ټول پوځ بيرته پارس او اخر ” بابل” (عراق) ته ورسيدو. اسکندر په ۳۲۳ ق م کې په بابل کې ساه ورکړه او د ده مړې يې په تابوت کې ساتلې و. په هغه کال د روښانې يو زوې وزيږېدو چې اسکندر (څلورم) ونومول شو. د بابل واکمن لومړي بطليموس اسکندر ته د گرېټ يعني د عظيم يا لوې لقب ورکړو.
په مقدونيې کې هغه وخت شل کلنو ځوانانو د اسکندر په اړه معلومات نه لرل ځکه هغه خپل نيماي ژوند بهر تېر کړې و. د ده د مړينې نه وروستو په يونان کې کورنۍ جنگ ونښتو او په څو برخو وېشلې دا ملک د هغه جنرالانو او ځاې ناستو پخپل حکومتونه جوړ کړل. په مرکزي ايشيا، هند او افغانستان کې د ده له خوا ټاکل شوي جنرالانو څه موده په يوناني ډول حکومت کوو خو په ځينو ساکاي قباېلو حمله وکړه او وې شړل. نورو د هند او د پارس د ځاي واکمنو سره په گډه حکومت کوو. دغه درې سوه کاله دوره په تاريخ کې ” يونان باختر او هندي يوناني” په نوم پېژندل کېږي.
انگلستان او نورو ملکونو د خپلو مستمرو او د خلکو د ښکيلاک لپاره هم هغه شعار نه کار واخيستو چې اسکندر په لومړي ځل د خپلو حملو او د جنگونو لپاره وکاروو. دا شعار وحشي قامونو ته د يونان پرمخ تللې تمدن ورزده کول وو. هغه تمدن هم د دوي پخپل حساب پرمخ تللې و او ځان يې تر نورو لوړ گڼلو. حقيقت دا دې چې يو تمدن هم د بل نه لوړ يا ټيټ نه وي او انسانانو په هر دور کې د يو بل نه اخيستنې کړي دي او د يو بل د ژوند ژواک نه يې الهام اخيستې دی.

سرچينه
۱. اسکندر څومره لوې ( اعظم) و. پروفېسر ايان وردينگټن. د کولمبيا -مسوري پوهنتون. د انټرنېټ مقاله. ۱۹۹۹ م.
صفيه حليم
د خپريدو نېټه
۲۳ اکتوبر ۲۰۱۳ م

2 Comments

Add a Comment
  1. ډیرپه زړه پوری وه مننه!

  2. په زړه پورې معلومات دا چې اسکندر د کونړ په غرونو کې سخته ماتې وخوړه نو د ځنګل د وهلو امر يی وکړ وايی چې په زرګونو ونې يی چپه
    کړې او د کونړ پر سیند صوات ملتان ته لاړو اسکندر امر وکړ چې د کونړخلګ ښځې او نر له تیر نه تیر کړې خوفوځ يی د مخکې تلو خبره وکړه او ويلی چې بیا راوګرځیدو نو وبه يی کړو
    ډیره مننه د معلوماتو نه مو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *