د هندوستان پښتانه- بهوپال

Bhopal Cover
د هندوستان پښتانه د کتابونو هغه لړۍ ده چې په ۲۰۰۸ م کې د سالنگ کتاب خپروونکې ادارې له خوا په کابل کې چاپ او خپور شو. د کتاب لومړې متن قام خان مندو خيل ټايپ کړې واود پښتۍ ډيزاين ميرويس مياخيل جوړکړو. دا لومړې کتاب و چې په افغانستان کې يې “آي-ايس-بي اين- نمبر لرلو.
هغسې چې په څيړنو کې کيږي، د چاپ نه وروستو يو څو وړې تيروتنې پکې راووتلې. ددې په ۱۰۶ مخ په وروستي پيراگراف کې د امير شير علي خان په ځاې بايد د امير حبيب الله خان نوم ليکل شوې وې. خو ددې کتاب دير تود هر کلې ووشوچې ددې لړۍ نورو کتابونو ليکلو ته يې راوهڅولم.

Bhopal-Da Hindustan Pashtana Kitab

دلته ددې “پي-ډي-ايف فايل کې يې ولوستې شئ.

4 Comments

Add a Comment
  1. ولی محمد مومند

    سلامونه اونیکی هیلی خدای تعالی په خپلو کارونو کی بریالی لره دا ډیر لوی خدمت دی دپښتو لپاره او همدغسی بریاو په هیله خورجانی دهندوستان پښتانه پدی پاڼه کی خو ما پیدا نه کړ که چیرته سافټ کاپی یو کاپی مونږ ته راولیږی

  2. داود صفاری

    اغلی خور صفیه حلیم،
    سلامونه درناوی وړاندي کوم.

    ستاسو د ویب پاڼی په لیدو خوشاله سوم او ددې ویب باڼی مبارکی تاسو او ټولو پښتنو ته وایم. او دالله ج له درباره د ژوند په ټولو چارو کی لا بریالیتوب درته غواړم.
    په پښتنی مینه
    ورور مو داود صفاری
    کابل – افغانستان

  3. محترمی خپلی نیکی هیلی او سلامونه دزړه له تله درته وړاندی کوم زه ستا د ږغ سره دماشوم توبه آشنا یم خو ستا ولیکنو سره سږ کال آشنا سوم هغه هم د دنیا ناول وو چی په هیلمند کی د دندی پرمهال دیوی راډیو له لاری چی ډیرمی خوښ سو خونه پوهیدم چی دچا لیکنه ده خودا ځای می ښه په یاد وو جی هغی په لاس نیولی رومال سره زما سترګی پاکی کړی او ټوکه یی وکړه چی زما دسترګو رانجه بهیدلی دی خوڅووخته وړاندی می د خبریال په ویب پاڼه کی ستا لیکنی وکتلی چی یو هم د دنیا ناول وو او په لوستلومی هغه تنده ماته سوه چی دکال په اوږدو ورته تږی وم بس دا درته تل وایم چی پر قلم دی تل برکت سه خووړاندیز می دادی که دی لیکنی په(پی؛ډی ایف) که وی ډیر به ښه وی
    په دراناوی
    عبدالحی همتمل له کندزڅخه

    1. زما زيات کتابونه اوس په دې پاڼه کې په – پي – ډي – اېف کې موندلې شئ.
      په نورو کار کېږي.
      مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published.