بګرام


واي چې د مقدونيې اسکندرپه ۳۲۰ ق م کې د کابل نه ۶۰ کلوميټر شمال کې په يوې غونډۍ ودريدو او د دريو سيندونو د يو ځاې کيدو ننداره يې وکړه. بيا هم هلته يې د ” اسکندريه” ښار د جوړولو امر وکړو. خو د افغانستان اوسيدونکو ډير ژر ورته بگرام نوم ورکړو. بگرام په سانسکرت کې “لوې عبادت ځاې” مانا ورکوي. دې ته څيرمه د غوربند اود پنجشيردرو لمنې د اريايانونه واخلې تر امريکايانو پورې په ميليونو انسانانو د پښوښکالو اوريدلې ده. اوسنې بگرام دافغانستان د پروان ولايت يوه ولسوالي ده. د کابل په ختيځ کې د “بگراميو” نه علاوه يوبگرام په ننگرهارکې اويو وخت پيښورته به يې هم بگرام ويل.
د ۱۸۳۳ ميلادي کال نه تر ۱۸۴۰ م پورې د بريطانيې چارلس ميسن دلته په زرگونو سيکې وموندلې. دې ليکي، ” دژمي وړاندې مې يو زر اته سوه او پنځه شپيته د ميسو او يوڅو د سپينو (نقرې) سيکې، گوتمۍ، مهرونه ، او نور تبرکات وموندل. په بل کال د نورو وړو شيانو سربيره مې ۱۹۰۰ د ميسو سيکې، په دريم کال ۲۰۰۰ د ميسو سيکې ، په ۱۸۳۶ م کې مې ۱۳۴۷۰ د ميسو سکې او په ۱۸۳۷م کې چې دا ټوله سيمه زما په لاس کې وه، شپيته زره سيکې مې وموندلې. ټول ټال ۷۹۷۳۵ د ميسو سيکې يواځې د بگرام نه مې وموندلې. د سرو زرو لاو د سپينو سره دا شميره ۸۰ زرو ته رسيږي.” هغه زياتې سيکې په ۱۸۸۱ م کې د بريطانيې ميوزيم ته ورکړې چې اوس هم هلته ايښي دي.
په ۱۹۳۰ م کې فرانسوي لرغون پوهانو بگرام کې سروې وکړه او دوه زره کاله پخوانې ښار يې وموندلو. د لرغون پوهانو مشررومن گيرشمن نوميدو چې ډيرپه ترتيب يې هغه لرغوني توکي رابرسيره کړل چې د بگرام خزانه نوميږي. دلته د سرو زرو نه علاوه د آج هډوکي نه جوړ صندوقونه، د برونزو لوښي او د شيشې نايابه توکي رابرسيره شول.
لکه چې په لرغونو ښارونو کې کيږي،دلته د بيلا بيلو دورو توکي يو ځاې شوي و. د يونان ستنې، سر لرونکې کاسې چې د عطر او د سينگار د شيانو لپاره کاريدو. يوه مجسمه چې ستراتوس نوميده په لاسونو کې يې خپل څادر نيولې دې اوپه گندهارا هنربيلگه ده. په دې کې د سپينو او سرو زرو يوه تخته هم ده چې ۳ ق م پيړۍ نه وه، د يونان د فطرت اسطوره ” سيبل” پرې جوړه ده چې وزر لرونکي اسطورې نايکې سره په يوگاډي کې روانه ده. گاډې د لرغونې سوريې هنر لري خواسطوره يوناني ده . ددې گاډي شا ته يو راهب په لاس کې چتر نيولې لږ ټيټ روان دې چې د اسطورې په سر سيورې وکړي.
د آج د هډوکي د ښځې يوه مجسمه هم وه چې په يوخيالي ځناورناسته ده. دا زمرې دې چې وزرې يې د باز او مښوکه يې د طوطي ده. دا ځناور د يو بل خيالي ځناور له خلې راووځي چې د پيل، تمسا او د ماهي د وجود له برخو جوړ دې. دا ټول نقش د لرگي جوړلاستې دې چې په تيرو دوو زرو کالو کې يې چوکۍ رژيدلې ده.
باگرام د گندهارا يوه برخه وه او د لرغونو توکو نه يې څرگنده ده چې د تجارت لوې مرکزو. د غونډۍ د پاسه جوړ په دې وړوکي مستطيل ښار کې څو زره انسانان وسيدل. ددې کوڅې سمې او په ترتيب جوړې وې. دلته د زرگونو سيکو شته والې ښاي چې دلته به سيکې جوړيدې. ممکن شاهي خزانه او يا د صرافانو هټۍ هم پکې وې. هم دغسی سيکې د هند په مهاراشترا او کولاه پور کی موندل شوي دي چې د سمندر د لاری د تجارت نښې ښاي.
د باگرام د سپينو زرو سيکې چې په کومو سانچو يا قالبونو کې جوړدې ، د هغې بيلگې هم پکې وموندل شول. نور توکي د روم، يونان او د هند نه راوړل شوي و. د آج جوړپه شاهي تخت د هند د هنرمندانو له خوا نقاشي شوې ده چې ممکن د متهرا او د اندهرا د ساحلي ښارنه ورغلي و. دغسې د آج د هډوکي بيلگې په ټيکسيلا کی هم موندل شوې وې. دلته د هنداری يوه هينډل د اطاليې د ښار “پومپاي” نه راوړل شوې و. زيات توکي د ۳۰۰ ميلادي نه راپاتې دي خو څو پکې د ۱۰۰ م هم وموندل شول چې د يونان نه راغلي و. دلته د برونزو يوه وړه مجسمه هم وموندل شوه چې گومان کيږي د اسکندر د ځوانۍ نقش دې.
هغه ټول توکي د څيړنولپاره ثبت شول او ځينې يې په کابل ميوزيم کې د نندارې لپاره ايښي و. د جنگونو په وخت دا د يو نه بل ځاې ته يوړل شول او ښاي چې زيان من شوې وي. په ۲۰۱۱ م کې د باختري خزانې په نندارتون کې ددې څو توکي شامل و. د غونډۍ د پاسه هغه لرغونې ښار چې اصل باگرام و، اوس ورباندې يو جهادي کوماندان خپل کور جوړ کړې دې. هلته د تلوممانعت دې او هيڅوک خبر نه دي چې د هغه ښار پاتې کنډوالې څه شوې؟
۱. د ايشيا څلورلاره. ايلزبت اېرنگټن اوجې کريب. د لرغوني هند او ايران ټرسټ . کيمبرج ۱۹۹۲ م.
۲. د افغانستان چارلس ميسن. پلټونکى، لرغونپوه،د سيکو ماهراو د استخباراتو اېجنټ. گورډن ويټريج. ۱۹۸۶ م. اريس او فلپ لميتډ. وارمنسټر، انگلستان. مخونه. ۲۲،۲۷،۳۵،۳۷،۶۳،
۳. د باگرام خزانه. د هند آج له افغانستانه. سينټ جان سيمپسن. د برټش ميوزيم چاپ. ۲۰۱۱ م.
صفيه حليم

د خبريدو نيته
۲۶ مارچ ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. daltha de jahadi komandaan kor na balki da de da hifazath de para de dagha ghondai pa sar yaw tamir/building abad sho aw pa de ki ba de hagha asker osidal aw asker ye dade pa khatir daltha misht krral che pa dagha sima ghair qanooni kar kido aw de dagha qomandaan de modakhilth sa pa daltha kaar band so aw thr nan pori daltha pa dagha ghondi kar band de. da de thr sha yaw raaz de che hagha ba pa wakhth aw zaman sara za wayam aw inshallah che tool hewadwaal ba ye wini.

Leave a Reply

Your email address will not be published.