صنعتي انقلاب

industry
اوس تاسو د موبايل ټېليفون نه بغېر د ژوند تصور هم نشئ کولې. خو کله دا سوچ مو کړې دې چې د دې زمانې د ټېکنالوجي پېل د کوم ځاې نه وشوه؟
تر اتلسمې ميلادي پېړۍ په ټولې نړۍ کې زيات خلک کروند گر و. لږ شمېر خلکو به نور کسب زده کړې و چې د کروندگرو د اړتيا وړ شيان لکه ټوکر، څپلۍ، د اوسپنې اوزار او دغسې نور ورته جوړول.
د صنعتي انقلاب پېل د بريطانيې نه ووشو. د دې هيواد د سکارو د ډبرې لوې زېرمې سمندر ته نږدې وې او کله چې دا به يې له زمکې راويستلې نو هلته به اوبه راووتل. د دې اوبو د راويستلو لپاره لوې څرخونه به اسونو تاوول. په ۱۷۱۲ م کې د انگلستان يو کس “تامس نيوکومېن” داسې انجن جوړ کړو چې د شلو اسونو هومره توان يې لرلو او له ژورې زمکې يې اوبه راويستلې شوې. د سکارو د راويستلو کچ ډېر شو او د اوسپنې بټيو کاراسانه او ارزانه شو.
د اوسپنې لويو مشينونو د ټوکر( کپړه) اوبدلو او گنډلو، د غلې اوړه کولو او په تېره بيا زراعتو ته ډېره گته ورسوله. د زيات مال د توليد سره دا خلکو ته د رسولو لپاره نوي بازارونه وموندل شول او ورسره د سړکونو په جوړولو هم لاس پورې شو.
د سکارو په اورد ايشيدلو اوبو په لوخړې (بخار) په بريطانيې کې لومړې “دخاني انجن” جوړشو. د دې صنعتي ښارونه لکه ليورپول، او گلاسگو ته د اورگاډي پاټلۍ وغځول شوې او دا توکي په لږ وخت کې يو ځاې نه بل ځاې ته د اوړلو کار اسانه شو.
ورپسې د لوېديځ يورپ ملکونو او امريکه يې په مخه واخيسته چې د برېښنا او په هوا کې د الوت تجربې وشوې. په دې ملکونو کې د نوي اختراع او د ساينس د پرمختگ يو سبب دا و چې حکومتونو يې خپلو وگړو ته څه نا څه شخصي ازادي ورکړې وه. دوېم سبب يې دا و چې دوي د دين د جغ نه خپله غاړه خلاصه کړې وه او په حکومت کې د ملايانو هيڅ لاس نه و.
د سلو کالو دا موده د ” منطق دوره” بلل کېږي چې پکې د هر عمل تر شا يو ساينسي جواز ولټول شو. هغو مسيحيانو چې وېل به يې، دا دنيا خداې جوړه کړې ده، ساينس پوهانو وننگول او د ونو، بوټو، د زمکې او د کاينات د هريو شي په اړه څېړنې پېل شوې.
د نويو اختراعاتو سره سره د انسان د ژوند ښه کولو لپاره ترې د کار اخستو فکر هم پېدا شو. د برېښنا د تر لاسه کولو لپاره تجربې کاميابې شوې نو دا يې کورونو د روښانه کول لپاره وکاروو.
د ۱۷۶۰ م نه واخلې تر ۱۸۴۰ م پورې د سلو کالو دا موده د انساني ژوند هغه پړاو دې چې په نړۍ کې د ډېر توليد په کولو هغه توکي عامو خلکو لاس ته هم ورسېدل چې يواځې د لوړې طبقې او شته منو خلکوکارول.

د نولسمې پېړۍ تر پېل د عکس، فلم او غږ د يو خاې نه بل ته د رسولو سره کمپيوټر، موبايل ټيليفون او د اوسني زمانې اسانيتاو ته لاره جوړه شوه.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۳ جولاي – ۲۰۱۳

1 Comment

Add a Comment
  1. دیر شایسته معلومات دی که یو سه اقتصادی معلومات پورته کری او یا یی را ته ایمیل کری شه به وی

Leave a Reply

Your email address will not be published.