زال او رودابه

يو وخت د کابل باچا مهراب نومېدو چې د ضحاک نمسې و. ده د سيستان والي ” سام ” ته باج ورکوو چې د منوچهر باچا له خوا هلته حاکم و. د څه مودې راهيسې ” منوچهر” ورته امر کړې و چې د کابل صوبه دې هم د ده په سلطنت کې شامل کړې شي.
د مهراب يوه لور “رودابه” نومېده چې ډېره ښايسته وه او هرې خوا ته يې د ښايست اوازه گډه وه. په هغو ورځو کې د سام زوې ” زال” د خپلو نورو تکړه ملگرو سره هند ته روان و نو په لاره په کابل کې ايسار شو او د مهراب مېلمه شو.
مهراب د هغه هر کلې وکړو او پخپل ميلمستون کې يې وساتلو. د زال يو ملگرې د رودابه نوم اورېدلې و او هغه ته يې صيفتونه وکړل چې څومره ښکلې وه. د زال په زړه کې تلوسه پيدا شوه چې د تلو نه وړاندې څنگه هغه جينۍ يو نظر وگوري.
بل خوا په کور کې دننه مهراب د خپلې ميرمنې سيندوخت سره د زال په اړه خبرې کولې چې څومره تکړه او ښکلې ځوان دې. کله چې ده خبرې کولې نو د هغه لور رودابه هم اوريدې او د هغې په زړه کې هم تلوسه پېدا شوه چې هر څنگه وي، دا ځوان به يو وارې گوري.
هغې د خپل يو باوري نوکر په لاس زال ته پېغام ورواستوو چې دا ورسره ليدل غواړي. هغې ورته لاره هم وښودله چې څه وخت او کوم ځاې به ورسره گوري. يوه شپه زال د نورو نه په پټه د رودابه ليدو ته ولاړو او د مخې سره دواړه په مينه کې ډوب شول.
مهراب چې د زال او د رودابه د عشق نه خبر شو نو په قهر شو او غوښتل يې چې خپله لور ووژني. خو هغه وخت دده مېرمنې سين دوخت يې ومخه ونيوله او ورته يې ووېل چې زال ښه هلک و او پکار ده چې د دوي زوم شي. مهراب راضي شو چې زال او رودابه واده وکړي.
زال خپل پلار سام خبر کړو نو هغه اندېښمن شو.
منوچهر د ډېر وخت نه غوښتل چې کابل هم د ده په سلطنت کې شامل شي. نو هغه د واده لپاره دا شرط کېښودو چې زال به په کابل حمله کوي.
مهراب چې دا خبر تر لاسه کړو نو په قهر شو او د خپلې لور او ميرمنې دواړو د وژلو لپاره يې مټې راونغښتې.
رودابه ورله تسلي ورکړه او پخپله په سفر ووتله. بيا زال او رودابه دواړو د سام سره وليدل او ورته يې ووېل چې په کابل د حملې پر ځاې ښه به دا وي چې ځان دې ووژني. سام دا خبره وونه منله او اخر سام او زال په گډه يو ليک منوچهرباچا ته ورواستوو چې پکې د رودابه او د زال د مينې داستان ليکلې و.
منوچهر د خپلو نجوميانو نه مشوره وکړه او هغوي ورته ووېل چې دا واده به د هغه د سلطنت لپاره بختور شي. هم هغه وه چې د زال او د رودابه واده ته يې غاړه کېښوده.
د واده نه وروستو دواړو په ” زابلستان ” کې ژوند پېل کړو . د زال او رودابه زوې وزيږيدو چې رستم نوم يې پرې کيښودو. په تاريخ کې دې د ” رستم پهلوان” په نوم مشهور شو.
صفيه حليم
behzad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *