د کهف غار

Safia in front of  cave
د نومبر ۱۹۹۷ م د اردن په پلازمېنې عمان کې سخت ساړه وو. مونږ د کهف د غار ليدو ته ورغلو. د ښار نه اوو ميله جنوب کې د لوې لارې نه يو سړک بېل او درې کلوميټر په فاصله کې يوې غونډۍ ته رسېږي.
په هغه سړک د څو پېچومو نه وروسته يو ځاې مو د غار د نښې لوحه وليده. موټر مو ودروو او په هغې غونډۍ بره وختلو نو د روم د زمانې د دبرو ستنې ولاړې وې. د غار مخه توږل شوې او يوه دروازه پکې جوړه ده. دننه دا په دريو برخو وېشل شوې و چې يوه يې مخامخ، بله ښې لاس ته او درېمه گس لاس ته د دريو ميټرو هومره ځاې و. د مخامخ دروازې نه ښې لاس ته په تيږې کې شيشه لگيدلې وه او چې دننه مې وکتل نو انساني هډوکي ترې ښکاريدل.

inside the cave
د کهف د ملگرو کيسه د مسيحيت د خپرېدو يا د هغې نه وړاندې د روم په سلطنت کې پېښه شوه. وايي چې اوو ځوانانو د هغه وخت د ديني عقايدو نه سرغړونه وکړه، څو بوتان يې مات کړل او واکمنو د دوي د نيولو امر وکړو. دوي په تېښته شول خو ځينې خلک وايي چې دوي يې زنداني کړي وو او د زندان نه تښتېدلي وو.
دوي د ښار نه بهر ولاړل او د يوې غونډۍ په غار کې يې پناه واخيسته. په دوي کې يو کس سپي هم لرلو چې هغه ورسره و. دوي په غار کې د ورځې د تېرولو لپاره ايسار وو خو هم هلته ويده شول. بيا چې را ويښ شول نوخبر نه وو چې څومره وخت يې تېر کړې و. خپل يو ملگرې يې د يوې سکې سره ښار ته ورواستوو چې ډوډۍ هم راوړي او په پټه د ښار حال هم معلوم کړي.
هغه کس چې د ډوډۍ لپاره سکه هټۍ وال په لاس کېښوده نو دی حېرانه پاتې شو. د ده نه يې پوښتنه وکړه چې څوک وو او د کومې زمانې سيکه يې راوړې وه. هغه چې د باچا نوم واخيستو نو خبر شو چې سکه درې سوه کاله پخوانۍ وه. دې په منډه غار ته ولاړو او خلک هم ورپسې شول. هلته نور کسان هم حېرانه وو چې دوي درې سره کاله څنگه ويده وو. هغه کسان له دې وروستو مړه شول او خلکو دا يوه معجزه وگڼله نو هم هلته يې د عبادت يو ځاې جوړ کړو او خلک به د دې کسانو د هډوکو ليدو ته ورتلل.
په قران کريم کې يو پورا سوره کهف دا کيسه بيانوي او د دې ۲۰ ايت کې راغلي دي،
“او هم داسې ( لکه چې ويده کړي وو مونږ اصحاب الکهف) ويښ کړه مونږ دوي، چې پوښتنه وکړی، پخپلو منځو کې. نو وويل يو ويونکی له دوي نه، چه څومره مدت مو تير کړی دی؟ نو وويل( ورته دغو نوروچه) تيره کړی ده مونږ يوه ورځ يا يوه برخه د ورځې، وويلو( نورو) چه رب ستاسی ښه خبر دی. په هغه مدت چه تير کړی دی تاسی. نو وليږئ تاسی يو خپل. په دی سپينو زرو ستاسی چه دا دی دی ښار ته. نو و دی گوری چه کوم يو له دغه ( اهل د ښار) نه ښه پاکيزه دی له جهته د طعامه. نو را دی وړی تاسی ته رزق له هغه. او نرمی او زيرکی دی کوی ( په معامله کښی) او نه دی خبروی خامخا په تاسی هيڅ يو هم. ”
وړاندې په ۲۵ ايت کې وايي، ” او مدت تير کړی وو دغو ( ځلميو) په غار کښی دری سوه کاله ( شمسی) او زيات کړی و پری دوی نهه ( قمري کلونه نور هم)”
د قران نه وړاندې د کهف د ملگرو کيسه په انجيل کې هم ليکلې وه چې هلته وايي، دوې ۱۸۰ کاله ويده وو او د ټهيوډوسيس باچا په وخت کې راويښ شول چې مسيحيت خپور و.
لرغون پوهانو د ترکي د افسيس ښار نه بهر يو ځاې موندلې دی چې د انجيل د کيسې نښې لري. هغه وخت دا سيمه د روم د ” ډيسيس” نومې واکمن په لاس کې وه چې په خلکو يې ډېر ظلمونه کول. هغه دا کسان اوو کسان باغي وگڼل او د هغه غار خله يې پرې بنده کړه. بيا ۱۸۰ کاله وروستو يو چا د غار خله پرانيسته چې خپل څاروي پکې وتړي نو هغه اوو کسان يې په خوب وليدل.
وروستو نور خلک دې سيمې ته د زيارت لپاره ورتلل او بيا هلته يوه کليسا هم جوړه شوه. د وخت په اوږدو کې دا ځاې په يوې هديرې واوختو او بيا دا ځاې خوشې کړې شو. په ۱۹۲۷ م کې هلته کنستون ووشو او څو سره قبرونه يې وموندل. دلته يوه پخوانۍ کليسا وه چې په دېوالونو د اوو کسانو کيسه ليکلې وه.

