په کتاب څه کوې؟

” دومره کتابونه؟” دا پوښتنه هم ده، ملنډې هم او زما په اړه يو ناڅرگنده شک هم. زه هيڅ نه وايم، بس يوه جبري موسکا زما ځواب او دفاع دواړه وي. خو د بل کس دا پوښتنه زما د زغم امتحان وي،
” تاسو په دومره کتابونو څه کوئ؟”
زړه مې وي چې وې ترټم. خو زما د خلې ، ” په کتاب څوک څه کوي؟ ” راووځي. پخپله راته احساس کېږي چې په قهر يم. هغه سړې يو څه پښېمانه شي. سترگې يې ټيټې او مخ يې خړ شي، راته واي، ” زه خورې، تالاشي خلاصه شوه.”
د بکس بندولو په وخت د گناه احساس کووم. ځان ملامتوم چې ” ولې مې دا خبره وکړه؟ هغه خوار خپله دنده سر ته رسوله.
يو بل سفر کی افسر راسره د کتابونو خبره پېل کړه. په يو کتاب ليکلي و ، ” شهاب الدين غوري” هغه د کتاب په ليدو وويل، ” تاسو د تاريخ سره شوق لرئ؟ ما ورته سر وخوځوو او خوشاله شوم چې په دی خلکو کی ولوستي کسان هم و.
خو بله پوښتنه يې ننگونه وه، ” دا کتابونه تاسو وايئ ( ولولئ) ؟ ” دې په “وايئ ” زور راوړي. يوه شېبه سوچ کووم چې څه ووايم؟ ډېر ځوابونه می په زهن کی راشي ” نه دا کتاب زه په کټوۍ کی پخوم او بيا يې خورم”. يا ” د کتاب پاڼې بېلوم، ښکلې جامې ترې گنډم”.
خوهيڅ نه وايم.
په دی کی تالاشي ختمه او زه د بکس په بندولو اخته شم. وړاندې په قطار کی ولاړه سوچ کووم، زه ولې دومره ژر په قهر کيږم؟
يو ځل افسر زما خپل کتاب د بکس نه راواخستو. د کتاب پر مخ زما نوم ليکلې و. پوښتنه وشوه، ” دا تاسو يئ؟” خوشاله شوم چې يو چا وپيژندلم، سر مې وخوځوو. کتاب يې بند، په بکس کی کېښودو او بل کس ته يې پام واړوو. زه ناهيلې شوم.
” ظالمه، دومره خو به دې وېلې وې، چې ” ډېر ښه”
بل کال يو بل کتاب په ليدو افسرپه لوړ غږ وويل. ” دا کتاب چا ليکلې دې؟ ” هم هغسې لکه چې په کلاس (صنف) کی استاد د راتلو سره پوښتنه کوي، چې ” دا په بورډ چا ليکلي دي چې…
په ملامته لهجه مې وويل، ” دا ما ليکلې دې.” د افسر پر مخ يوه موسکا خپره شوه. زه شکر وباسم چې دا يې نه دي وېلي چې ” بيا دا کار ونکړې”.
خو بل ځل د يو بل کتاب په ليدو يو کس راته لږ په سخته لهجه وويل، ” داکتاب تاسو ليکلې دې؟” هغه وخت کتاب د ده د لاس نه يو بل کس واخستو او دواړو يو بل ته په غوږ کی پسپسۍ وکړې.
د کتاب عنوان و، ” د هندوستان پښتانه” زه خبره يم چې په پاکستان کی کېدونکې هره غميزه د هندوستان سازش گڼل کيږي. انديښنه مې شوه چې دا کتاب به اوس څومره شخړه جوړوي. ناڅاپه يې ووېل، ” دا يوه کاپي به مونږ ته راکړې” زما شک لا زيات شو. پوښتنه مې وکړه، ” ته پښتو ولوستې شې؟” دی راته ببر شو، ” او ما په سکول کی پښتو ولوستې ده، زه خو ډېر کتابونه ولولم.”
د دې خبرې سره د هغه سړي په اړه زما نظربدل شو. دی راته يو ډېرمهذب او معتبر کس، د ده لباس د نړۍ تر ټولو ښکلې او د ده کار تر ټولو سپېڅلې ښکاره شول. زما توقع وه چې دی به راته کتاب پرانيزي او واي به چې، ” دلته پخپل قلم څه وليکه” خو هغه کتاب په ميز ايښې، د يو بل کس پاسپورټ کتلو.
شېبه وړاندې راته ځان ډېر مهم ښکارېدو. د ده په بی غورۍ د حقيقت دنيا ته راغلم، د ځان سره مې ووېل، ” زه بي بي وړاندې ورځه، دلته څوک تا نه پېژني. ته د پښتو ليکواله يې، د انگرېزي ليکوالانو پيښې مه کوه چې کتاب يې چاپ شي نو خلک ورته په قطار کې ولاړ وي او دستخط ترې اخلي.”
خو تر دېره وخت مې په زهن کې هغه پوښتنه گرځي راگرځي چې، ” ته په کتاب څه کوې؟”
صفيه حليم
suitcase

