ملگري ملتونه- جعفر هاند

UN Logo
ملګري ملتونه له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په ١٩٤٥ کال کې رامنځ ته شول چې موخه یې جامعه ملل يا ليگ اف نيشنز له لورې وړانديزو شوو څو اهدافو ترلاسه کول وو. هغه سازمان د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې و او ملگري ملتونه يې ” ځاې ناستې” هم بلل کېږي.
دويمې او لومړۍ نړيوالې جګړې نړيوال دې ته متوجه کړل چې بايد يوه داسې سازمان رامنځ ته شي چې د سولې او امنيت د ټېنګولو،اقتصادي او ټولنيېزې پراختيا،د ملتونو ترمنځ د سياسي روابطو د ټينګولو، ثبات، فرهنګي او بشرپالنې په برخو کې لاس په کار شي، دغه سازمان ټولو هېوادونو او دولتونو ته د منلو وړ او د هغوى استازولي وکړى شي .
د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو لاملونه يو شمېر نړيوال کنفرانسونه و، چې په لنډ ډول یې به يې يادونه وکړو.
– د اطلس د منشور هوکړه ليک:
امريکا او برتانيا د ١٩٤١ کال د اګست په ١٤ د سولې پر بنسټېزو اصولو د اطلس په نامه يوه موافقه وکړه. د اتو مادو همدغه تړون د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو پيلامه بلل کيږي چې په کې د دولتونو ترمنځ پر برابروالي او مساوات ټېنګار شوى و.
د ملتونو برخليک د هغوى په لاسونو ټاکل، د ملتونو له لورې د خپلو حکومتونو د ټاکلو حق، په نړيواله کچه ټولو ملتونو ته يو ډول او برابر حق ورکول، له سمندرونو نه په برابر ډول استفاده او په ملتونو کې له زور کارولو ډډه د امريکا او برتانيا ترمنځ د اطلس د منشور د هوکړه ليک مهمې او پام وړ مادې دي.
د ١٩٤٢ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د متحدينو لخوا په واشنګټن کې ٢٦ هېوادونه هوکړه وکړه چې نور هېوادونه هم باید د اتلانتيک منشور ومني، په دغې اعلاميي کې په لومړي ځل د ملتونو کلمه راغلې وه چې وروسته بيا ٢١ هېوادونو دغه منشور ومانه.
په ١٩٤٣ م د اګست پر دېرشمه نېټه د څلورو هېوادونو، پخواني شوروي اتحاد، امريکا، برتانيا او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزېرانو په مسکو کې په يوه کنفرانس کې جرګه شول. د ټولو سوله خوښوونکيو هېوادونو ترمنځ د حقوقو پر برابروالي، د نړيوالې سولې د ټولو لويو او کوچنيو ساتونکو هېوادونو پر مخ د لارو پرانیستل، د مسکو د کنفرانس مهمې غوښتنې وې .
د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړلو د هڅو په لړ کې متحدينو د ١٩٤٤ کال د اګست له ٢١ نېټې څخه د ډسمبر تر ٢٨ نېټې پورې واشنګټن ته څېرمه د دومبارتون اوکس په ودانۍ کې سره جرګه او د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړولو د مقدماتي وړانديزونو مسوده او طرحه وليکله، لا هم د دغه کنفرانس پرېکړه د يادې شوې ودانۍ په نامه ياديږي.
د ١٩٥٤ م د فبرورۍ په نېټه د انګلستان، امريکا او پخواني شوروي اتحاد ولسمشرانو چرچل، روزولټ او سټالين د دويمې نړيوالې جګړې د فاتحينو په توګه د نړۍ د ملتونو د برخليک ټاکلو په موخه په يالتا کنفرانس کې ګډون وکړ.
ورسته بيا د دومبارتون اوکس د کنفرانس د پرېکړو له مخې د نړۍ د سولې او امنيت د ټېنګولو په موخه د ملګرو ملتونو د سازمان پر جوړولو هوکړه وشوه او دا پرېکړه هم وشوه چې د ١٩٤٥م د اپريل په ٢٥ نېټه دې د سانفرانسيسکو په ښار کې د ملګرو ملتونو اساسنامه ترغور او کتنې وروسته تصويب شي.
د همدغې پرېکړې پر بنسټ په يادې شوې نېټې او ياد شوي ښار کې کنفرانس وبلل شو او په ترڅ کې يې د ٥٠ هېوادونو ١٥٠٠ پلاويو، کارپوهانو، د بېلا بېلو کمېټو، کمېسيونونو، د کار د ډلو او نورو کارکوونکو په درلودلو سره د ١٩٥٤ کال د جون د مياشتې په ٢٦ نېټه د ملګرو د سازمان منشور تصويب او لاسليک کړ.
پر منشور دوه مياشتې غور او کتنه وشوه او دغه راز څه باندې ٤٠٠ غونډې هم وروبلل شوې وې. بايد يادونه وشي چې پولينډ په دغه کنفرانس کې ګډون نه و کړى خو د الفبا په ترتيب سره د لومړني غړي په توګه ورته د لاسليک ځاى تش پرېښودل شوى و.
دا همدغه کنفرانس و چې په کې د ملګرو ملتونو د سازمان د اساسنامې يا منشور د جوړولو لپاره د کنفرانس د لارښود، اجرييوي، د همغږۍ او د اعتبار نامې کمېټې جوړې کړې.
دغو څلورو کمېټو د ملګرو ملتونو د منشور لپاره له هغو زرګونو پاڼو او مسودو څخه چې د بېلا بېلا هېوادونو استازو چمتو کړې وې، د ملګرو ملتونو لپاره په ١٩ څپرکو کې د ١١١ مادو منشور او اساسنامه جوړه کړه.
دغه منشور د امنيت د شورا د پنځو دايمي غړو پخواني شوروي اتحاد، انګلستان، فرانسې او چين له لاسليک کولو وروسته لازم الاجرا شو.
افغانستان د هغوو هېوادونو په کتار کې راځي چې له ١٩٤٩ کال وروسته يې د دغه سازمان منشور لاسليک کړ، خو غړيتوب يې په ١٩٤٦ کې ترلاسه کړى و.
اوس د اکتوبر ٢٤ نېټه د ملګرو ملتونو د زېږېدنې ورځ ياديږي او هرکال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لمانځل کيږي.