Sign board
د عمان تاريخي ښار د روم د سلطنت يوه برخه و او هغه وخت دا” فلاډلفيا” نوميدو. د دې ښار په ډېرو برخو کې د روم کلاگانې او د ښاري ژوند نښې شته. د کهف د اصحابو دا غار ليدل زما د سفرونو يو مهم پړاو و.

القران الکريم – د پښتو ژباړې او تفسير سره- لومړې جلد- په پښتو کې تفسير کابلي – مولانا سيد عبېدالله شاه – د حرمېنو شرېفېنو د خادم پادشاه فهد د قران کريم د طباعت چاپخانه، د ۱۶۸۲ نه تر ۱۶۹۶ مخ.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۷ اکتوبر ۲۰۱۳ م

2 Comments

Add a Comment
  1. دا كيسه ما هم په قران كي لوستي اواوريدلي وه، خو ستاسو له د ستوگو ليدلي حال كيسه لا خوندوره كر وه. كه تاسو د غره په هكله پر قراني ايتونو سربيره په خپل نور معلومات او دستركو حال ويلي واى لا به شه وه.

  2. کله چې مې د قران تفسیر په مهال دا کیسه واوریده نو ځوانانو همت او دغه کرامت ډیر حیران شوم خو تلوسه مې وه چې د کهف غا به کله ګورم. د فبروری میاشت ۲۰۱۲ کال کې د اردن سفر په لاړم. د شپی ۱۲ بجی او داسی سړه هوا وه تا به ویل چې د کابل ښار ژمی اردن ته زما د مخه راغلي . د شپی په مهال مخکی له دی چې هوتل ته لاړ شم او ارام وکړم نو غوښتل مې چې یو اسلامی تاریخي ځای وګورم . د تیکسی چلونکي راته ویل چې نږدی ځای د عبدالرحمان ابن عوف قبر دی. دا په مدینه کې یو مالدار صحابي چې یو د هغه لسو اصحابو وو چې په ژوندانه ورته د جنت زیری ورکړل شوي.سبا ورځ بیا لومړی د کهف غار ته ولاړم. د دغه غار ختیځ لور یو وړوکي سورې وو چې ویل کیږی دغه غار ته به لمر سهار وخت له همدی لاری لمر داخلیده. او د غار دروازه بیا لودیځ لور ته ده چې د مازیګر په وخت لمر د دروازی لخوا داخلید. قران کې راغلی چې دا ځوانان به مو په ښې او ګس اړخونو اړول راړول او سپی دروازی په مخ کې پروت وو.د وخت خلکو چې کله دا ولیدل نو بیا يې غوختل چې یو ځای پری جوړ کړی اویو نظر دا وو چې جومات ورباندی جوړ کړي. دغار د پاسه پخوا زماني د مسحد محراب او دیوالونه تر اوسه شته او هغه محراب د پخوانی قیبلي بیت المقدس په لور او اوس مهال حومات اصحب کهف قبله بیا د بیت الحرام په لور ده. .

Leave a Reply

Your email address will not be published.