شطرنج

indian chess
وايي چې شطرنج د باچاهانو لوبه ده. دا د دوو لوبغاړو تر منځ د دوي د دماغو او د سوچ يوه ازموينه وي. دا لوبه د کوشان واکمنو پر وخت په هند کې پېل شوه او د پوځ د څلورو برخو په حساب ” چتورنگه” ونومول شو.
دا څلور برخې، پياده سپاره (اس) هاتي ( فيل) او گاډې وو.
د لوبې لپاره، راجه ( شاه) منتري(وزير) گجه (پيل) اشوا (اس) رتهه (رخ يا گاډې او “پداتي ( پلي) پخپل شکل وړوکي جوړيدل. د جنگ مېدان به يوه تخته وه چې په برخو وېشل شوې وه. د دښمن نه د ځان ساتنې او د خپلو ځواکونو د وړاندې تگ لپاره دا لوبه د باچا او د هغه د جنگي مشيرانو فکر ته يوه ننگونه وه.
په ۶ ميلادي پېړۍ کې دا لوبه پارس او چين ته هم کډه وکړه. عربانو پخپلې ژبې کې د چ او د گ غږ نه لرلو او “چتورنگ” په شطرنج واوختو.
کله چې “شاه” به تر حملې لاندې شو نو برلاسي لوبغاړي به ناره کړه چې ” شاه مات” يعني باچا ماتې سره مخ دی. هم دغه ناره وروستو په اروپايي ژبو کې ” چېک مېټ” شو او په بېلا بېلو ژبو او لهجو کې هم هغه د ” شاه مات” تورې په پاې کې د انگرېزي ” چېس” شو.
په نړۍ کې د اوسني شطرنج د لوبو مقابلې په ۱۸۸۶ م کې ووشوې او د نړۍ والو مقابلو لپاره دې لوبې معيار او اصول په ۱۹۲۴ م کې وټاکل شول چې د سټونټن په نوم يادېږي. د دې د اتلولۍ لپاره مقابلې کېږي چې د نړۍ وال شطرنج فېډرېشن له خوا وي.
د شطرنج د لوبې تخته تور او سپين څلور گوټيزه ۶۴ خونې وي چې ۸ ضرب اته وېشل شوي وي. د لوبې لپاره تخته داسې ايښودل کېږي چې د سر سپينه خانه د دواړو لوبغاړو ښې لاس ته وي. يو لوبغاړې د تور او بل د سپين رنگ ۱۶ ټوټې لري او هم هغسې د تور او د سپين په نوم يادېږي. د شاه، سره مليکه، د وزير په بشپ يا پادري او د پيل په ځاې کارغان وي.

هر يو لوبغاړي سره يو شاه، يوه مليکه، دوه کارغان، دوه سپاره، دوه پادريان او اته پياده وي. د لوبې په پېل کې هر څوک په يو ترتيب خپلې غاړې ته ودرول کېږي. يو باچا د بل مخالف خانه کې نه ودروي. د جنگ د هر گوډاگي لپاره د وړاندې تلو يا د بېرته راگرځيدو شرايط دي.
دواړه لوبغاړي پخپل وار يا خو تشې خانې ته خپل گوډاگي ووړي او يا په مخالف جنگيالي حمله کوي او د هغه ځاې نيسي. دوي وړاندې ځي او کوشش کوي چې د مخالف شاه ته ځان وروسوي او مات يې کړي. هر لوبغاړې هڅه کوي چې خپل باچا يواځې او بې دفاع پرې نږدي. کله چې باچا راگېر شي او د تېښتې لاره يې نه وي نو هغه لوبغاړې يا خو خپله ماتې وومني او يا لوبه وځنډوي چې د ده د وتلو لاره وباسي.
اوس داسې پروگرامونه جوړ شوي دي چې يو کس د کمپيوټر سره د شطرنج لوبه کولې شي.

د ويبپاڼو نه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۱ اکتوبر ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. Zma pa zrra pore loba

Leave a Reply

Your email address will not be published.