گندمک

په ۱۸۴۲ م کې د بريطانيې حکومت د خپلې خاورې نه په زرگونو ميله ليرې د يوې سيمې نوم واورېدو چې د دوي د تاريخ يوه نه هېرېدونکې کړۍ شوه. گندمک د انگرېز پوځ د مېړانې يو سنگر گڼل کېږي.
د جلال اباد نه ۵۶ کلوميټر د کابل په زړې لارې يو وړوکې کلې گندمک ډېرو افغانانو اوس هم نه دې ليدلې خو د کيسې نه يې خبر دي. شاه شجاع د انگرېز په مرسته د کابل پر تخت کېناستو نو په افغانستان کې ناارامي پېل شوه.
کله چې په کابل کې د انگريزانو دوه لوړ پوړي چارواکي ووژل شول نو د دوي اتلسو زرو کسانو ختيځ ته په وتلو پېل وکړو. په دوي کې ښځې او ماشومان هم و. هغه هندي خدمتيان او نور وړاندې ولاړل، چې په لاره د ولس له خوا مړه او بنديان شول.
د پوځ وروستۍ ډلې د ايسټ سسيکس رجمنټ د گندمک سره نږدې غونډۍ کې مورچې ونيولې چې پکې شل افسران او ۴۵ عسکر و او تر وروستي دمه جنگېدل. په دوي کې يو کس ” ټامس سوتر” ژوندې پاتې شو چې د هغه جنگ حال يې ووېلو.
سل کاله وروستو هم د دې کلي په غونډۍ به د اوسپنې ټوټي موندل کيدې. د انگرېزانو لپاره گندمک د دوي د ماتې او د ميړانې يو سمبول شو. د افغانستان لپاره يې نور پلانونه جوړ کړل چې ۳۶ کاله وروستو عملي شول.
د ۱۸۷۸ م په سر کې انگرېزانو د کرمې پېواړ کوتل، جلال اباد او کندهار ونيول او بانه يې دا وه چې امير شېر علي خان د روسانو سره دفاعي معاهده کړې وه. امير د هغې تړون تر مخې روسانو ته د مرستې ووېل خو دوي د وړاندې نه انگرېزانو ته ډاډ ورکړې و چې نور ورسره جنگ نه لري.
امير شېرعلي خان خپل زوې محمد يعقوب کابل کې پرېښودو او پخپله د روسانو نه د مرستې اخستو په هيله شمال ته سفر وکړو. خو بخارا نه وراخوا روسانو نه پرېښودو او اخر دومره ناهيلې شو چې بېرته بلخ ته راغلو او هلته نامراده مړ شو.
درې مياشتې وروستو په ۲۶ مې ۱۸۷۹ کې انگرېز حکومت د يو تړون مسوده تياره کړه او امير محمد يعقوب خان يې گندمک ته راوبللو چې ورباندې دستخط وکړي.
د دې تړون تر مخې انگرېز حکومت سردار يعقوب خان د افغانستان د امير په حېث وومنلو. په کابل کې د بريطانيې يو مستقل سفارت د ساتنې او د افغانستان خارجه پاليسي د انگرېز حکومت په ” مشوره او خوښي” خبره پرې وروتپله.
په جنوب کې د افغانستان سيمې، ژوب ، پشين، لورالاي، نوشکي او سېوۍ (سبي) کرمه او په ختيځ کې خېبر او د مچني درې هم د بريطانيې په سلطنت کې شامل کړې شول. د دې سيمو په بدل کې يعقوب خان ته د کال ۶۰ زره پونډه د ورکولو لوز ووشو. ورسره دا ضمانت يې هم ورکړو چې که په افغانستان چا حمله وکړه نو انگرېز به يې دفاع کوي.
د بريطانيې د حکومت لپاره دا معاهده يو لوې برې و او د جولاي په مياشت کې د دوي لومړې سفير “سر لوي کاواگنري” کابل ته د يو وړې سفارتي ډلې سره ورسېدو. د سفارت دوه مياشتې وتلې وې چې د ستمبر په درېمه نېټه د افغان پوځ څو ځوانان پخپل مخ د سفارت استوگنځاې ته ولاړل او د سفارت ټول غړي يې ووژل.
په ۲۰۰۲ م کې کله چې بهرني ځواکونه افغانستان ته ولاړل نو د ناټو مرکزي چاوڼۍ ته يې ” کېمپ سوتر” نوم ورکړو.
هغه وخت په کابل کې د مرستندويه ادارو د بهرنيانو لپاره يو مېلمستون جوړ شو چې ” گندمک ” نومېږي.
د ويبپاڼو نه
صفيه حليم
TREATY

امير محمد يعقوب خان د بريطانيې د استاځي لويي کاواگنري په وړاندې د گندمک په تړون دستخط کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *