د کابل سيند

Kabul rive 1
د اريايانو د رگ ويدا سندرو کې د “کوبها” سيند هم ستايل شوې دې.
د سانسکرت “کامبوج” نه علاوه د يونان ” کابوره” د چينايانو ” کاوفو” . “کوفن او کوفيس ټول د کابل سيند لپاره کارول شوي توري دي. نور نومونه يې ” کارورا او کابورا” دي. يوناني ليکوال هيروډوټس دا سيند د کسپاتايروس په نوم يادوي.
د کابل اوبه د هندو کش په غرونو کې د سنگلاخ د سلسلې نه راووځي چې د کابل ښار نه ۷۲ کلوميتر لوېديځ کې دي. يوه برخه يې د “اوونۍ” درې نه وراخوا د هلمند رود جوړوي. يو ځاې ورسره د پنج شېر اوبه يو ځاې کېږي.
دا د کابل ښار نه چې ووځي نو ورسره د لوگر سيند هم ورگډ شي. ورپسې چارباغ او جلال اباد نه تېرېږي. هلته د کونړ او الينگار اوبو ته غاړه ورکړي. د کونړ اوبه د دې لويه زخيره ده چې په چترال کې د واورې په ويلې کېدو جوړېږي. په جلال اباد کې ورباندې د “بهسودو پل” جوړ دې.
د خېبر درې نه ۳۰ کلوميټر شمال کې پېښور په څنډو لگي او د باړې اوبه د ځان سره واخلي. د نوښار نه وروستو د دې اوبو وروستې منزل اټک وي چې هلته د اباسين د اوبو سره څنگ تر څنگ روانې وي چې يو ځاې پکې ورکې شي.
دا سيند ټول ۷۰۰ کلوميټر لاره وهي او يو ځاې ” ورسک ” کې ورباندې د برېښنا بند جوړ دې. د افغانستان په سلو کې دولس برخې اوبه د کابل سيند نه دي. په کابل کې کله کله د دې سيند اوبه چې شي او دا هغه وخت کېږي چې په غرونو واورې کمې شي.
صفيه حليم
kabul river

د خپرېدو نېټه
۴ جولاي – ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published.