کورگې

د دوو کوټو دی وړوکي کور په جوړولو کی ما د خپلې سپما کړې پېسې خرڅی کړی او دوه لکه روپۍ می پور هم اخستی و. شپږ مياشتې مې کله د خښتو، کله سيمټو او کله د لرگي پسې يو خوا بل خوا وځغلېدم.
اخر چې د کوڅې دروازه يې ورته ولگوله او په نل کې اوبه روانې شوې نو د مېرمنې او ماشومې شيرين سره مو ورته کډه يوړه. په کور کی واړه واړه کارونه لا پاته و خو نور می د کرايې ورکولو توان نه و.
د کورغولې ښه پراخه و خو د پخلنځي سره جوخته يوه وړه کوټه لا نيمگړې پاتې وه او څه پلان مو ورته نه و جوړکړې. د دی درې دېوالونه و او يوه خوا يې برنډې ته خلاصه وه. د کړکۍ پر ځاې پکی د لرگي تخته لگيدلی وه.
مېرمنې مې گودام غوښتو چې ما پرې کرښه راښکله ځکه مونږ سره دومره سامان نه و چې دا کوټه مو ضايع کړې وې. ما غوښتل چې يوه وړه هوجره يې کړم چې کله نا کله پکې د ملگرو سره بنډارتود شي خو مېرمنې راته د مور کره د تلو گواښ راکړو. د دې کور په جوړولو کې مو په څه نا څخ خبره ناندرۍ وهلې وې.
د دی لپاره چې د خپلو خپلوانو د امبارکۍ او د دوۍ د راتگ په موقع د چايو ډوډۍ نه هم ځان بی غمه کړو، يوه جمعه مو په نوي کور کې خېرات وکړو. ټولو ته مو ويلي و چې د کور لپاره به راته هيڅ شې نه اخلي او که غوښتل يې نو پخپل وس دی راته پېسې راکړي.
هرمېلمه چې به هغه نيمه جوړه کوټه وليده نو خپله مشوره به يې راکړه. چا به وېل، ښه غسل خانه پکی جوړيدې شي، بل به ويل، گودام به ښه وي. يو چا به ويل د برنډې برخه که پکی يو ځاې کړئ نو دريمه کوټه به درته جوړه شي. ما او مېرمنې به مې هر چا ته سر خوځوو او اخرهرڅوک چې رخصت شول نو زه ستړې ستومانه ويده شوم.
سهار د دفتر چوټي وه او نور کله په شان د شيرين په غږ نه ووم ويښ شوې. دا اوس د دريو کالو ده او هر سهار راباندې يو ټوپ وهي او چې زه راويښ شم نو زما مخ ښکل کړي. نن په کور کی خاموشي وه او په پخلن ځي کې مې ميرمنې د چايو تابيا کوله.
زه هم ورپسې ولاړم خو شيرين هلته هم نه وه. د مېرمنې نه مې پوښتنه وکړه نو هغی په ډوډۍ پخولو کی راته ووېل. “هم دلته وه.” زما سترگې د هغی په لټه شوې، ناببره دا می وليده او غوښتل مې چې ورته ” اې شيرينو” ووايم خو هغه د خپلی گوډۍ سره د برنډې هغې نيمگړي کوټې ته ورننوته.
زه ورپسی ورو ورو ولاړم چې وگورم دا په څه اخته وه. هغی خپل ټول شيان په کوټنۍ کی په ترتيب ايښي و او په يوی خښتی ناسته وه. گوډۍ ته يې وېل، ” امبارکه شه نوې کوردی، په دې ځاې کې د جامو وينځلو مشين کېده، گوره دلته به غسل خانه جوړه کړې. ” دا لږه شيبه غلې وه او بيا د گوډۍ له خوا يې ووېل، ” پريږده مړې، غسل خانه موسل خانه ، راځه چې ته او زه پکې اوسېږو.”
ما اسمان ته وکتل او د هغې کوټې پلان راته ښکاره شو چې شيرينو راته جوړ کړې و.
صفيه حليم
doll house

د خپرېدو نېټه
۵ جولاي – ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published.