رنجيت سنگه

په نولسمې پيړۍ کې د پنجاب دسلطنت جوړونکې رنجيت سنگه د هرمذهب پنجايبان خپل راجه گڼي. دې په ۱۳ نومبر ۱۷۸۰ م کې دې د لويديځ پنجاب د گوجرانواله په ښار کې زيږيدلې، په ماشومتوب د چيچک (حکې ننکۍ) زپلې و او کيڼه سترگه يې نه وه. د لسو کالو په عمر کې يې پلارمړشو او ده له هغه وخت په سيمه کې د اس د ځغلولو اود تورې د بريښولو لپاره نوم وگټلو.
په ډېلي کې د مغل واک کمزوري او په هند د احمد شاه د حملونه وروستوپنجاب ښارونه خپلواکه شوي و. د سيکانو بيلا بيلوځواکونوهرې خوا ته د ويرې اچولو او د زمکو په رالاندې کولولاس پورې کړې و. دوي پخپلو منځوکې يو کنفيډريشن هم جوړکړي وچې ” سربت خالصه” په نوم ياديدو، خپلې سيمې يې په انتظامي ډلو ويشلې وې چې ورته به يې ” ميسل” ويل. رنجيت سنگه د ” سوکرچاريه” مسل د جنگي ډلې سره و
د ۱۷۹۷ م په سرکې شاه زمان په هندود يوې لوې حملې لپاره لاهورته ورسيدو. خو دده ورور محمود مرزا په هرات کې بغاوت وکړو او دې بيرته وگرځيدو. بل کال په مني کې دې بيا لاهورته ولاړو. خو دده په ضد بيا بغاوت شوې و اودې بيرته تلو ته مجبور شو. هغه وخت شاه زمان رنجيت سنگه د جنگي او د انتظامې صلاحيت نه اغيز من شواو دا ۱۸ کلن ځوان يې د راجه د لقب سره د لاهور والي وټاکلو. شاه زمان دومره په تادۍ کې د پنجاب نه ووتلو چې دده نه ۱۵ توپې د جهلم سيند په خټو کې پاتې شوې. رنجيت سنگه په بل کال دا توپې راوويستې او شاه زمان ته يې ورواستولې.
درنجيت سنگه توپې ډيرې خوښيدې او د احمد شاه ابدالي په وخت جوړ شوې ” زمزمه” نومې توپ چې په هغو ورځو کې د “بنگيانو” سيکانوپه لاس کې و ترينه واخستو. په ۱۷۹۹ م کې ده د سيکانوديو ځاې کولو په کار لاس پورې کړو. ده امرتسر هم د بنگيانو نه ونيولو او سيکان يې د خپل بيرغ لاندې يو ځاې کړل. په ۱۲ اپريل ۱۸۰۱ م کې شل کلن رنجيت سنگه د پنجاب د مهاراجه په توگه واکمن اعلان شو. د شاو خوا مسلمان رياستونه دده باجگزار شول. دې هم هغسې د جنگيالو په شان په اس گرځيدو اوشاهي کروفريې نه لرلو. دده تخت د ملتان يو مسلمان جوړ کړې و چې ده به وراندې پرلت وهلې و. د رنجيت سنگه اسونه هم دير خوښيدل او تر وروستي عمريې د اس سپرلې کوو. خپل حکومت يې ډير په کلک لاس کوو او نااهله کسانو ته به يې سخته سزا ورکوله.
رنجيت سنگه کله چې د اروپايانو پوځ وليدو نو هم هغسې يې خپل پوځ ترتيب کړو. د روزنې لپاره يې فرانسوي او اطالوي جنرالان په کار ولگول او هغوي ته به يې لوړ معاش ورکوو. دده درې تکړه جنرالان افغانان و اوپه حکومت کې يې د هرمذهب کسانو ته ځاې ورکړې و. د رنجيت سنگه د برياليتوب لوې سبب دده ” مردم شناسي” وه. هر هغه کس چې د يو کار وړ و، هم هغه کار به يې ورته ورکوو. د انگريزانو سره د خبرو لپاره به يې سيک، هندو او مسلمان درې واړه وراستول او دده خارجه وزير فقيرعزيزالدين نوميدو.
سيکان د افغانانو په څير يو ويجاړونکې ځواک و او په جنگ کې به يې چور تالان ډير و. رنجيت سنگه د ورانو ځايونو د بيا جوړولو لپاره ديره پيسه ورکوله. په ۱۸۲۳ م کې دوي د پيښورد نيولو سره بالاحصار وران کړو او د علي مردان باغ ونې يې پريکړې. خو وروستو په ۱۸۳۴ م کې يې دا بيرته جوړکړل. په امرتسر کې “طلاي معبد” چې د احمد شاه ابدالي له خوا وران شوې و، رنجيت سنگه بيرته جوړکړو.
دې د ښايسته شيانو شوقين و او پخپل حرم کې يې ۴۶ ښځې لرلې. دده ۹ قانوني ميرمنې وې، ۹ هغه وې چې د بيلا بيلو رياستونو د راجگانو کونډې وې او ده پرې خپل څادرغوړولې و. ۷ نڅاگرې او نورې مينځې وې. دوه ميرمنې يې مسلمانې نڅا گرې وې او په خوښي يې ورسره واده کړې و.
د رنجيت سنگه د دربار ټوکې او کيسې مشهورې دي. يونقال دده دربار ته راغلو چې يوه پښه يې لرله. رنجيت سنگه ورسره ټوکې وکړې چې دې دنيا د راتلو درباندې تادي وه چې پښه دې شا ته پريښوده. نقال ورته وويل، ” هو ځينې خلک خپله يوه سترگه شا ته پريږدي” په ځان داسې ملنډې يواځې رنجيت سنگه زغملې شول. د دربارکيسې به ولس ته ولاړې او هغوي به په خوند خوند يو بل ته ويل. کله چې ده کشمير ونيولو نو يو زوې يې وزيږيدو، هغه يې کشميرا سنگه بللو. بيا چې ملتان يې د سدوزو نه واخستو نو بل زوې يې ملتانه بللو. د پيښورد نيولو نه وروستو دريم زوې ته به يې پيشوره سنگه ويل.
سيک مذهب د تبليغ ځاې نه لري نو ځکه د رنجيت سنگه پر وخت د مسلمانانو دين ته څه خطر نه و. خومسلمان ملايانو ته به يې د شک په سترگه کتل. د رنجيت سنگه د پوځ ترټولوخطرناکه برخه هغه سيکان و چې خان ته يې ” نهنگ” ويل. ددوي مشر پهولا سنگه و اوافراطي مذهبي سيکان پکې شامل و چې د دښمن د تباهۍ لپاره به يې ځانونه وژل. که څه هم رنجيت سنگه پخپله د بې ځايه وژنو مخالف و او ظلم به يې نه کوو خو دا درې زره کسان د هغو مسلمان غازيانو مخې ته يې ورليږل چې د سيکانو سره يې جهاد کوو.
ده په پيښور کې يو اطالوي پوځي چې ايويټبايل نوميدو والي ټاکلې و. خلکو به ورته ابو طبيله ويل. هغه به واړه مجرمان هم غرغره کول او د اپريديانو سرونه به يې د ښار په فصيل ايښي و چې خلک ترې عبرت واخلي. هم دغسې د شاه شجاع اود هغه ټبرچې په لاهور کې يې ده سره پناه اخستې وه، ترينه کوه نور الماس واخستو. وروستو د انگريزانو په غوښتنه شاه شجاع بيرته د افغانستان کې د باچا کولو لپاره يې ورسره لاس وکړو او په کابل کې دده پوځيان هم د برياليتوب په جشن کې پريډ وکړو.
رنجيت سنگه په ۲۷ جون ۱۸۳۹ م کې لاهور کې پخپل مرگ مړ شو او مقبره يې په لاهور کې ده. دده مشر زوې کهړک سنگه په گدۍ کيناستو او درې مياشتې يې حکومت وکړو. بيا پرله پسې يويو ځوې يې وژل کيدو او د انگريزانو ترې گته واخسته. په ۱۸۴۹ م کې دوي پنجاب ونيولو او دا يې د هندي بريطانيې سره يو کړو.
صفيه حليم
د رنجيت سنگه تخت او کوه نور اوس د بريطانيې سره دي.
throne
د خبريدو نيټه
۲۳ مارچ ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. په ریښتیا چی ډیره په زړه پوری پاڼه ده او زه یی نشر کوونکو ته د زره له کومی مبارکی وایم کامیاب اوسی

Leave a Reply

Your email address will not be published.