2 Comments

Add a Comment
  1. اغلي او درنې حلیم!
    د پورته لیکني د لوستلو سره مي څه نا څه ستاسو احساسات درک کړل،ځکه مي وغوښتل چي ستاسو په هکله خپل باور ولیکم.
    ما چي کله ستاسو لیکنه لوستل، په سل کي مي سل په دې باور وو چي تاسو نن ورځ تر ډيرو نړیوالو نامتو لیکوالانو د عزت وړ یاست ستاسو جوړه په نړۍ کي بله نسته ځکه تاسو د داسي قوم ته خدمت کوی چي هغوی په لویه کچه ستاسو د کار په ارزښت نه پوهیږي نو ځکه تاسو ته ستاسو د کار په اندازه مکافات هم نه رسیږي، حتا ستاسو څخه پر خپل کتاب د لاسلیک غوښتنه هم څوک نه کوي،د یو عادي انسان شاباسی لا ستاسو له پاره نسته،خو ته باور وکه چي تاسو تر هغو لیکالانو څو ځله درانه او د عزت وړ یاست چي هغوی ته په لیکو کي د امضا اخستلو له پاره خلګ منتظر وي. ته باور وکه چي تاسو تر ۱۱۳ نوبل جایزه اخستنکو ادیبانو زیات بهتر یاست، په دې زه اوس پوهېږم انشالله په راتلونکي کي به هر تعلیم یافته پښتون په دې پوهيږي.
    ما غوښتل چي په لمړي سر کي تاسو ته مور ووایم خو په اصل کي تاسو د ټول هغه پښتون قوم مور یاست چي ستاسو په لیکنو سره به احیا کیږي.
    په پای کي دا لیکم چي اوس تاسو ژوندي یاست که پښتون قوم تاته ستاسو حق عزت نه وي در کړی، دا د هغه پښتون ماشوم سره مقایسه کړی چي د بمونو او جنګونو له لاسه خپلي لوبي نه سي کولای، یا خپلي زده کړي نه سي کولا، یا دهغه پښتنو ځوانانو سره پرتله کړی چي ژوندي دي خو د ژوند حقیقت څخه خوند نه سي اخستلای او داسي نور. په پایله کي تاسو هم یو پښتنه یاست په یو ډول نه په یو ډول مغدور یاست ، دا بلا ټول پښتون قوم ته راغلې ده په دې کي ستاسو ملامتي نسته تاسو خپل کار تر خپل حد ډېر ښه کړی دی چي هر وخت پښتانه جوړ سول ستاسو نوم به د زړه پر سر لیکي!!!
    په درنښت

  2. Dear Admin staso da lik sara der ashna yam ka staso pa lik staso noom hum na we za ye pizanam, if you post your and others articles or writting with out their identity I can find your writting very easy you are very important to us.

Leave a Reply

Your email address will not be published.