د ملګرو ملتونو اصلي مقر:
د ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان اصلي مرکز په نيويارک کې دى او د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې هم د استازولۍ دفترونه لري . د دغه سازمان نړيواله محکمه د هالينډ په هاګ ښار کې دى .ملګري ملتونه دا مهال د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې شاوخوا ١٨ زره کار کوونکي لري .
د ملګرو ملتونو رسمي ژبې:
دا سازمان شپږ رسمي ژبې لري. انګليسي يې په سر کې راځي او ورپسې، هسپانوي، چينايي، روسي، فرانسوي او عربي ژبې دي.
د مساوي حقونو او اصولو په نظر کې نيولو سره د دوه اړخېزو قراردادونو او نورو رسمي اسنادو د ترتيب لپاره د هېوادونو ترمنځ دهغوى له خپلو ژبو څخه هم ګټه اخيستل کيږي.
د ملګرو ملتونو د سازمان اهداف:
دغه سازمان د نړيوالو ستونزو د هواري په موخه خپل اهداف په لاندې ټکو کې راغونډ کړي دي:
الف- د نړيوالې سولې او امنيت ساتنه او د ماتوونکو پر وړاندې يې ډلييز تدابېر او يوالى.
ب- د برابرۍ د اصولو له مخې د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکو ته پراختيا ورکول او د هېوادونو په لاس د خپل راتلونکي ټاکل
ج- د نړيوالو ستونزو په هواري کې د نړيوالو مرستو تحقق، چې بشري، کلتوري، ټولنيز او اقتصادي اړخ ولري.
٤- د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ملتونو د اقداماتو د همغږۍ د مرکز موجوديت
د ملګرو ملتونو اصول:
ملګري ملتونه دا مهال په ټوله نړۍ کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د لاندنيو اصولو په چوکاټ کې فعاليت کوي:
الف- د سازمان د ټولو غړو ازادي او ترمنځ يې برابروالى.
ب- په رښتينې ډول د غړو هېوادونو له لورې د سازمان د اساسنامې اړوندو ژمنو او پرېکړو عملي کول.
ج- د سولييزو وسيلو او سولييزو لارو چارو پرمټ د نړيوالو ستونزو او مسايلو هوارول او په هغو مواردو کې چې د ملګرو ملتونو له اساسنامې سره په ټکر کې دي، د وسلو له استعمال او وسله وال ګواښ څخه ډډه کول.
د- د دولتونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې دډه کول.
ه- له ټولو غړو هېوادونو سره هر اړخېزې مرستې او پر هغوو هېوادونو د مرستو بندول چې سازمان يې پر ضد د اجباري تدابېرو نېول غوره کړي
و- د ملګرو ملتونو ناغړيو هېوادونو ته داسې حالت برابرول چې د سازمان د اساسنامې سره سم عمل وکړي .
د ملګرو ملتونو په سازمان کې غړيتوب:
هر هغه هېواد چې د ملګرو ملتونو اساسنامه او اصول مني او د دې ټولې پرېکړې عملي کوي، د ملګرو ملتونوغړيتوب ترلاسه کولى شي.
د غړيتوب د ترلاسه کولو لپاره د نوي هېواد له لورې د سازمان سرمنشي ته په رسمي بڼه غوښتنليک سپارل کيږي او بیا د امنيت د شورا په سپارښتنه په عمومي اسامبله کې پرې رايه اچونه کيږي او د دوو ثلثو رايو د اکثريت په ګټلو نوي هېواد ته غړيتوب ورکول کيږي.
د ملګرو ملتونو بودېجه:
د ملګرو ملتونو کلنۍ بودېجه د سازمان د غړو هېوادونو له لورې برابريږي، هر هېواد د خپلو وګړو د سر د کلني عايد له مخې د ملګرو ملتونو په بودېجې کې ونډه اخلي. د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې د دغه سازمان د ١٩٩١ کال بودېجه ١٠٩٤ مېليونه ډالره و خو په ٢٠٠٥ کې بيا دغه بودېجه ١٨٠٦ مېليونه ډالرو ته ورسېدله.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت:
افغانستان د ١٩٤٦ کال د نومبر په ١٩ نېټه د ملګرو ملتونو غړيتوب ترلاسه کړى دى او په دغه سازمان کې لومړنى استازى عبدالرحمن پژواک و.

د خپرېدو نېټه
۱۶ اکتوبر ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.