ډيموکراسي يا جمهوريت

tribal jirgah
د يوناني ژبې دوه تورې ” ډيموس” (خلک) او ” کراټوس” ( واک يا قدرت) دوه نيم زره کاله پخوا د اتن ( اېتهنز) کې هغه وخت وکارول شو چې ولس د خپل هره ورځني ژوند په چارو کې ونډه واخيسته.
د ډيموکراسي تورې د ” اريسټوکراټ” په مقابله کې رواج شو چې مانا يې د شته منو خلکو واک و. په مفکوره کې دا دواړه د يو بل مخالف توري دي خو په عمل کې هغه وخت د اتن اوسېدونکو (طبع) د واک لپاره هم هغه شته من خلک غوره کول. مريئان، ښځې او هغه چې د يونان د نورو ښارونو نه و، په دې کې شامل نه و.
د وخت په اوږدو کې د ځينو ملکونو مريئانو، مزدورانو او کارگرانو د خپلو حقوقو لپاره غږ پورته کړو او باچاهي نظام په ړنگېدو شو. په نولسمې او شلمې پېړيو کې اروپاې ملکونو خپل ولس ته په واک کې د برخه ورکولو لپاره پارليمان جوړ کړو.
په عربي ژبې کې دا تورې په جمهوريت اړول شوې دې چې زياتو مسلمانو ملکونو کې کارېږي. د پښتنو جرگه هم يو ډول د ډيموکراسي شکل دې چې لکه د لرغونې يونان، د يو قام سړي د فېصلې لپاره راغواړي.
د ډيموکراسي ډېرې بڼې دي خو دوه يې بن سټيزه او زياتې څرگندې دي. يوه مستقيم يا ډايرېکټ ډيموکراسي او بله يې غېر مستقيم يا د استاځو ډيموکراسي ده.
لکه چې د نومونو نه يې څرگنده ده. مستقيم ديموکراسي کې يو وگړې د يو قانون جوړولو يا راوستلو لپاره خپله راې ورکوي. بېلگه به يې داسې وي چې په پکتيا کې د ښوونځو د نصاب لپاره په هرې ولسوالۍ کې د خلکو نه پوښتنې ووشي.
دوېم ډول ډيموکراسي هغه وي چې خلک د رايو په ورکولو خپل يو استاځې غوره کړي. د بېلگې په توگه د پکتيا په هرې ولسوالۍ کې خلک خپل استاځي غوره کوي چې د تعليمي نصاب غم يې وخوري.
د ډيموکراسي په تعريف يا بيان کې تر اوسه خلک په يوه خله نه دي. خو څه نا څه د ” وگړو ته په يوه سترگه کتل، د وېنا ( ليکنې) ازادي او د قانون برلاسي توب د دې مهم توکي دي چې د لرغونو وختونو نه وومنل شول.

ډيموکراسي په هم هغې ټولنې کې د کاميابه وي چې د قانون په وړاندې هر وگړې ” برابر يا مساوي ” وگڼل شي. په دې توگه د پښتنو جرگه به هغه وخت ډېموکراټ گڼلې شي چې ښځو ته هم پکې د وېنا حق وي.
د ډيموکراسي درې اصول تر اوسه منل شوي دي.
يوه دا چې د واک چارې به د ولس په لاس کې وي. که يو باچا د خلکو خوښ نه وي نو هغه لرې کېدې شي. دوېم دا چې په سياست کې هرڅوک برابر دي، ياني يو کس د بل نه لوړ يا ټيټ نه دې. درېم دا چې د ټولنې له خوا داسې ارزښتونه جوړوي چې ټولو ته د منلو وړ وي او پورته ياد شوي دوه اصول پکې مراعات شي.
ځينې خلک د دي دريو اصولو عملي بڼه په پارليمان، انتخاباتو او په ازاده ميډيا کې گوري. هر هغه کس چې غواړي د خلکو استاځې شي او ډېر خلک ورته راې ورکړي، هغه د حکومت جوړولو لپاره مناسب وي.
د ډيموکرېتيک سيسټم د راوستلو لپاره درې ادارې يا ارگونونه وي. مقننه ( قانون جوړونکي يا پارليمان) مجريه ( قانون پلي کوونکي لکه پوليس) عدليه ( د قانون په اساس انصاف کول او مجرمانو ته سزا ورکول) چې هر يو يې د بل د لاس لاندې نه وي.
ډيموکراسي څو کمزورۍ هم لري چې واک د اکثريت په لاس کې وي نو هغه اقليت ( لږکۍ) ممکن وځورول شي او خپل حق ورله څوک ورنکړي. دا هغه وخت کېږي چې د اقليت د ژغورنې لپاره قانون نه وي.
په ډيموکراسي کې د زياتو رايو اخيستل کله کله ستونزې جوړوي. که په سلو کې ۴۰ راې يو کس، ۳۰ بل کس او ۳۰ درېم کس اخستې وي نو واک به د چا وي؟ هغه کس چې ۴۰ کسان يې غواړي خو ۶۰ کسان يې نه غواړي، څنگه د اکثريت استاځې کېدېشي؟ د دې لپاره هر يو ملک خپل قانون لري او ” شريک واک” يا اعتلاف لاره لټوي چې ممکن د خلکو خوښ نه وي.
بله دا چې د مطبوعاتو او د بيان ازادي څه مانا لري؟ که څوک د حکومت پر ضد بيان ورکوي نو دا د بيان ازادي ده او که د ملک سره غداري؟ شخصي ازادي څه مانا لري؟ يو کس په سړک تېز موټر چلوي او وايي چې دا زما حق دې او زه خپلواکي لرم نو د دې به څه علاج وي؟
د پرمخ تللو ملکونو خلک چې ډيموکراسي د حکومت ښه نظام گڼي، ممکن دا دليل وړاندې کړي چې دې سيسټم ښې نتيجې ورکړي دي او زياتو وگړو ته يې اقتصادي گټه رسولې ده. بل خوا هغه خلک چې د دې مخالفان دي، په دې نظر دي چې مکمله ازادي هيڅوک نه لري او اقتصادي پرمختگ ډيموکراسي پورې نه دې تړلې.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱ جولاي – ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published.