کيسه څنگه جوړيږي؟

يو وخت الوتکه د دوبۍ نه پيښورهواي دگر کې ښکته شوه اوپخپل ځاې ودريده. پښتانه دومره بې صبره وي چې هغه شيبه هيڅ خبره نه اوري. ما په خپل غوږوزي کې د پايلټ اعلان واوريدو چې د الوتکې يوه پايه تخنيکي ستونزه لرې ده نودا به په کومک وړاندې وړل کيږي. ما د کړکۍ نه بهر وکتل نود فاير بريگيډ (اطفايې) گاډي راروان و. څو شيبې وروستو الوتکه ورو ورو د ټرمينل ودانۍ ته روانه شوه. خلکو خپل بکسونه او بيگونه ښکته کول او بهر وتلو ته يې تلوسه وه. يوچا پکې پايلټ ته ناروا ښکنځلې وکړې چې الوتکه ولې نه ودروي. ډيروخت وروستو دا تم شوه او خلک بهر ووتل. ما وليدل چې يو لوې زيړ ټريکټر په شان گاډي چې الوتکه يې راښکله، په يو لوې غت پړې مخامخ پاې سره تړلې و او لوگې ترې راوتلو.
داميگريشن په ليکه کې چې ودريدم نو څو کسانو په خپل موبايل د الوتکې د اورخبره خپلو خپلوانو ته کوله. يولگيا و، ” دومره لوگې و چې درته ويلې نشم” بل خوا نه غږ راتلو، ” بس خداې بچ کړو که نه …” دوو کسانوخبرې مې واوريدې چې، ” زه خو په هوا کې پوهيدم چې څه خرابي ده، د انجڼ غږبل شان و” دويم وويل، ” زه هم پوهيدم خو تا ته مې غږ نه کوو چې وارخطانشې.” يوې ښځې ويل،” هغه جينۍ چې مونږ ته يې شربت راکوو، تکه زيړه وه… خو مونږ ته يې غږ نه کوو” بلې ويل، “هغې پرده راښکله خو ما لوگې وليدو.”
دا هغه اجتماعي کيسه وه چې په يو ساعت کې خلکو جوړه کړه. زما پورا باوردې چې دې تولو خلکو به خپلو خپلو کورونو ته په رسيدو پکې د خپل تصور نه نورې خبرې هم گډې کړي وي. د کوراو حجرې نه به کلي ته وتلي وي او اخره کې به ترې داسې کيسه جوړه شوې وي.
فلانې خان د دوبۍ نه راتلو. مور( ښځې، يا خور) يې يوه شپه وړاندې خوب ليدلې و چې نمر نه يوه لمبه راووځي او زمکې ته راغورځي. هغه خوب خو ريښتيا شو. د فلاني خان طياره لا پيښور ته نه وه رسيدلې چې په اسمان کې د وريځو نه تيريده. تالندې ووهلو او په انجڼ يې اور ولگيدو، خلکو ياسين شريف ويل، ازانونه يې کول. هر ځاې کې لوگې و اوټولو چيغې وهلې. پايلټ ويل چې ځانونه کلک کړئ او بيا د خداې په امر راښکته شو. فلاني خان ويل چې مونږ بهر ووتلو نو ټول ټيرونه يې شليدلي و او د اور لمبې ترې راوتلې. هغه خوب ريښتيا شو خو خداې خير وکړو. د فلاني خان پلار خيرات وکړو او ټول کلي ته يې ډوډۍ ورکړه.
ددې کيسې عنوان و، ” سپږه خانم جانه شوه”
پوښتنه دا ده چې ايا دې خلکو دروغ ويل؟ ولې يې دروغ ويل؟
انسان د خبرو لويه برخه په کيسو کولواو اوريدو تيريږي. خو ستونزه دا ده چې ځينې انسانان په افسانې او حقيقت کې توپير نشي کولې. هغه څه چې دوي نه وي ليدلي ورته د حقيقت ښکاريږي. هغه څه چې حقيقت وي ، دوي يې افسانه گڼي. کوم ځاې چې د تعليم او د فکر کمې وي، هلته د پيريانواو وليانو کيسې ريښتيا گڼل کيږي. په داسې ټولنوکې خلک په ساينس باورنه کوي.
زما په نظر هغه خلک چې په لږه شيبه کې يو نامعلومه او ناڅرگنده پيښه دومره ډراماي کړه، کيسه جوړونکي و. دا استعداد په هر چا کې نه وي. خو
مهمه خبره دا ده چې يوه کيسه يا افسانه د ليکلو او د بيان سليقه او ځاې غواړي. کومو کسانو چې يوه معمولي خبره د خپل سفر د مشکلاتو سره يوځاې کړه، ستونزه لري. په ماشومتوب کې ددوي خبرې ته چا غوږ نه دې ايښې. ممکن سبق يې هم نه وي ويلې. که داسې کس د ماشومتوب نه کيسو ليکلو ته هڅول شوې وې نو ممکن ډيرې ښې کيسې به يې ليکلې.
د الوتکې پيښه په څو ډوله کيسه کيديشي. يوه بيلگه يې داسې ده.

لوگې
” ټکټ وکړه او راشه.” د دوبۍ نه تر پيښوره د هغه په زهن کې هم دا يوه خبره څرخيده. ” څومره په اسانه دې راته وويل، باباجانه.” هغه سوچ وکړو، ” ته به خبرنه يې چې زوې دې هره ورځ دولس ساعته په سړک تيږې اچوي” بيا يې په گوتو حسابونه کول چې ټکټ يې د څو روپو شوې و. دده ملگرې په سيټ ويده شوې و او مخې ته يې د چايو پتنوس هم هغسې پروت و. ” دې څومره خوشبخته دې، نه د پيسو غم دې ورسره او نه د ټبر… يو زه يم چې کال وروستوټولې پيسې مې د پلار په کاروبارکې اوبه شي” الوتکه ښکته شوې وه او ټولو خپل بيگونه رااخستل. يو ملگري ورته وويل، “ته بهر وگوره دا د څه لوگې دې؟ ده يو ناخواله خندا وکړه او وې ويل، ” که هوا کې يې اور اخستې وې نو هله به مې زړه يخ وي”. ( پاې)
صفيه حليم
plane

د خبريدو نيټه
۲۱ مارچ ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. ډیره ښایسته موضوع وه

Leave a Reply

Your email address will not be published.