سوشلزم يا اشتراکي نظام

د پښتنو د شريکې کور چې پکې څو وروڼه د خپل مور او پلار سره يوځاې ژوند کوي. په داسې ټبر کې زمکه او د دې عايد د ټولو وي. خرڅونه هم شريک وي او هيڅوک د بل نه ښه يا بد ژوند نه تېروي.
سوشلزم يا ” اشتراکيت” د کلي، ښاريې او د هيواد په کچه لکه د شريکې د کور يو حکومتي نظام دې چې د نولسمې ميلادي پېړۍ په پاې کې د جرمني يو فلسفي کارل مارکس يې مفکوره ورکړه.
هغه په دې نظر و چې انسان کله په غارونو کې اوسېدو او هره ورځ به يې ځان له ډوډۍ پېدا کوله نو ټولو په شريکه خوړله. هغه وخت ټولو يو شان ژوند کوو. کله چې انسان د خپل اړتيا نه زيات خواړه وموندل نو په ټولنه کې د شته منو او د بې وزلو دوه طبقې پېدا شوې.
هغه چې شته من و، د بې وزلو زبېښاک يې پېل کړو او دوي يې خپل خدمت ته اړ کړل. پکار ده چې د ټولنې د وگړو تر منځ توپير لرې شي. دا يواځې هغه وخت کېدېشي چې د ژوند اسانتياوې ټولو ته برابر په لاس ورشي او د دې لپاره بايد هر وگړې کار وکړي.
په سوشلسټ نظام کې څوک د خپل اړتيا نه زياته سرمايه نشي راټولولې نو ځکه د شته من او د بې وزلو د ژوند تر منځ بايد ډېرتوپير نه وي. د سوشلزم بنسټ د ملکيت شريکول دي خو په دې کې ډېر ډولونه دي. د کارل مارکس مفکوره لکه د يو لوې څادر وه چې هر چا ترې پخپل کچ کميس جوړولو. په انډونيشيا، بنگله دېش او ځينو افريقاي ملکونو کې دا نظام د خپل کلتور او د ټولنې د اړتياو سره سم خپل کړې شو.
د مارکس د اشتراکي ټولنې دوېم پړاو ” کميونيزم” و. د ده باور و چې کله په يوې ټولنې کې توليد زيات شي نو څومره مواد چې د چا پکار وي، ورته ورسېږي. د سوشلزم نظريه په اروپا کې ځينو نورو فلسفيانو او سياستدانانو هم وړاندې کړه او سبب يې د صنعتي انقلاب له کبله د ټولنې بدلون و.
چين، کيوبا، لاوس او ويتنام هغه ملکونه دي چې پکې سوشلسټ او کميونسټ حکومتي نظام شته دې. خو د هغو ملکونو نومونه زيات دي چې يواځې سوشلست سيسټم يې خپل کړې دې.
سوشلسټ سياسي نظام هغه وخت بريالې وي چې گڼو سياسي گوندونو ته پکې د فعاليت اجازه وي. انتخابات په ټاکلي وخت کېږي او ميډيا يې ازاده وي.
هغو ملکونو چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا په زوره پکې دا نظام راوستل شو، خلکو غبرگون څرگند کړو. افغانستان کې د ۲۷ اپرېل ۱۹۷۸ م نه د خلک ډېموکرېټيک گوند د حکومت لپاره دا نظام غوره کړو چې تر ۲۸ اپرېل ۱۹۹۲ م پاتې و.
صفيه حليم
Karl Marx

د خپرېدو نېټه
۲۱ جولاي- ۲۰۱۳

2 Comments

Add a Comment
  1. Dear Haleem,
    please send me you facebook ID
    thanks

    1. زه په فېسوبوک کې نه يم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *