د بودا کاسه

د بوداي دين د راهبانو لپاره يو اصول دا دی چې دوي به په خپل لاس د چا نه شې نه اخلي او دوي د پيسو اخستو حق هم نه لري. يواځې هغه کاسه يا لوښې چې دې پکی څه خوړې او څښلې شي دده ملکيت وي. اوس هم بودايان راهبانوته پخپله ډوډۍ ددوي په کاسو کې اچوي چې وې خوري. دا روايت د بودا نه ورپاتې و چې کچکول يې دده له مړينې وروسته د منونکو لپاره سپيڅلې شو. يو وخت دا د هند په ختيځ کې يو معبد کې ايښې و اوخلکو به ورباندې نذرمنلو. دا چې د هر باچا په مملکت کې و، هغه به بريالې گڼلې شو او ښاي يو وخت د کندهار د خرقې شريف په څيرد واکمن سمبول شو.
د چين راهب فاهيان کله چې په پينځمې ميلادي پيړۍ کی پيښور ته ولاړو نو ددې په يو معبد کې يې د بودا کچکول هم وليدو. د فاهيان د سفرنه سمدلاسه وروسته، په دی سيمه د کوشان واک پاې ته ورسيدو او يفتليانو پری حمله وکړه او ډيرڅه يې وران کړل. د پيښور نه ډيرو خلکو کندهار ته کډه وکړه او د ارغنداو په غاړه ميشت شول. ښاي په دې وخت کې هغه ډبرينه کاسه د ځان سره يوړه. هم دا وه چې له ده وروسته ورتلونکو چيناي راهبانو سونگ يون او خوان زانگ ددی زکرنه دی کړی.
دوه سوه کاله وروسته يو بل چيناي راهب خوان زانگ پيښور ته ورغلو نو هغه معبد ليدو ته ولاړو چې کاسه پکې ايښې وه . واي چې هغه کاسه د تيږې نه جوړه وه او د کرامت په اړه هم يوه کيسه بيانوي چې پيلانو نشوه وړلې. دې ليکي چې هغه وخت د اوو سوو نه زياتو راهبانوبه د غرمې د ډودۍ نه وړاندی دا کاسه په دعاگانو او مناجاتو ويلو له خانقاه راويستله، عامو خلکو به ورباندې گلونه شيندل او نذرونه به يې ورکول. دا کاسه به په لمر کی ځليده او رنگونه به يې بدلول خو په اصل کی د توربخنې تيږې نه جوړه وه. خو دې واي چې اوس دا کاسه د پارس د باچا سره ده.
نامتو لرغون پوهه اليگزانډر کننگهم واي چې هغه وخت کندهار د پارس يوه برخه و. نو ممکن د بودا ډبرينه کاسه په کندهار کې وي. خو ددغسې کاسې د شته والي په اړه د بيلا بيلو ملکونو نومونه اخستل کيږي. يوه دا چې په سري لنکا کې وه، بله دا چې بيرته هند ته وړل شوې وه. په شلمې پيړۍ کې ځينو لرغون پوهانو په کندهار کې ددې لټون وکړو او د سلطان ويس په زيارت کې ايښې يوه لويه ډبرينه کاسه يې په نښه کړه چې ممکن دا د پيښور هغه کاسه وه چې د يفتليانو د حملو پر وخت د پيښور خلکو د ځانه سره راوړې وه. سلطان ويس د غزنويانو په وخت کې ژوندکوو.
د سلطان ويس د زيارت هغه لويه ډبرينه کاسه د امان الله خان په امر کابل ته يوړل شوه او اوس د کابل په ميوزيم کې ايښې ده. خو په دې پارسي کې ليکنې شوي دي چې پوهاند عبد الشکور رشاد ولوستل او وې ليکل.

سرچينې
۱. د بودا د خيرات کاسه. فدالله صحراي. ډان ورځ پانه. نومبر ۱۰ د ۲۰۰۲ م. د کندهار ياداښتونه. علامه اکاډيمسن پوهاند عبد الشکور رشاد. ترتيب او سمون محمد معصوم هوتک. دانش خپرندويه ټولنه. ۲۰۰۷ م. ۱۱۵ مخ.
۳. د منگول سلطنت نه وړاندې د بوداي او اسلامې کلتور پخپلو کې اړيکې. اليگزانډر برزين. ۱۹۹۶ م. ( د ۲۰۰۶ م بدلون سره) ۱۹ مخ.
صفيه حليم

begging bowl
د خپريدو نيټه
۲۲ مارچ ۲۰۱۳ م

3 Comments

Add a Comment
  1. der shista malomat de pa da website ky

  2. Staso zahmatona da qadar war di. Pa karono ki mu mawfaka osai.

  3. کچېری زمونږ کلتور ته ژور ډول ولیدل شې نو د بیلا بیلو دینونو نښې په کې ځرګندېږی لکه کچکول کې ملنګان ګرځوی دا د بودایانو نښه ده غمدارنګه د ماشوم سره چاقو اېښودل چې دسیکانو نښه ده .ناوی ته په سر کې ډړۍ اېښودل چې دا هندوانو نښه ده او داسې نور دا دي ښکاروندویه دي چې پر مونږ دوی حکومت کړی یا مونږ پر دوی حکومت کړی دی او یا په نژدي والی کې سره پاتی شوی یو

Leave a Reply

Your email address will not be published.